• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه: په افغانستان کې تولید شوي مخدر مواد د ترکیې له لارې اروپا ته لېږدول کېږي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۰

د ترکیې د پولیسو د مخدره موادو پر ضد د جرمونو مبارزې ادارې نوی راپور ښيي، چې سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کر محدودیتونه لګېدلي، دا هېواد لا هم د مخدره موادو د تولید او قاچاق په برخه کې مرکزي رول لري، او تولید شوي مواد د ترکیې له لارې اروپا ته لېږدول کېږي.

دغه راپور چې د «د ترکیې مخدر مواد ۲۰۲۵» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې د بالکان لاره او همداراز د ترکیې سوېلي او شمالي مسیرونه لا هم د افغانستان څخه منشا لرونکو افیوني موادو د قاچاق تر ټولو ډېر کارېدونکي لارې دي.

راپور ټینګار کوي، چې د بالکان لاره، چې ترکیه هم پکې شامله ده، د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو فعاله لاره بلل کېږي؛ دا مسیر له افغانستان پیلېږي، د ایران او ترکیې له لارې تېرېږي او د اروپا بازارونو ته رسېږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې دغه هېواد د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، د افغانستان څخه منشا اخیستونکي هروین د کشف او ضبط په برخه کې، چې اروپا ته د لېږد لپاره قاچاق کېږي، د مهمو هېوادونو په سر کې ځای لري.

که څه هم په راپور کې دا نه دي څرګند شوي چې په ترکیه کې په دقیق ډول څومره له افغانستان څخه منشا اخیستونکي مخدر مواد نیول شوي، خو شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۲څخه تر ۲۰۲۴کلونو پورې په دې هېواد کې په ټوله کې له ۱۵ټنه زیات هروئین کشف او ضبط شوي دي.

راپور همداراز یادونه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بېرته واکمنېدو او د کوکنارو د کر بندیز د افیوني موادو د کر او تولید کچه راکمه کړې، خو سره له دې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مخدره موادو تر ټولو لوی تمویلونکی پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه چې په ۲۰۲۳کال کې شاوخوا ۱۰زره او ۸۰۰هکتاره وه، په ۲۰۲۴میلادي کال کې ۱۹سلنه زیاته شوې ده.

راپور ټینګار کوي، که طالبان د کوکنارو د کر او تولید پر بندیز خپل سخت‌ تطبیق ته دوام ورکړي، دا به هم د افغانستان دننه او هم د افیوني موادو په غیرقانوني نړیوالو بازارونو کې د پام وړ اغېزې ولري.

په راپور کې افغانستان، مراکش، پاکستان او لبنان د نړۍ په کچه د پودر شویو چرسوله سترو تولیدوونکو او تمویلونکو هېوادونو څخه یاد شوي دي. همداراز ویل شوي، چې افغانستان د متامفتامین د تولید او قاچاق له مهمو سرچینو څخه دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهه وايي په یوه هدفي برید کې یې ۷ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د طالبانو مخالفه مقاومت جبهه وايي، چې د چهارشنبې په شپه ددې ډلې ځواکونو په کندوز کې د طالبانو د ګزمې پر موټرو باندې په هدفي عملیاتو کې ۳ طالب وسلوال وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ددې ډلې ځواکونو یا ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

د مقاومت جبهې نن جمعه، د مرغومي پر ۱۹ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا عملیات د چهارشنبې ماښام په ۶:۵۰ بجو د کندز ښار د طالبانو د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې د حاجي ناظم د استوګنې ځای مخې ته د چوک سره نږدې ترسره شول، چې په کې د طالبانو دوه پوځي موټرونه هم ویجاړ شوي.

د ملي مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې دا ډله د هیواد په بیلابیلو برخو کې هدفمند بریدونه ترسره کوي ترڅو خلک او هیواد د طالبانو له ناروا واکمنۍ څخه ازاد کړي.

ددې برید په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د راپورونو او د ملګرو ملتونو د څارنو له مخې، مقاومت جبهه لا هم فعال حضور لري او پر طالبانو دوامداره بریدونه کوي.

د سولې او عدالت خوځښت: په تخار کې د لاریونوالو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی «جنایت» دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت وایي، د تخار ولایت په چاه‌اب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخجن چلند ناوړه او مجرمانه عمل دی. دوی د سرو زرو د کان د استخراج پر ضد د خلکو اعتراضونه یو مدني حق بولي او ټینګار کوي چې د دغو اعتراضونو ځپل د منلو وړ نه دي.

دغه سیاسي خوخښت د جمعې په ورځ، په یوه اعلامیه کې د چاه‌اب ولسوالۍ د اوسېدونکو او د طالبانو له قراردادي شرکتونو ترمنځ د نښتو په اړه غبرګون ښودلی دی. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د قانوني نظام د نشتون په شرایطو کې د کانونو خپل‌سري او غیرمسوولانه استخراج، بحران او بې‌ثباتي لا ژوره کړې ده.

