• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي سوداګرو د کابل-امرتسر هوايي دهلیز د ودې په تړاو ناسته کړې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د هند د امرتسر سیمه‌ییزې سوداګریزې شورا په خپله غونډه کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د کرنیزو محصولاتو هوايي صادرات د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګڼلي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دغه غونډه د چارشنبې په ورځ د مرغومې په ۱۷مه، د «سري ګورو رام داس» نړیوال هوايي ډګر له لارې د هند-افغان سوداګریزو فرصتونو د ارزونې په موخه شوې ده.

په غونډه کې، چې د هند-افغان سوداګریز کمېسیون د پنجاب د پخواني مشر ګنبییر سینګ په بلنه جوړه شوې وه، د سوداګرو او اړوندو ادارو استازو د امرتسر هوايي ډګر له لارې د سوداګرۍ پر شته او احتمالي فرصتونو بحث وکړ.

په دې ناسته کې د هند پخواني سفیر نوودېپ سوري، د هوايي ډګر رییس بهپینډر سینګ، د راحت کارګو عمومي مدیر سونیل کوهلي او صادروونکي صاحب سینګ باجوه ګډون کړی و. ګډونوالو د کارګو د ظرفیت لوړولو او د صادراتو د اسانتیاوو پر ښه کولو ټینګار کړی دی.

د امرتسر هوايي ډګر رییس بهپینډر سینګ وویل، چې دغه هوايي ډګر تېر کال ۲۳۶ متریک ټنه واردات او ۹۷۲ متریک ټنه صادرات کړي، حال دا چې د تازه او غیر تازه توکو د ساتلو ظرفیت یې ۲۵۰ ټنو ته رسېږي. هغه ژمنه وکړه، چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره به بشپړه همکاري وکړي.

صادروونکي صاحب سینګ باجوه، چې له کاناډا څخه پنجاب ته ستون شوی، د ځایي کرنیزو محصولاتو د صادراتو پراخ فرصتونه یاد کړل، خو ویې ویل چې د الوتکو محدود ظرفیت، د ګمرک لنډ کاري ساعتونه او رخصتۍ د صادراتو بهیر له ځنډ سره مخ کوي.

د هند پخواني سفیر نوودېپ سوري دغه غونډه د سوداګرۍ په برخه کې مهمه او اغېزناکه وبلله او ویې ویل چې د کابل- دوبۍ سوداګریز دهلیز به د افغانستان او سیمې لپاره نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۳

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

۴

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۵
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي