• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ایران کې د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه اندېښنه وښوده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د ملګري ملتونه د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د ایران د وروستیو سراسري اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي د راپورونو، په ځانګړي ډول د خلکو د وژل کېدو، په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

فولکر تورک ویلي، د اعتراضونو پر مهال د مرګ‌ژوبلې ټولې پېښې باید ژر تر ژره، په خپلواک او بې‌طرفه ډول وڅېړل شي. هغه ټینګار کړی چې د بشري حقونو د هر ډول سرغړونې عاملینو سره باید د نړیوالو اصولو او معیارونو له مخې حساب وشي.

هغه د ایران حکومت له‌خوا د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دا ډول اقدامات د بیان ازادي او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی کمزوری کوي. د هغه په وینا، د انټرنېټ بندښت نه یوازې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ بهیر اغېزمنوي، بلکې د خلکو اړینو او بېړنیو خدمتونو ته پر لاسرسي هم ناوړه اغېز لري.

فولکر تورک له ایراني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه ته درناوی وکړياو د اعتراضونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ځای د قانون او حساب ورکونې لاره خپله کړي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»