• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهه وايي په یوه هدفي برید کې یې ۷ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د طالبانو مخالفه مقاومت جبهه وايي، چې د چهارشنبې په شپه ددې ډلې ځواکونو په کندوز کې د طالبانو د ګزمې پر موټرو باندې په هدفي عملیاتو کې ۳ طالب وسلوال وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ددې ډلې ځواکونو یا ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

د مقاومت جبهې نن جمعه، د مرغومي پر ۱۹ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا عملیات د چهارشنبې ماښام په ۶:۵۰ بجو د کندز ښار د طالبانو د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې د حاجي ناظم د استوګنې ځای مخې ته د چوک سره نږدې ترسره شول، چې په کې د طالبانو دوه پوځي موټرونه هم ویجاړ شوي.

د ملي مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې دا ډله د هیواد په بیلابیلو برخو کې هدفمند بریدونه ترسره کوي ترڅو خلک او هیواد د طالبانو له ناروا واکمنۍ څخه ازاد کړي.

ددې برید په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د راپورونو او د ملګرو ملتونو د څارنو له مخې، مقاومت جبهه لا هم فعال حضور لري او پر طالبانو دوامداره بریدونه کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د سولې او عدالت خوځښت: په تخار کې د لاریونوالو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی «جنایت» دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت وایي، د تخار ولایت په چاه‌اب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخجن چلند ناوړه او مجرمانه عمل دی. دوی د سرو زرو د کان د استخراج پر ضد د خلکو اعتراضونه یو مدني حق بولي او ټینګار کوي چې د دغو اعتراضونو ځپل د منلو وړ نه دي.

دغه سیاسي خوخښت د جمعې په ورځ، په یوه اعلامیه کې د چاه‌اب ولسوالۍ د اوسېدونکو او د طالبانو له قراردادي شرکتونو ترمنځ د نښتو په اړه غبرګون ښودلی دی. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د قانوني نظام د نشتون په شرایطو کې د کانونو خپل‌سري او غیرمسوولانه استخراج، بحران او بې‌ثباتي لا ژوره کړې ده.

یاد سیاسي خوځښت وایي، د دې وضعیت دوام له یوې خوا د افغانستان د طبیعي سرچینو او عامه شتمنیو د چور او تالان لامل شوی او له بلې خوا یې د وسلوالو ډلو ترمنځ سیالي زیاته کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د کانونو او طبیعي سرچینو «نامنظم او غاصبانه» استخراج د سیمې په کچه تاوتریخوالی زیات کړی، باج‌اخیستنې او مرموزو وژنو، د جګړې اقتصاد پیاوړی کړی او همداراز یې چاپېریال او کرنیز فعالیتونه له جدي زیان سره مخ کړي دي.

دوی ټینګار کوي، چې د افغانستان طبیعي سرچینې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو ګډ ملکیت دی او د طالبانو تر ملاتړ لاندې د مافیایي کړیو له لوري د دغو سرچینو «لوټل» یو تاریخي جرم او خیانت بلل کېږي.

په همدې حال کې، د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکو په وروستیو ورځو کې د طالبانو پورې تړلو شرکتونو له خوا د سرو زرو د کان د استخراج پر ضد پراخ اعتراضونه کړي دي. طالبانو دغه اعتراضونه په زور وځپل، چې د معترضانو او طالبانو ترمنځ د نښتو پر مهال یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند پرون ویلي، چې په یادو نښتو کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

مولوي کبیر: ځینې هېوادونه د طالبانو د انزوا هڅې کوې خو دوی خپله د انزوا لوري ته روان دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې ځینې لوري د طالبانو د انزوا هڅې کوې، خو د طالبانو د منظوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده. که څه هم مولوي لکبیر د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو غیرمستقیم اشاره یې پاکستان ته ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن جعمه، د مرغومي پر ۱۹مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې د یا وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

عبدالکبیر وویل، چې ددې ډ‌لې له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.
نوموړي له سیمې او نړۍ سره د طالبانو اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او په وینا یې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

د طالبانو د کډوالو وزیر د کوم هېواد نوم اخیستو پرته له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شوو کورنیو ته د نقدي او خوراکي توکو د مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي
په دې وروستیو کې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ترکيې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو هڅو تر ناکامۍ او د بنسټيزو اختلافاتو د لا ژورېدو وروسته په رسمي ډول د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ له خپل منځګړيتوب څخه لاس واخيست.


د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند: د سړکونو د نومونو بدلول حقیقت نه‌لري

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ویلي، په کابل ښار کې د سړکونو او سیمو نومونو د بدلولو په اړه خپرې شوې ادعاوې حقیقت نه‌لري. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې په خواله رسنۍ کې د یادې ښاروالۍ له لوري د ځینو فارسي نومونو د ژباړې په تړاو غبرګونونه راپورته شول.

ښاغلي بارکزي ټینګار کړی، هغه ادعاوې او خبرونه چې د «ځانګړو ساحو د نومونو د بدلون» په نوم خپاره شوي، بې‌بنسټه دي. د هغه په وینا؛ هغه انځورونه چې په رسنیو او خواله رسنیو کې خپاره شوي، جعلي دي او له واقعیت سره هیڅ تړاو نه‌لري.

‌ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د کابل د سړکونو او سیمو د نومونو د بدلون په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او حقیقت نه‌لري.

طالبانو تر دې وړاندې د هوايي ډګرونو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو سیمو نومونه بدل کړي دي. تر دې وړاندې د طالبانو د سیمو د نوم اېښودنې کمېسیون ویلي و، د ټولو هغو سړکونو نومونه چې د قومي او شخصي سلیقو له مخې اېښودل شوي؛ په تاریخي او یا به په خپلو تېرو پخوانیو نومونو واړول شي.

پاکستاني رسنۍ: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۵۳ سلنه راټیټه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د پاکستان «ده نېشن» ورځپاڼې د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري شاوخوا ۵۳ سلنه راکمه شوې ده. یوې رسمي سرچینې یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې د سوداګرۍ د کمښت اصلي لامل د دواړو هېوادونو د سرحدي دروازو تړل کېدل دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۱.۲۶ مېلیارد ډالره وه، چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال په ورته موده کې ۵۹۴ مېلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

یادې ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه تر شخړو وروسته پاکستان له افغانستان سره اته سرحدي لارې وتړلې. راپورونه ښيي، چې د پاکستان صادرونکي هره میاشت شاوخوا ۱۷۷ مېلیون ډالره د سرحدي دروازو د تړلو له امله زیان ګالي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر هغو پورې به سرحدي لارې تړلې پاتې وي؛ څو طالبان د وسله‌والو ډلو د بریدونو د مخنیوي او د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» پر ضد د باور وړ لیکلي ضمانتونه وړاندې نه‌کړي.

د بې‌روزګارۍ اوج کې؛ طالبان وایي تېرو ۴ کلونو کې افغانستان کې ۱۵مېلیارده ډالر پانګونه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د دوی په واکمنۍ کې پانګه‌والو ۱۵مېلیارده ډالر په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. همدا راز ویل شوي، چې اوس مهال په هېواد کې ۶۵۰۰فابریکې فعالې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد په خبره؛ په راتلونکو کلونو کې به پانګه‌والو او صنعت کارانو ته د پانګونې په برخه کې لازم فرصتونه برابر کړي. طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې کاري فرصتونه کمېږي او د خلکو اقتصادي وضعیت هم تر پخوا خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمېر نړۍوالو سازمونونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې خلک له سختې بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او له بشري ناورین سره مخ دي. خو طالبان بیا برعکس په هېواد کې د اقتصادي ودې ادعاوې کوي او په خپلو تبلیغاتو کې ښکاره کوي، چې ګوندي هره ورځ نوي کاري فرصتونه برابروي.

د کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو ډېری څرګندونې یوازې تبلیغاتي بڼه لري او په عملي توګه دغه ډله خلکو ته د ښه ژوند برابرولو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.