د ترکیې د کورنیو چارو وزارت: د کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۸ کسان مړه شوي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي، چې د ازمیر په بادملي سیمه کې د کډوالو د یوې بېرۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۸ کډوال مړه شوي دي. د قربانیانو هویت تر اوسه پورې نهدی معلوم شوی. د ترکیې ساحلي ساتونکو هم د لټون په عملیاتو کې د دې بېړۍ ۳۷ تنه سورلۍ ژغورلي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د بادملي ساحلي سیمه کې د کډوالو د یوې بېړۍ د معلوماتو تر ترلاسه کېدو وروسته، د ساحلي ساتونکو د قوماندانۍ بېړۍ د پېښې ځای ته واستول شوې.
د ترکیې ساحلي ساتونکو د بېړۍ د ډوبېدو علت ناوړه هوايي شرایط بللي او ویلي دي، چې د قربانیانو له جملې یوازې د یوه کډوال مړی موندل شوی دی.
