پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ته لوړ شو

د غزې د ملکي دفاع ادارې خبر ورکړی، چې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ یوازې د غزې په سوېل کې د بېځایه شویو پر یوې خیمې په برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي، چې دغه بریدونه د حماس لهخوا د یوه توغول شوي توغندي په ځواب کې د یادې ډلې د نښه کولو په موخه شوي دي. د دوی په وینا؛ حماس ډلې د دغه توغندي په توغولو سره له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
خو حماس ډله بیا اسراییل د اوربند په سرغړونې تورنوي. د راپورونو له مخې؛ له اوربند وروسته تر دې دمه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
له بلې خوا، اسراییل له حماس څخه د وروستي یرغملي د پاتې شونو غوښتنه کړې ده. اسراییلي چارواکي وايي، تر هغې یې چې د وروستي یرغملي پاتې شونې نهوي ترلاسه کړي دوی به د غزې د اوربند بل پړاو ته ولاړ نهشي او نه به د رفح لاره پرانیزي.
