مولانا فضل الرحمان په سویلي وزیرستان کې پر یوه دیني عالم د برید په اړه د پلټنې غوښتنه کړې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د سویلي وزیرستان لپاره د جمعیت علمای اسلام او د وفاق المدارس پر مسوول مولانا سلطان برید غندلی دی. نوموړي د پېښې د سمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده.
په خیبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو په دوام نن د سویلي وزیرستان واڼه ته نږدې سیمه کې مولانا سلطان په یوه وسلهوال برید کې ټپي شو او دمګړۍ تر درملنې لاندې دی.
مولانا فضل الرحمان پر مولانا سلطان وسلهوال برید په سختو ټکو غندلی او هغه ته یې د سمدستي روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
نوموړي د جمعې په ماښام (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «حکومت دې د دې پېښې ژر او شفافې پلټنې وکړي».
د یادونې وړ ده، چې له ډېرې مودې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې هدفي وژنې روانې دي او په ډېریو دغه ډول پېښو کې دیني عالمان په نښه کېږي.
