له سختې نښتې وروسته؛ سوریې په حلب کې له کُردي ځواکونو سره اوربند اعلان کړ

د سوریې دفاع وزارت د جمعې په سهار اعلان کړی، چې د حلب په درېیو سیمو کې اوربند ټینګ شوی دی. دغه اوربند د حکومتي ځواکونو او کُردي جنګیالیو ترمنځ له تازه نښتو وروسته اعلان شو.
د سوریې دفاع وزارت اعلان کړی، وسلهوالو ډلو ته به شپږ ساعته وخت ورکړل شي چې له دغه جنجالي سیمو ووځي. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «اوربند به د سهار له ۳:۰۰ بجو څخه د حلب ښار د شیخ مقصود، اشرفیه او بني زید په سیمو کې پلي شي».
دغه نښتو چې د سېشنبې په ورځ پیل شوې، له ۱۴۰زرو ډېر خلک بېځایه کړي او لږترلږه اووه ملکي وګړي یې وژلي دي. د سوریې پوځ د پنجشنبې په ورځ د حلب ښار په ځینو برخو کې له خلکو غوښتي وو، چې یادې سیمې پرېږدي.
