ښاغلي بېک د افغان خبریال حبیب عزیزي سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، ویلي طالبان په شمالي افغانستان کې د خپلو کړنو له امله «د کرکې تخم شېندي» او دغه ډول کړنې به «بېځوابه پاتې نهشي».
هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول کړنې پخوانۍ مخینه هم لري او دغه وضعیت «زاړه ټپونه بیا تازه کوي».
نوموړي زیاته کړې، کانونه د دې پر ځای چې د خلکو د سوکالۍ لامل شي، د «ځپنې وسیله» ګرځېدلې او په عملي ډول د طالبانو د رژیم د پیاوړتیا لامل شوې ده. عبدالمتین بېک ادعا کړې، چې ځایي خلک «په تشو لاسونو» د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي؛ خو طالبان چې هغه یې «پردی ځواک» بولي، پر دوی ډزې کړې دي.
نوموړي د طالبانو مشرتابه ته په اشارې زیاته کړې، هبتالله اخوندزاده او د هغه نږدې کسان د شمال د خلکو اعتراضونه په زوره ځپي او هڅه کوي د خلکو «د اعتراض غږ» ډب کړي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان کانونه د ټول ملت شتمني ده او باید د ملي ګټو لپاره وکارول شي، نه د کومې ځانګړې ډلې یا خوځښت په ګټه.
بېک همدارنګه وایي، طالبان کانونو ته د غنیمت په سترګه ګوري او ځایي خلکو ته د دغه شتمنیو په ګټه اخیستنه کې هېڅ برخه نه ورکول کېږي. د هغه په وینا؛ له بهر څخه شرکتونه راځي، کانونه راباسي؛ خو د سیمې خلک ترې هېڅ ګټه نه اخلي. هغه د خلکو اعتراضونه «پر ځای او برحقه» بللي دي.
له څو ورځو راهیسې د تخار ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ نښتې روانې دي. ځایي خلک د هغو شرکتونو له فعالیتونو سره مخالفت کوي، چې د طالبانو پورې تړلي دي او په کانونو کې کار کوي. د چاهاب ولسوالۍ د اوسېدونکو او د طالبانو پورې تړلو شرکتونو ترمنځ د سرو زرو د کان د استخراج پر سر د نښتو له امله تر اوسه پورې لږ تر لږه څلور ځایي اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ معترضانو د دغه شرکتونو تجهیزات سوځولي او د شرکتونو مسوولان له سیمې وتلي دي.
د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دوی اعتراضونه د سرو زرو د نامسلکي استخراج، د چاپېریال جدي زیانونو او د پراخو کېندنو له امله د اوبو د سرچینو د پرې کېدو پر وړاندې دي. د دوی په وینا؛ سره له دې چې طالبانو د وضعیت د ارزونې لپاره یو پلاوی استولی، خو تاوتریخوالی لا هم پای ته نهدی رسېدلی.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې د ځمکې لاندې کانونو، په ځانګړي ډول د سرو زرو استخراج پراخ کړی دی او د راپورونو له مخې؛ د افغانستان په شمال کې سلګونه شرکتونه په دې برخه کې فعالیت لري.