طالبانو په سپین بولدک کې تر ۲زره کارټنو ډېر قاچاق شوي درمل سوځولي دي

په کندهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې له پاکستان نه قاچاق شوي تر ۲زره کارټنو ډېر انساني درمل سوځولي دي. په راپور کې راغلي، چې په دې کې ډول، ډول درمل شامل وو.