• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورالحق انور ادعا: پر افغانانو تپل شوي حکومتونه ناکام او زموږ ولس پاله حکومت بریالی دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي، له بهره وارد شوي او پر افغانانو تپل شوي حکومتونه ناکام دي. نوموړي‌ ویلي، هغه حکومتونه چې د افغانانو په خوښه، د پردیو له لاسوهنې پرته جوړ شوي وي د خلکو رښتیني استازیتوب کوي.

نورالحق انور د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې هغه حکومتونه بریالي ګڼلي، چې د خلکو په خوښه را منځته شوي وي.

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په ټاکلو کې د خلکو د خوښې د انتخاب پر ځای ویلي، چې د دوی حکومت د ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی.

طالب مشران د حکومتونو په ټاکلو کې ټاکنې او د خلکو رایو ته ارزښت نه‌ورکوي او د حکومت په ټاکلو کې انتخابات او د خلکو رایه له «شریعت» څخه لرې ګڼي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې: «زموږ حکومت د خپل ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی. د خلکو په ملاتړ یې امنیت ټينګ، نظام ورځ تر بلې قوي کیږي او په خپلو امکاناتو د پرمختګ پر لار روان دی».

نورالحق انور ادعا کړې، چې د پردیو په لاسوهنې جوړ شوي حکومتونو په افغانستان کې بقا نه‌ده کړې او خبرې یې یوازې شعار پاتې شوې دي.

هغه لیکلي: « د پردیو په لاسوهنه جوړ شوي حکومتونه په افغانستان کې کله هم نه‌دي بریالي شوي. که څه هم ډېرې خبرې یې کړي او د بدلون او پرمختګ شعارونه یې زمزمه کړي، خو په عمل کې یې څه نه‌دي کړي. برعکس، هغه حکومتونه چې د افغانانو د خپلې ارادې له‌مخې جوړ شوي دي، د وړ قیادت او مثبت فکر له امله خلکو پرې باور کړی او د خلکو د کلک ملاتړ څخه برخمن شوي».

یو شمېر هېوادونه، سیاستوال او د پخواني حکومت چارواکي پر طالبانو نیوکې لري، چې کورنۍ او نړۍوال مشروعیت نه‌لري او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

خو طالبان بیا وایي، چې له ګڼو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې، سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او یو شمېر هېوادونه به یې ژر په رسمیت وپېژني.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو ۱۸ افغان کډوال نیولي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د ترکیې پولیسو په توکات او بولو ښارونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ افغانان نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد افغانان د موټرو په وسیله له یوه ښاره بل ښار ته لېږدول کېدل. دغه افغانان، افغانستان ته د بېرته استونې لپاره د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د توکات په ښار کې د پلټنو پر مهال ۱۳ ناقانونه افغانان هغه مهال ونیول شول، چې د دوو موټرو په وسیله بل ښار ته لېږدول کېدل.

همدارنګه د بولو ښار پولیسو هم د پنځو غیرقانوني افغانانو له نیولو خبر ورکړی دی.

پولیسو ویلي، چې په یادو دوو ښارونو کې یې د ناقانونه افغانانو د لېږد په جرم شپږ انساني قاچاق کوونکي هم نیولي او یاد افغانان یې د بولو او توکات ښارونو د اخراج مرکزونو ته لېږدولي دي.

د راپورونو له‌مخې، په وروستیو ورځو کې په ترکیې کې د افغانانو د نیولو عملیات ګړندي شوي او نږدې هره ورځ یو شمېر غیرقانوني افغانان له نیول کېدو وروسته د اخراج مرکزونو ته لېږدول کېږي.

تر دې مخکې د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ترکیه کې ۱۵۲ زره غیرقانوني کډوال نیول شوي و، چې له دې ډلې یوازې ۴۲ زره یې افغانان وو.

طالبان: په تېرو څه باندې څلورو کلنو کې نږدې ۴ میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، چې د غصب د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به په ټولو سیمو کې د څړ ځایونو لپاره ځمکې هم مشخصې شي.

برکت‌الله رسولي د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) ویلي، چې یوازې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې یو میلیون ۲۳۰ زره ۹۶۷ جریبه ځمکه له زورواکو او غصب څخه راګرځول شوې ده.

نوموړي ویلي، چې له غصب څخه د خلاصون کمېټې فعالیتونه روان دي او په میلیونونه نوره غصب شوې ځمکه به هم تر مشخص کېدو وروسته راوګرځول شي.

رسولي دا هم ویلي، چې د څړ ځایونو د پېژندنې لپاره هم کمېټه جوړه شوې او تر دې مهاله یې په بادغیس او فاریاب کې ۱۳ میلیونه جریبه ځمکه د څړ ځایونو لپاره تثبیت کړې ده.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. هغه کورنۍ چې په دغو مصادره شویو ځمکو او ښارګوټو کې کورونه اخیستي وایي، د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناشوني شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه‌دي.

