• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي کبیر: ځینې هېوادونه د طالبانو د انزوا هڅې کوې خو دوی خپله د انزوا لوري ته روان دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې ځینې لوري د طالبانو د انزوا هڅې کوې، خو د طالبانو د منظوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده. که څه هم مولوي لکبیر د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو غیرمستقیم اشاره یې پاکستان ته ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن جعمه، د مرغومي پر ۱۹مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې د یا وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

عبدالکبیر وویل، چې ددې ډ‌لې له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.
نوموړي له سیمې او نړۍ سره د طالبانو اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او په وینا یې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

د طالبانو د کډوالو وزیر د کوم هېواد نوم اخیستو پرته له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شوو کورنیو ته د نقدي او خوراکي توکو د مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي
په دې وروستیو کې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ترکيې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو هڅو تر ناکامۍ او د بنسټيزو اختلافاتو د لا ژورېدو وروسته په رسمي ډول د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ له خپل منځګړيتوب څخه لاس واخيست.


ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند: د سړکونو د نومونو بدلول حقیقت نه‌لري

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ویلي، په کابل ښار کې د سړکونو او سیمو نومونو د بدلولو په اړه خپرې شوې ادعاوې حقیقت نه‌لري. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې په خواله رسنۍ کې د یادې ښاروالۍ له لوري د ځینو فارسي نومونو د ژباړې په تړاو غبرګونونه راپورته شول.

ښاغلي بارکزي ټینګار کړی، هغه ادعاوې او خبرونه چې د «ځانګړو ساحو د نومونو د بدلون» په نوم خپاره شوي، بې‌بنسټه دي. د هغه په وینا؛ هغه انځورونه چې په رسنیو او خواله رسنیو کې خپاره شوي، جعلي دي او له واقعیت سره هیڅ تړاو نه‌لري.

‌ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د کابل د سړکونو او سیمو د نومونو د بدلون په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او حقیقت نه‌لري.

طالبانو تر دې وړاندې د هوايي ډګرونو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو سیمو نومونه بدل کړي دي. تر دې وړاندې د طالبانو د سیمو د نوم اېښودنې کمېسیون ویلي و، د ټولو هغو سړکونو نومونه چې د قومي او شخصي سلیقو له مخې اېښودل شوي؛ په تاریخي او یا به په خپلو تېرو پخوانیو نومونو واړول شي.

پاکستاني رسنۍ: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۵۳ سلنه راټیټه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د پاکستان «ده نېشن» ورځپاڼې د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري شاوخوا ۵۳ سلنه راکمه شوې ده. یوې رسمي سرچینې یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې د سوداګرۍ د کمښت اصلي لامل د دواړو هېوادونو د سرحدي دروازو تړل کېدل دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۱.۲۶ مېلیارد ډالره وه، چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال په ورته موده کې ۵۹۴ مېلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

یادې ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه تر شخړو وروسته پاکستان له افغانستان سره اته سرحدي لارې وتړلې. راپورونه ښيي، چې د پاکستان صادرونکي هره میاشت شاوخوا ۱۷۷ مېلیون ډالره د سرحدي دروازو د تړلو له امله زیان ګالي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر هغو پورې به سرحدي لارې تړلې پاتې وي؛ څو طالبان د وسله‌والو ډلو د بریدونو د مخنیوي او د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» پر ضد د باور وړ لیکلي ضمانتونه وړاندې نه‌کړي.

د بې‌روزګارۍ اوج کې؛ طالبان وایي تېرو ۴ کلونو کې افغانستان کې ۱۵مېلیارده ډالر پانګونه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د دوی په واکمنۍ کې پانګه‌والو ۱۵مېلیارده ډالر په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. همدا راز ویل شوي، چې اوس مهال په هېواد کې ۶۵۰۰فابریکې فعالې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد په خبره؛ په راتلونکو کلونو کې به پانګه‌والو او صنعت کارانو ته د پانګونې په برخه کې لازم فرصتونه برابر کړي. طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې کاري فرصتونه کمېږي او د خلکو اقتصادي وضعیت هم تر پخوا خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمېر نړۍوالو سازمونونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې خلک له سختې بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او له بشري ناورین سره مخ دي. خو طالبان بیا برعکس په هېواد کې د اقتصادي ودې ادعاوې کوي او په خپلو تبلیغاتو کې ښکاره کوي، چې ګوندي هره ورځ نوي کاري فرصتونه برابروي.

د کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو ډېری څرګندونې یوازې تبلیغاتي بڼه لري او په عملي توګه دغه ډله خلکو ته د ښه ژوند برابرولو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.

د افغان ښځو یو غورځنګ: د ښځو اساسي حقونه باید تضمین شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو په یوې راټولېدنه کې ویلي، چې د افغان مېرمنو ژوند له کلونو راهیسې د ظلم، تبعیض او د بشري او قانوني حقونو د پراخ محرومیت تر سیوري لاندې تېرېږي.

د دوی په وینا؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له زده‌کړو، کار، بیان ازادۍ، په ټولنه کې له ګډون او د خپل ژوند په اړه له پرېکړو بې‌برخې شوې دي. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نابرابرۍ نه یوازې دا چې د ښځو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د هغوی د ماشومانو او د هېواد راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي:« ښځې او نارینه برابر پیدا شوي او هېڅ حکومت یا ډله حق نه‌لري، چې دغه برابري تر پښو لاندې کړي». د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان ښځې حق لري چې د خپل ځان او هېواد د برخلیک په ټاکلو کې فعاله ونډه ولري او د ازاد، برابر او باعزته ژوند حق باید ترې وانه‌ خیستل شي.

یاد غورځنګ دارنګه له نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۱۸مه) ۶۲۲ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۷۱ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۵۳۸ د تورخم له لارې، ۵۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۶کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او ۱۰کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.