• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌روزګارۍ اوج کې؛ طالبان وایي تېرو ۴ کلونو کې افغانستان کې ۱۵مېلیارده ډالر پانګونه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د دوی په واکمنۍ کې پانګه‌والو ۱۵مېلیارده ډالر په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. همدا راز ویل شوي، چې اوس مهال په هېواد کې ۶۵۰۰فابریکې فعالې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد په خبره؛ په راتلونکو کلونو کې به پانګه‌والو او صنعت کارانو ته د پانګونې په برخه کې لازم فرصتونه برابر کړي. طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې کاري فرصتونه کمېږي او د خلکو اقتصادي وضعیت هم تر پخوا خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمېر نړۍوالو سازمونونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې خلک له سختې بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او له بشري ناورین سره مخ دي. خو طالبان بیا برعکس په هېواد کې د اقتصادي ودې ادعاوې کوي او په خپلو تبلیغاتو کې ښکاره کوي، چې ګوندي هره ورځ نوي کاري فرصتونه برابروي.

د کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو ډېری څرګندونې یوازې تبلیغاتي بڼه لري او په عملي توګه دغه ډله خلکو ته د ښه ژوند برابرولو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځو یو غورځنګ: د ښځو اساسي حقونه باید تضمین شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو په یوې راټولېدنه کې ویلي، چې د افغان مېرمنو ژوند له کلونو راهیسې د ظلم، تبعیض او د بشري او قانوني حقونو د پراخ محرومیت تر سیوري لاندې تېرېږي.

د دوی په وینا؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له زده‌کړو، کار، بیان ازادۍ، په ټولنه کې له ګډون او د خپل ژوند په اړه له پرېکړو بې‌برخې شوې دي. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نابرابرۍ نه یوازې دا چې د ښځو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د هغوی د ماشومانو او د هېواد راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي:« ښځې او نارینه برابر پیدا شوي او هېڅ حکومت یا ډله حق نه‌لري، چې دغه برابري تر پښو لاندې کړي». د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان ښځې حق لري چې د خپل ځان او هېواد د برخلیک په ټاکلو کې فعاله ونډه ولري او د ازاد، برابر او باعزته ژوند حق باید ترې وانه‌ خیستل شي.

یاد غورځنګ دارنګه له نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۱۸مه) ۶۲۲ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۷۱ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۵۳۸ د تورخم له لارې، ۵۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۶کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او ۱۰کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان‌اېواک: حکومت د ۴۵۰۰ ډالرو په بدل کې له افغان کډوالو غواړي چې افغانستان ته ستانه شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان‌اېواک» د امریکا حکومت هغو هڅو ته سخت غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په دغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو د پېسو په بدل کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو فشار راوړل کېږي.

د دغه بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، دغه اقدام ان د هغو افغانانو پر وړاندې هم شوی چې د امریکا د فعاله پوځي سرتېرو د کورنۍ غړي دي او لا له وړاندې د بیا مېشتېدو لپاره منل شوي وو.

د افغان‌اېواک په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د امریکا حکومت ځینو افغان کډوالو ته د ۴۵۰۰ ډالرو وړاندیز کړی؛ څو متحده ایالات پرېږدي او یا هم ورته له تګ کولو ډډه وکړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا؛ دوی د طالبانو تر واک لاندې هېواد ته استول کېږي، چې په بېرته ستنېدو له جدي مرګوني ګواښ سره مخ دي. دغه بنسټ یاد اقدام «غیرانساني او د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې» بللی دی.

افغان‌اېواک ټینګار کړی، چې دغه ډول کړنې پر کډوالو ښکاره زور او فشار دی او د نړۍوالو قوانینو، د امریکا د کډوالۍ له ژمنو سرغړونه بلل کېږي. یاد بنسټ د امریکا له حکومته د شفافیت او حساب‌ورکولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغان کډوالو ژوند باید د سیاسي پرېکړو قرباني نه‌شي.

متین بېک: طالبان اشغالګر ځواک دی او د شمال کانونه د جګړې غنیمت ګڼي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰

د ارګ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس عبدالمتین بېک ویلي، طالبان د بدخشان او تخار ولایتونو کانونه د «جګړې غنیمت» بولي. نوموړي د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي، د بدخشان او تخار له اوسېدونکو سره د طالبانو چلند د یوه «اشغالګر ځواک» له کړنو سره ورته والی لري.