د بدخشان په یوه کان کې څلور کان کېندونکي مړه شوي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو د امینه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې څلور کان کېند‍ونکي په کان کې د کاربن او دود له امله مسموم او بیا مړه شوي دي. په کانونو کې لا هم د کان کېندونکو د حفاظت لپاره هېڅ ډول تابیاوې نه‌دي نیول شوي.

طالبانو ویلي، چې یاده پېښه نن (جمعه د مرغومي ۱۹مه) د خاش ولسوالۍ په «دیو دره» کې د بیروجو په کان کې رامنځته شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د کان کېندونکو جسدونه یې له کان څخه اېستلي او د هغوی کورنیو ته یې سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د یوه کان ښوېدو په پېښه کې درې کان کېندونکي مړه شوي وو.

نورالله نوري: موږ خبر یوو چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي او رهبري د بل چا په لاس کې ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي، چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي، رهبري، اقتصاد او د حکومت جوړښت واک د بل چا په لاس کې دی.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په خوست کې د یوې دیني مدرسې د فراغت په مراسمو کې د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي، چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي او رهبري د بل چا په لاس کې ده.

نورالله نوري زیاته کړې:« موږ خبر یوو، چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي، رهبري، د حکومت جوړښت او تغییر یې د بل چا په لاس کې دي».

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو هېوادونو اقتصاد او ټوله رهبري یې هم د نورو له‌خوا کېږي.

نوري زیاته کړې: «پریکړې یې د بل چا په لاس کې دي، خو تا [خطاب حاضرینو ته] داسې ازادي ترلاسه کړې ده، یوازې داسې ازادي نه، چې اشغالګران دې له خاورې اېستلي دي، بلکې د پرېکړې، سیاست، حکومت، شریعت او نظام دې ټول په خپل اختیار او واک کې دي».

نوموړي د قومونو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او په وینا یې، په هېواد کې د قومونو، سمتونو او تنظیمونو ترمنځ ټول مخالفتونه پای ته رسیدلي او په خبره یې ټول تر یوه «قیادت» لاندې ژوند کوي.

د دغه طالب وزیر یادې څرګندونې په داسې مهال کې دي، چې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په خورا خراب وضعیت کې دي او د پاکستان د پوځ ویاند تازه ویلي، چې په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی دی.

احمد چودري شریف ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسله‌وال له سوریې افغانستان ته رسېدلي دي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او دغه هېواد د هېڅ هېواد او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ نه‌دی.

د پاکستان سفیر: په افغانستان کې پاتې شوې امریکایي وسلې د پاکستان پر ضد کارول کېږي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰

په امریکا کې د پاکستان سفیر وایي، په پاکستان کې امنیتي ګواښونه افغانستان پورې تړلو ترهګریزو فعالیتونو او له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوو پرمختللو وسلو د ناوړه استفادې له امله زیات شوي دي. نوموړي ټینګار کړی،چې له دغو ننګونو سره د مبارزې لپاره له امریکا سره د همکارۍ دوام اړین دی.

د پاکستاني رسنۍ «ای ار وای» د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس (اې‌پي‌پي) له قوله راپور ورکړی چې، رضوان سعید شیخ دا څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې له مشر مایک راجرز سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه ویلي، ۲۰۲۶کال د امنیت او اقتصاد په برخو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د پراخولو لپاره یو مناسب فرصت دی.

پاکستاني سفیر د خپل هېواد د کورنیو امنیتي ګواښونو په اړه ویلي، چې په ۲۰۲۴کال کې د ترهګریزو پېښو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰سلنه او په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۵سلنه زیات شوی دی. د هغه په وینا، د دغو ګواښونو یوه برخه د هغو پرمختللو وسلو د ناوړه استفادې پایله ده چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوې دي.

پاکستاني سفیر د ۲۰۲۵کال د مې میاشتې د هند او پاکستان ترمنځ پېښو ته په اشارې سره ویلي، چې د هند دریځ د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړی، چې په شاوخوا ۱.۷میلیارد نفوس لرونکې سیمه کې د «براهموس» په څېر د پرمختللو توغندیو کارول، کولی شي د سیمې ثبات له جدي خطر سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم ځو ځله په خپلو ویناوو کې له طالبانو څخه د هغو وسلو د بېرته اخیستلو یادونه کړې چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوې دي. خو طالبانو ویلي چې یادې وسلې دوی ته په غنیمت ورپاتې دي او هیڅکله به یې امریکا ته ورونه سپاري.

بل خوا پاکستاني چارواکي تل دا ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د پاکستان پر وړاندې بریدونه پلان کوي، خو طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله بولي او د ترکیې او سعودي عربستان په کوربتوب له پاکستاني استازو سره په خبرو کې یې هم پر همدې دریځ ټینګار کړی دی.