طالبان وایي په کندوز کې یې د ۱۶۹ کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د کورنیو چارو وازرت خبر ورکړی، چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په ایرنګ سیمه کې د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۱۲۰ کیلو ګرامه نشه‌یي توکو او ۴۹ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه یې نیولې ده. د دغه وزارت په وینا؛ په دې تړاو یې یو کس هم نیولی دی.