ښاغلي بېک د افغان خبریال حبیب عزیزي سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، ویلي طالبان په شمالي افغانستان کې د خپلو کړنو له امله «د کرکې تخم شېندي» او دغه ډول کړنې به «بې‌ځوابه پاتې نه‌شي».

هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول کړنې پخوانۍ مخینه هم لري او دغه وضعیت «زاړه ټپونه بیا تازه کوي».

نوموړي زیاته کړې، کانونه د دې پر ځای چې د خلکو د سوکالۍ لامل شي، د «ځپنې وسیله» ګرځېدلې او په عملي ډول د طالبانو د رژیم د پیاوړتیا لامل شوې ده. عبدالمتین بېک ادعا کړې، چې ځایي خلک «په تشو لاسونو» د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي؛ خو طالبان چې هغه یې «پردی ځواک» بولي، پر دوی ډزې کړې دي.

نوموړي د طالبانو مشرتابه ته په اشارې زیاته کړې، هبت‌الله اخوندزاده او د هغه نږدې کسان د شمال د خلکو اعتراضونه په زوره ځپي او هڅه کوي د خلکو «د اعتراض غږ» ډب کړي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان کانونه د ټول ملت شتمني ده او باید د ملي ګټو لپاره وکارول شي، نه د کومې ځانګړې ډلې یا خوځښت په ګټه.

بېک همدارنګه وایي، طالبان کانونو ته د غنیمت په سترګه ګوري او ځایي خلکو ته د دغه شتمنیو په ګټه اخیستنه کې هېڅ برخه نه ورکول کېږي. د هغه په وینا؛ له بهر څخه شرکتونه راځي، کانونه راباسي؛ خو د سیمې خلک ترې هېڅ ګټه نه اخلي. هغه د خلکو اعتراضونه «پر ځای او برحقه» بللي دي.

له څو ورځو راهیسې د تخار ولایت په چاه‌اب ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ نښتې روانې دي. ځایي خلک د هغو شرکتونو له فعالیتونو سره مخالفت کوي، چې د طالبانو پورې تړلي دي او په کانونو کې کار کوي. د چاه‌اب ولسوالۍ د اوسېدونکو او د طالبانو پورې تړلو شرکتونو ترمنځ د سرو زرو د کان د استخراج پر سر د نښتو له امله تر اوسه پورې لږ تر لږه څلور ځایي اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ معترضانو د دغه شرکتونو تجهیزات سوځولي او د شرکتونو مسوولان له سیمې وتلي دي.

د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دوی اعتراضونه د سرو زرو د نامسلکي استخراج، د چاپېریال جدي زیانونو او د پراخو کېندنو له امله د اوبو د سرچینو د پرې کېدو پر وړاندې دي. د دوی په وینا؛ سره له دې چې طالبانو د وضعیت د ارزونې لپاره یو پلاوی استولی، خو تاوتریخوالی لا هم پای ته نه‌دی رسېدلی.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې د ځمکې لاندې کانونو، په ځانګړي ډول د سرو زرو استخراج پراخ کړی دی او د راپورونو له مخې؛ د افغانستان په شمال کې سلګونه شرکتونه په دې برخه کې فعالیت لري.

طالبان وايي هلمند کې د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰

په هلمند کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د هلمندي تولیداتو لپاره د بازار موندنې او د صنعتکارانو د هڅونې په موخه د راتلونکي میاشت په پنځمه نېټه د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي.

په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د کانونو او صنایع خونې په ګډه د سلواغې په پنځمه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي.

طالبانو ویلي، په یاد نندارتون کې به د هلمندي صنعتکاراتو له‌خوا تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې شي.

په هلمند کې طالب مسوولینو له هلمندي سوداګرو او عامو خلکو غوښتنه کړې، څو په یاد نندارتون کې ګډون وکړي‌.

طالبانو ویلي، چې د کورني تولیداتو د نندارتونونو جوړول د بازار موندنې، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کورني تولیداتو په برخه کې د صنعتکارانو د هڅونې لپاره اغېزناک دي.