طالبانو د ځینو توکو ګمرکي تعرفې ۸۰ سلنه لوړې کړې

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د ځینو توکو او مېوو پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ پر واردېدونکو مېوو لکه ناک، انګورو او ځمکنیو توتانو ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.