• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انسانان ۵۴ کاله وروسته بیا سپوږمۍ ته خېژي خو دا ځل د څه لپاره؟

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۰

د امریکا ملي هوايي ادارې ناسا ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې څلور ستور مزلي د سپوږمۍ پر لور لېږي. دغه ماموریت «ارټمېس ۲» نومول شوی دی. دغه ستور مزلي د امریکا د فلورېدا له کېنېډي فضايي مرکز څخه خپل سفر پیلوي او دا به د انسانانو لومړنی سفر وي چې د ځمکې له ټيټې سطحې ترسره کېږي.

د ناسا د معلوماتو له‌مخې، دغه ستور مزلي به Space Launch System (SLS) له لارې د فلوریدا د کېنېډي فضايي مرکز څخه خپل سفر پيل کړي.

دغه ستور مزلي به د اوریون (Orion) فضايي بېړۍ په وسیله د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ شاوخوا لس ورځنی سفر ترسره کړي.

ناسا ویلي: «د دغه سفر لپاره د ۲۰۲۶ کال فبروري میاشت غوره شوې، خو دا نېټه ښايي د تخنیکي معایناتو، د اوریون بېړۍ د چمتووالي او د خوندیتوب وروستیو ارزونو له‌مخې لږ مخکې یا وروسته شي».

په دې ماموریت کې به د ناسا درې امریکايي ستور مزلي ریډ ویسمین، ویکتور ګلاور او کرسټینا کوک او د کاناډا د فضايي ادارې ستورمزلی جرمي هینسن برخه ولري. دا به لومړی ځل وي، چې یو کاناډایي ستور مزلی د سپوږمۍ پر لور سفر کوي.

د دغه ماموریت موخه دا ده، چې په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره د ژوند احتمال وارزوي او د ناسا په وینا، دغه ارزونې د راتلونکو ماموریتونو لپاره ډېرې مهمې دي، په ځانګړي ډول د ارټمېس ۳ لپاره، چې غواړي دغه بهیر لاپسې پراخ کړي.

د فضايي چارو شنونکي دغه ماموریت د نوې فضايي دورې پیل بولي، چې موخه یې یوازې سپوږمۍ نه، بلکې په راتلونکي کې مریخ ته د انسانانو استول هم په‌کې شامل ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې دغه ډول سفر په ۱۹۷۲ کال کې د «اپولو» پروګرام په نوم ترسره شوی و.

ډېر لیدل شوي

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي
۱

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۳

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۴

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۵

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان