• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د ګرانۍ ضد لاریونونه؛ د ټایم مجلې په وینا تر اوسه ۲۱۷ کسان وژل شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د امریکایي ټایم مجلې د راپور له مخې، د ایران په لاریونونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۱۷ کسان وژل شوي، ګڼ شمېر ودانۍ، بانکونه، جوماتونه او موټرې زیانمنې شوې، او شاوخوا ۲۵۰۰ تنه نیول شوي دي.

په ایران کې له تېرو څو ورځو لاریونونه دوام لري، چې د حکومت ضد لاریونکوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې دي.

د راپورونو له مخې، لاریونکوونکو په بېلابېلو ښارونو کې ۲۶ بانکونه، ۲۵جوماتونه، ۲ روغتونونه او ۴۸ موټرې زیانمنې کړې او د حکومتي ودانیو او پولیسو پر مرکزونو هم بریدونه شوي چې په پایله کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لاریونکوونکو، امبولانسونو، بسونو او د عامو خلکو موټرو ته هم اور اچولی دی. امنیتي ځواکونه شاوخوا ۲۵۰۰ کسان نیولي، او انټرنیټ لا هم بند دی.

د تهران یو ډاکټر، چې د نوم د نه څرګندولو په شرط ټایم مجلې ته ویلي چې یوازې په ۶ روغتونونو کې د ۲۱۷لاریونکوونکو د وژل کېدو راپور ثبت شوی، چې زیاتره یې د ډزو له امله وژل شوي، خو د ایران حکومت لا هم د مرګونو رسمي شمېره نه‌ده تایید کړې.

امریکایي مجلې په وینا، د واشنګټن ډي سي د بشري حقونو خبریالانو راپور ښيي چې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي، چې ۴۹یې عام خلک دي.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې