• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تیرا کې پوځي عملیات؛ سبا به له سیمې څخه د خلکو د وتلو بهیر پیل شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي چې په تیرا دره کې د وسلوالو پر ضد د امنیتي عملیاتو ټولې تیارۍ بشپړې شوې او د عملیاتو له امله له سیمې څخه د خلکو د ویستلو بهیر به د جنورۍ له ۱۰مې (سبا) څخه په رسمي ډول پیل شي او د روانې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي.

د چارواکو په وینا د تېرا میدان د ملک دین خېلو سیمې څخه د کډه کېدونکو کورنیو د نوم لیکنې بهیر له تېرو دریو ورځو راهیسې روان دی.

ویل کېږي چې د تېرا درې اړوند پایندي چینې په سیمه کې ځانګړی د نوم لیکنې مرکز جوړ شوی، چې تر دې دمه پکې له دوه نیم زره څخه زیاتې کورنۍ ثبت شوې دي۔

چارواکو ځايي اوسیدوونکو ته چې د دولتي ادارو له لوري یې تصدیق بشپړ شوی، په لومړي پړاو کې ۱۷۶ کورنیو ته دوه نیم لکه کلدارې د مالي مرستې په توګه ورکړې دي، او پاتې ثبت شویو کورنیو سره به هم یاده مالي مرسته ترسره شي.

چارواکو زیاته کړې، چې په تیرا دره کې به د ترهګرو پر ضد عملیات په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ شي او له عملیاتو وروسته به د اغېزمنو کورنیو د بېرته ستنېدو او بیا رغونې بهیر پیل شي.

دوی ویلي چې د اغېزمنو خلکو د بیا مېشتېدو، مالي مرستو او ستنېدو ټول پړاوونه به په بشپړ شفافیت او منظم ډول ترسره شي، تر څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

د یادولو وړ ده، چې په وروستیو کې په خیبر پښتوا د خیبر ولسوالۍ په تیرا سیمه کې د پاکستان پوځ د وسله والو د ځپلو په نوم عملیات پیل کول غواړي چې د ډیری سیاسي ګوندونو، ټولنیزو فعالانو او د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شول.

همدا نن د تېراه اوسیدونکو په سیمه کې د پاکستان پوځ له خوا د عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې د یادو عملیاتو پرضد لاریون کړی و، دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي دې له زندانونو ازاد شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په جنوبي وزیرستان کې یو دیني عالم په وسله وال برید کې ټپي شوی دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې جنوبي وزیرستان واڼه ته نږدې مشهور دیني عالم مولانا سلطان په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی. په ورته وخت کې د پاکستان امنیتي ادارو په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي او درې وسله وال یې وژلي دي.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په دې عملیاتو کې ۲ طالبان او پاکستاني سرتېري هم ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کې د ټي ټي پي وسله والو د ځینو پښتنو سیاستوالو او دیني عالمانو کورونه په بمونو وېجاړ کړي دي.

په تېرا کې ولسي لاریون: پاکستان دې د پښتنو سره روان ظلمونه پای ته ورسوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د تېراه اوسیدونکو په سیمه کې د پاکستان پوځ له خوا د عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې د یادو عملیاتو پرضد لاریون کړی. لاریونوالو غوښتنه کړی، چې پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي دې له زندانونو ازاد شي.

په دې کې لاریون کې د سيمې ګڼ شمېر فعالانو او عامو خلکو پراخ ګډون کړی و، لاریونوالو ویلي چې د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د ممکنه عملياتو پرمهال د سیمې بې ځایه شو لپاره اسانتياوو نشتوالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين، علي وزير او د حنيف پشتين په کډون د غورځنګ نورو بنديانو انځورونه په لاسونو کې نيولي وو، لاریونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي او بنديان دې سمدستي له بند څخه خوشې کړي.

دوی همداراز له قبایلي ولس سره د روانو ظلمونو د ختمولو او په تېراه کې د بېځایه شویو لپاره د اسانتياوو د ژر تر ژره برابرولو غوښتنه کړې.

په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ جګړه پراخه شوې ده او اوس د پاکستان پوځ غواړي چې په ځینو سیمو کې د ټي ټي پي پرضد عملیات پیل کړي.

د نا امنۍ قربانیان؛ د پښتونخوا د تیراه درې بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د تیراه له ناارامې درې څخه د خلکو د اېستلو د نوې لړۍ له پیل سره سم، بې‌ځایه شوې کورنۍ د نوم‌لیکنې په مرکزونو کې د خراب مدیریت او باړې ښار ته پر تلونکې لاره د امنیتي پوستو له اوږدو او ستومانوونکو ځنډونو نه شکایت کوي.

بې‌ځایه شویو کورنیو رسنیو ته ویلي، له تیراه څخه تر باړې بازار پورې له سلو کیلومترو زیات اوږد او ستړي سفرونه کوي چې په دې لاره کې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ کېږي. دغه کورنیو پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې باړې بازار ته تر رسېدو وروسته دوی د باغ، دوا توی او پندي چینې د نوم‌لیکنې په مرکزونو کې په ساعتونو ساعتونو د ژمي دې یخ موسم کې انتظار کوي. دوی وایي، دغه مرکزونو کې د څښاک اوبو او خوړو هېڅ درک نه لګېږي.

بې‌ځایه شویو کسانو د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي هم شکایت کړی او ویلي یې دي، چې ناروغانو ته اړین درمل او لومړنۍ درملنه نه‌ده برابره شوې. دوی زیاتوي، چې له تیراه څخه باړې، جمرود او پېښور ته د روانو وسایطو اوږده کتارونه هم د نوم‌لیکنې په مرکزونو او هم په امنیتي پوستو کې لیدل کېدل چې له امله یې خلک اړ کېدل ساعتونه په بې‌صبرۍ سره خپل وار ته انتظار وباسي.

د تازه رسېدلو بې‌ځایه شویو په وینا؛ د باغ د نوم‌لیکنې په مرکز کې د نوبت لپاره د ټوکن ترلاسه کولو درې تر څلورو ساعتونو وخت نیوه او تر هغه وروسته، څلور تر پنځه نور ساعتونه د امنیتي تصفیې په پوستو کې تېرېدل. دوی وویل، یو شمېر کورنۍ چې خپل ټول شته مالونه یې په بوجیو کې تړلي او پر موټرو یې بار کړي وو اړې شوې چې شپه په پندي چینه کې په بشپړې بې‌وسۍ او ناچارۍ کې تېره کړي.

د خلکو په وینا؛ پندي چینه د نوم‌لیکنې وروستۍ نقطه وه، چې دوی به نیمه‌شپه د وروستي بایومتریک ثبت لپاره ورته رسېدل؛ هغه هم تر هغه وروسته چې د نوم‌لیکنې او امنیتي تصفیې له«کړاوه ډک» بهیر یې باید تېر کړی وي.

ډېری بې‌ځایه شویو خبرداری ورکړی، که چېرې تخلیه په همدې ناوړه شرایطو کې دوام وکړي؛ نو دا به یوه ستره انساني فاجعه رامنځته کړي. د دوی په باور؛ اړوند چارواکو تر اوسه د ناورین ژورتیا نه‌ده درک کړې او د نوم‌لیکنې مرکزونه له لږ تر لږه بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

بې‌ځایه شویو کورنیو د ژمنه شوې ټرانسپورتي کرایې د ورکړې له ځنډه هم شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د ولسوالۍ اداره او د ایالتي ناورین مدیریت ادارې (PDMA) په پیل کې هغوی ته «تش ټوکنونه» ورکړي وو او یوازې د فشار او اعتراض وروسته یې د پیسو نیمه برخه ورکړه.

یوه بې‌ځایه شوي ډان ته ویلي، چې د نوم‌لیکنې د مرکزونو د کارکوونکو چلند دوستانه او همکارانه نه و او هغوی په تونده لهجه د بې‌وسه کورنیو له هر ډول مرستې او لارښوونې ډډه کوله.

ځینو بې‌ځایه شویو ادعا کړې، چې په خپلو سیمو کې فعالې ناقانونه وسله‌والې ډلې سلګونه کورنۍ په عملي توګه یرغمل کړې دي او د وسایطو په جبري درولو سره یې خلک اړ کړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. د دوی په وینا؛ د پاکستان امنیتي ادارې د تیراه بېلابېلو سیمو ته د خوړو او نورو اړینو توکو د لېږد اجازه نه ورکوي، تر څو خلک اړ شي ژر تر ژره سیمه پرېږدي. ځايي اوسېدونکي وایي، دغه اقدام د وسله‌والو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د چمتووالي لپاره ترسره کېږي.

ځايي سرچینې وایي، ډېری کورنۍ د وسایطو د سخت کمښت له امله د لېږد له جدي ستونزو سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې ډېری موټرچلوونکو کرایې په بې‌ساري ډول لوړې کړې دي. همدارنګه، د لار باغ او بار باغ مرکز بازارونو هټۍوال شکایت کوي، چې د ګودامونو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای خپل توکي باړې ته ولېږدوي. دوی زیاتوي، چې خپلې کورنۍ یې باړې ته لېږدولې؛ خو خپله د توکو د تنظیم او خوندي لېږد لپاره لا هم په تیراه کې پاتې دي.

تیراه کې د سرچینو په وینا؛ ډېری تازه بې‌ځایه شوي د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشت شوي او یو شمېر نور په باړې کې شخصي کورونه لري. خو د دولتي ادارو له لوري د بدیلو استوګنیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله، یو شمېر کورنۍ اړې شوې چې د باړې بازار ته څېرمه د قمرباد په سیمه کې کورونه او دوکانونه په کرایه ونیسي.

په همدې حال کې د باړې سیاسي اتحاد او د سوداګرو ټولنې د ولسوالۍ له ادارې او د ایالتي ناورین مدیریت ادارې نه غوښتنه کړې، چې د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د زیاتېدونکي بهیر د سمبالښت لپاره په باړې او جمرود کې کمپونه جوړ کړي. د سرچینو په وینا؛ هره ورځ له ۴۵۰ تر ۵۰۰ پورې بې‌ځایه شوې کورنۍ باړې ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځ پرېکړه کړې څو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د ځپلو لپاره په تیراه کې پوځي عملیات پیل کړي او غواړي یاده سیمه له دې ډلې پاکه کړي. د یادې درې اوسېدونکو په وار وار د پاکستان د پوځ د دغه عملیاتو مخالفت کړی او ان قومي مشرانو د پوځ په ګډون د «ټي‌ټي‌پي» له مشرانو سره په دې تړاو جرګې هم وکړې؛ خو کومه پایله یې ور نه کړه.

ځايي قومي مخور وېره لري، چې د پاکستان پوځ په دغه عملیاتو کې به د وسله‌والو ډلو سره د جګړو له امله د دوی سیمه نوره هم د ناخوالو قرباني شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: مرکزي حکومت نن هم ایف سي ار قانون په نوې بڼه کاروي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدي د سرحدي جرایمو د پخوانۍ لایحې (ایف‌سي‌ار)پر اغېزو نیوکه کړې او وايي، چې دغه قانون د انصاف پر ځای د وېرې، وحشت او ټولنیزو سزاګانو پر بنسټ ولاړ و. د هغه په وینا، اوس هم دغه قانون د پنجاب او مرکزي حکومت له خوا په بله بڼه پلي کیږي.

اپریدي د پنجشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د فرنټیر کرایمز ریګولیشن تر سیوري لاندې خلکو ته د خپلو حقونو د دفاع اجازه نه ورکول کېده، دولتي استازی به هم قاضي و، هم شاهد او هم جلاد. د هغه په وینا، هر ډول سیاسي اختلاف به بغاوت ګڼل کېده او د خلکو غږ به په زور غلی کېده.

سهيل اپریدي زیاته کړه، « نن ورځ چې د پنجاب او مرکزي حکومت له خوا د سیاسي مخالفینو او د بیان د ازادۍ پر ضد کوم اقدامات ترسره کېږي، هغه د همدغه پخواني قانون د یوې نوې بڼې انعکاس دی».

نوموړي وویل، سیاسي اختلاف جرم ګرځول، نیونې، تشدد او د احتجاجي جلسو پر وړاندې بندیزونه هغه لارې دي چې پخوا د(ایف‌سي‌ار) تر نوم لاندې کارول کېدې او اوس په ټول هېواد کې عملي شوي دي.

ایف سي ار قانون د بریټانیايي هند د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و، چې تر دې وروستیو پورې په قبایلي پښتون میشتو سیمو کې پلی کېده.

اعلی وزیر دا هم وویل چې داسې ښکاري د قانون پلي کوونکو ادارو تمرکز د هېواد او ولس د ساتنې پر ځای د واک د خوندي کولو پر لور اوښتی، چې دا به په ټولنه کې د اوږدمهاله ستونزو لامل شي.

سهيل اپریدی ټینګار وکړ چې تاریخ ښيي، هغه نظامونه چې د وېرې او زور پر بنسټ ولاړ وي، ښايي لنډمهاله چوپتیا رامنځته کړي، خو په پایله کې د خلکو غږ لا پسې پیاوړی او اغېزناک راڅرګندېږي.

د اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د تحریک انصاف ګوند سیاسي غونډې او خوځښتونه د مرکزي حکومت له خوا ځپل کیږي او ددغه ګوند مشر لا هم په زندان کې دی.

د افغانستان-پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله د پېښور د درملو بازار له ناورین سره مخ شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

په پېښور کې یو شمېر درمل پلورونکي وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله یې کاروبار ټکنی شوی او هټۍ وال له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لارو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د درملو د تر ټولو لوی مارکېټ هټۍوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي او کاروبار یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوی دی.

د درملو پلورونکی هارون خان وایي: «مخکې به یو کس لس زره روپۍ سودا کوله، اوس د دوو زرو هم نشته. له افغانستان سره لارې بندې دي او کاروبار په ټولو برخو کې ټکنی شوی دی».

نوموړي‌ ویلي، چې دا مهال د دوکان کرایه هم نه‌شي‌ برابرولی.

هغه زیاته کړې: «مخکې به ټول درمل افغانستان ته تلل، له همدې لارې د خلکو او زموږ روزګار روان و، خو اوس ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي».

د همدې مارکېټ یو بل کارکوونکی رب نواز وايي، چې مخکې یې ټوله د درملو سوداګري افغانستان ته وه او ۷۰ سلنه سوداګري یې زیانمنه شوې. د هغه په خبره: «کوم درمل چې موږ لېږل هغه په لارو کې خراب شوي او هلته هم د استعمال او پلور اجازه نه ورکوي».

دغه پلورونکي له پاکستان او طالبانو غوښتنه کوي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او لارې ژر تر ژر پرانیزي.

د دوی په خبره، د لارو بند پاتې کېدل تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسوي.

پخوا د افغانستان ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله دغه تګ‌راتګ اوس بند شوی، چې له امله یې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ او نورو اړیکو پر ځای خلکو ته ډاډ ورکړی، چې پر بدیلو لارو یې کار پیل کړی او ځینې لاسته راوړنې هم لري.