یاد سیاسي خوځښت وایي، د دې وضعیت دوام له یوې خوا د افغانستان د طبیعي سرچینو او عامه شتمنیو د چور او تالان لامل شوی او له بلې خوا یې د وسلوالو ډلو ترمنځ سیالي زیاته کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د کانونو او طبیعي سرچینو «نامنظم او غاصبانه» استخراج د سیمې په کچه تاوتریخوالی زیات کړی، باج‌اخیستنې او مرموزو وژنو، د جګړې اقتصاد پیاوړی کړی او همداراز یې چاپېریال او کرنیز فعالیتونه له جدي زیان سره مخ کړي دي.

دوی ټینګار کوي، چې د افغانستان طبیعي سرچینې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو ګډ ملکیت دی او د طالبانو تر ملاتړ لاندې د مافیایي کړیو له لوري د دغو سرچینو «لوټل» یو تاریخي جرم او خیانت بلل کېږي.

په همدې حال کې، د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکو په وروستیو ورځو کې د طالبانو پورې تړلو شرکتونو له خوا د سرو زرو د کان د استخراج پر ضد پراخ اعتراضونه کړي دي. طالبانو دغه اعتراضونه په زور وځپل، چې د معترضانو او طالبانو ترمنځ د نښتو پر مهال یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند پرون ویلي، چې په یادو نښتو کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

مولوي کبیر: ځینې هېوادونه د طالبانو د انزوا هڅې کوې خو دوی خپله د انزوا لوري ته روان دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې ځینې لوري د طالبانو د انزوا هڅې کوې، خو د طالبانو د منظوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده. که څه هم مولوي لکبیر د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو غیرمستقیم اشاره یې پاکستان ته ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن جعمه، د مرغومي پر ۱۹مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې د یا وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

عبدالکبیر وویل، چې ددې ډ‌لې له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.
نوموړي له سیمې او نړۍ سره د طالبانو اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او په وینا یې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

د طالبانو د کډوالو وزیر د کوم هېواد نوم اخیستو پرته له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شوو کورنیو ته د نقدي او خوراکي توکو د مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي
په دې وروستیو کې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ترکيې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو هڅو تر ناکامۍ او د بنسټيزو اختلافاتو د لا ژورېدو وروسته په رسمي ډول د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ له خپل منځګړيتوب څخه لاس واخيست.


علي خامنه یي: د اعتراض کوونکو پر وړاندې به شاتګ ونه کړو

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ یي وایي، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د روانو پراخو اعتراضونو پر وړاندې به شاتګ ونه کړي. هغه، اعتراض کوونکي «بلواګر» بللي او ټینګار یې کړی چې نظام به د دغو اعتراضونو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي.

علي خامنه‌ یي نن د جمعې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل، هغه کسان چې د ده په وینا «د پردیو لپاره کار کوي»، د ایران ملت او اسلامي نظام له لوري رد شوي دي.

نوموړي پرته له دې چې د کوم مشخص هېواد نوم واخلي، ادعا وکړه چې ځینې اعتراضونه د بهرنیو لاسوهنو پایله ده.

د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو اونیو کې د ایران په ګڼو ښارونو کې ولسي اعتراضونه شوي، چې پکې زرګونه کسان د اقتصادي ستونزو، سیاسي محدودیتونو او ټولنیزو حقونو په اړه خپلې نیوکې څرګندوي.

چارواکي وایي، امنیتي ځواکونه به د عامه نظم د ټینګښت لپاره خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو د بشري حقونو فعالان او د ایران حکومت منتقدان د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارولو په اړه اندېښنه ښيي.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند: د سړکونو د نومونو بدلول حقیقت نه‌لري

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ویلي، په کابل ښار کې د سړکونو او سیمو نومونو د بدلولو په اړه خپرې شوې ادعاوې حقیقت نه‌لري. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې په خواله رسنۍ کې د یادې ښاروالۍ له لوري د ځینو فارسي نومونو د ژباړې په تړاو غبرګونونه راپورته شول.

ښاغلي بارکزي ټینګار کړی، هغه ادعاوې او خبرونه چې د «ځانګړو ساحو د نومونو د بدلون» په نوم خپاره شوي، بې‌بنسټه دي. د هغه په وینا؛ هغه انځورونه چې په رسنیو او خواله رسنیو کې خپاره شوي، جعلي دي او له واقعیت سره هیڅ تړاو نه‌لري.

‌ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د کابل د سړکونو او سیمو د نومونو د بدلون په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او حقیقت نه‌لري.

طالبانو تر دې وړاندې د هوايي ډګرونو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو سیمو نومونه بدل کړي دي. تر دې وړاندې د طالبانو د سیمو د نوم اېښودنې کمېسیون ویلي و، د ټولو هغو سړکونو نومونه چې د قومي او شخصي سلیقو له مخې اېښودل شوي؛ په تاریخي او یا به په خپلو تېرو پخوانیو نومونو واړول شي.