• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وایي، د ونزوېلا حکومت د اپوزیسیون له مشرې سره به لیدنه وکړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ونزویلا حکومت د اپوزېسیون له مشرې او د نوبل د سولې جایزې له ګټونکې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري. ټرمپ همداراز د ماریا کورینا ماچادو د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې ویلي یې دي د نوبل د سولې جایزه به ټرمپ ته ډالۍ کړي.

ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي: «تر کومه چې زه پوهېږم، هغه به راتلونکې اوونۍ راځي او زه لېواله یم چې ورسره سلام او ستړې مشې وکړم». د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې د ماریا کورینا ماچادو په اړه ویلي وو: «زه فکر کوم چې د هغې لپاره به مشري ډېره سخته وي. هغه په هېواد دننه نه ملاتړ لري او نه هم درناوی. ډېره ښه ښځه ده، خو اړین احترام نه لري».

ماریا کورینا ماچادو چې د ونزویلا حکومت د مخالفینو اصلي مشره ده، ژمنه کړې چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستنه شي. هغې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نیکولاس مادورو د رژیم د نسکورولو له امله ستایلی او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو د بریا لپاره چمتو دی.

خو د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، داسې ښکاري ټرمپ دا مهال غوره ګڼي چې دلسی رودریګز د مادورو د حکومت د موقتي ولسمشرې او د هغه د دولت له نورو لوړپوړو چارواکو سره همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

پنجشیر کې د طالبانو والي: دیني او عصري علومو ته مو ډېره پاملرنه کړې

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۰

پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم وایي چې دوی دیني او عصري علومو ته بې‌سارې پاملرنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د نظام پرمختګ لپاره اړینه ده چې ټولنه پر علم او پوهې سره سنباله وي.

محمد اغا حکیم دغه څرګندونې په پنجشېر کې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوت د زده‌کړیالانو د فراغت په غونډه کې وکړې. هغه د نجونو د زده‌کړو د بندیز له یادونې پرته ادعا وکړه چې د طالبانو له لوري د شته امکاناتو په کارولو سره د لوړو زده کړو مرکزونه د ځوانانو پر مخ پرانیستي دي او زرګونه ځوانان پوهنتونونو ته جذب شوي دي.

د پنجشېر والي همداراز وویل چې مخالفین یې پر دوی تور پورې کوي چې ګواکې طالبان د عصري علومو مخالف دي. د هغه په وینا، که څوک د دې ادعا د اثبات لپاره کوم مثال لري، وړاندې دې کړي. نوموړي دغه تورونه د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو هڅه بللې.

همداراز د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې ویلي، د نسکور شوي جمهوري نظام پر مهال د پوهنتونونو استادان له ذهني پلوه تر فکري استعمار لاندې راغلي وو او ذهنونه یې مستعمره شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د عصري علومو د زده‌کړو په اړه د طالب چارواکو دریځونه یو شان نه دي پاتې شوي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، تر دې وړاندې د عصري علومو زده‌کړه «مباح» بللې وه.

ټیم بورچټ د امریکا د استازو مجلس د «دولت د موثریت» فرعي کمېټې مشر وټاکل شو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۰

د امریکا د استازو مجلس غړی ټیم بورچټ د «دولت د موثریت ادارې» په نوم د فرعي کمېټې مشر وټاکل شو. دغه فرعي کمېټه چې د استازو مجلس د څار د کمېټې تر چتر لاندې کار کوي، د حکومت په جوړښت کې د دولتي ادارو د فعالیتونو ارزونه او د عامه لګښتونو څارنه کوي.

د کمیټې اصلي دندې د غونډو جوړول او د اسنادو ارزونه دي.

دا څوکۍ یوه پارلماني او د څار دنده لري او د امریکا د حکومت په جوړښت کې کومه اجرایي څانګه نه‌ده. د «دولت د موثریت» فرعي کمېټه هیڅ خپلواک اجراییوي یا د قانون‌ جوړونې صلاحیت نه‌لري او خپلې موندنې د ارزونې لپاره اصلي کمېټې ته سپاري.

ټیم بورچت تر دې مخکې هم د فدرالي حکومت د لګښتونو له منتقدینو څخه ګڼل کېده او څو ځله یې د عامه لګښتونو د کمولو او د مالي روڼتیا د زیاتېدو پر اړتیا ټینګار کړی و.

دا ټاکنه په داسې حال کې شوې، چې د حکومت د موثریت او د دولتي لګښتونو د کنټرول موضوع په امریکا کې د سیاسي ناندریو یو مهم محور ګرځېدلی دی.

هندۍ ورځپاڼه: طالبانو په هند کې د افغانستان سفارت لپاره سرپرست ټاکلی دی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۰

«هندو» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی نور احمد نور نوي ډيلي ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په هند کې د افغانستان سفارت کې د سرپرست په توګه خپله دنده پیل کړي. د ډیلي او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې په پام وړ ښې شوې دي.

د راپور له‌مخې، نور احمد نور د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره نوي ډیلي ته په رسمي سفر کې مل و.

دغه سفر د هند د بهرنيو چارو وزير سوبراهامانیام جی شنکر په بلنه ترسره شوی وو او دواړو لورو په دې اړه تفاهم ته رسېدلي وو، چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی حضور ولري.

هندو ورځپاڼې لیکلي، چې نور احمد نور لا هم خپل رسمي ماموریتي اسناد د هند حکومت ته نه‌دي سپارلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د هغه ټاکنه په رسمي توګه نه‌ده اعلان کړې، خو د ورځپاڼې د راپور له‌مخې، تمه کېږي چې هغه به په راتلونکو ورځو کې د سفارت د سرپرست په توګه خپلې چارې پیل کړي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست د معرفي کولو پخوانۍ هڅه ناکامه شوې وه او هغه کس چې طالبانو معرفي کړی و، د سفارت د کارکوونکو له‌خوا نه وو منل شوی. له دې سره سره، طالبان بیا په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د خپل استازي پر معرفي کولو بریالي شوي وو.

هند د ډېرو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په ۲۰۲۲ کال کې کله چې په کابل کې یې خپل تخنیکي دفتر بیا فعال کړ له طالبانو سره یې کاري اړیکې پراخې شوې.

د هند بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد ماموریت د سفارت کچې ته لوړېږي او دا پرېکړه د طالبانو د ډيپلوماتانو د معرفي کېدو لپاره په هند کې زمینه برابروي.

یادې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د سفارت پخواني کارکوونکي لا هم پر خپلو دندو بوخت دي او د جمهوریت درې رنګه ملي بیرغ لا هم د سفارت پر ودانۍ رپېږي، خو دا امکان شته چې له دې وروسته، کله چې د طالبانو استازی په رسمي ډول خپل کار پیل کړي دا وضعیت بدل شي.

زېلېنسکي: روسیه له یخنۍ څخه په ګټه اخیستنې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو هڅې کوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې روسیه له سختې یخنۍ څخه په ګټه اخیستنې هڅه کوي د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وکړي.نوموړي‌ زیاته کړې، چې مسکو په تکتیکي ډول غواړي ښارونه په بشپړ ډول وتړي.

زېلېنسکي د پولنډ پولې ته نږدې پر اوکراین د روسیې وروستي برید ته د اشارې په ډول ویلي، چې دا برید په قصدي‌ ډول د اروپايي ټولنې پولو ته نږدې شوی دی.

نوموړي د منځني واټن بالسټیک توغندیز برید د ټولو لپاره یوه ننګونه ګڼلې ده. هغه د پېغور په ډول د امریکا او روسیې اړیکو ته ویلي: « دا دی د امریکا او ټولې ډیپلوماسۍ ته احترام!»

نوموړي‌ ټينګار کړی، چې ټول باید دا برید جدي وګڼي او که مسکو دې وضعیت ته دوام ورکړي، نو اړیکې او خبرې به پایله ور نه‌کړي.

ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې ورځې په ناوخته (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، اوس مهال د ګډو اقداماتو او ګډ دفاع سیسټم ته اړتیا ده، خو نوموړي پوښتنه کړې، چې ایا په ټوله اروپا کې داسې دفاعي سیسټم شته؟

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د روسیې له لوري د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او د ملکي خلکو د کورونه په نښه کول غندلي دي.

نوموړي پر روسیې غږ کړی، چې سمدستي خپل بریدونه ودروي او دا جګړه ختمه کړي.

کارني ویلي، چې په اوکراین کې د تلپاتې سولې لپاره به له خپلو نړۍوالو همکارانو سره هڅه وکړي، چې روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

متحده عربي امارات په بریتانیا کې د خپلو زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړې بودجه محدوده کړې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۰

متحده عربي امارات اعلان کړی، چې په بریتانوي پوهنتونونو کې د اخوان‌المسلمین له‌خوا د اماراتي زده‌کړیالانو د افراطي کېدو په تړاو د اندېښنو له امله یې په بریتانیا کې د زده‌کړیالانو تمویل محدود کړی دی. بریتانیا لا تر اوسه پر اخوان‌المسلمین بندیز نه‌دی لګولی.

د تېر کال په جون میاشت کې د متحده عربي امارات د لوړو زده‌کړو وزارت د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو لېست خپور کړ. د تازه اصلاحاتو له‌مخې، یوازې همدې غوره بنسټونو ته بورس ورکول کېږي او سندونه یې په رسمیت پېژندل کېږي.

په دې نوملړ کې د امریکا، استرالیا، اسراییل او فرانسې پوهنتونونه شامل دي؛ خو د برېتانیا نوم په‌کې نه لیدل کېږي، سره له دې چې برېتانیا ډېر مخکښ او نړۍوال شهرت لرونکي پوهنتونونه لري.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته درېیو باخبره سرچینو ویلي، چې د برېتانیا د پوهنتونونو اېستل د متحده عربي امارات د دې اندېښنې له امله دی، چې ښايي د اخوان‌المسلمین له لوري اماراتي محصلین په برېتانوي پوهنتونونو کې افراطي شي.

د همدې دلیل له‌مخې، په تېر زیږیز کال کې یوازې ۲۱۳ اماراتي محصلینو ته د برېتانیا تحصیلي ویزه ورکړل شوه، چې دا شمېر د وړم کال پرتله ۲۷ سلنه کمښت ښيي.

د متحده عربي امارات د رهبر شیخ محمد بن زاید آل‌نهیان په مشرۍ ابوظبي له کلونو راهیسې پر دې نیوکه کوي، چې ولې برېتانیا اخوان‌المسلمین غیرقانوني نه‌اعلانوي. سره له دې د برېتانیا حکومت تېر کال وویل، دغه موضوع «په دقت سره تر څېړنې لاندې لري».

د برېتانیا حکومت په ۲۰۱۵ کال کې اعلان وکړ، چې اخوان‌المسلمین د برېتانیا پر ضد له ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو نه‌لري.

د برېتانیا د ښي اړخي اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فاریج، چې په ټاکنو کې مخکښ دی، ژمنه کړې، که لومړی وزیر شي نو پر اخوان‌المسلمین به بندیز ولګوي.

د برېتانیا چارواکو ویلي، روښانه نه‌ده چې د بورسونو د بندیز پلي کېدل به تر کومه حده عملي شي، ځکه لا هم ځینې اماراتي پوځي پرسونل بورسونه ترلاسه کوي. له دې سره سره امارات اعلان کړی، چې د هغو پوهنتونونو اسناد به په رسمیت ونه‌پېژني چې په تایید شوي لېست کې شامل نه‌وي.

د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) اعلان وکړ: «زموږ په ټولنه کې د سخت‌دریځۍ ټول ډولونه ځای نه‌لري او هر چېرې چې ښکاره شي، ورسره مبارزه کوو. موږ د نړۍ له غوره تعلیمي نظامونو څخه یو وړاندې کوو او د محصلینو د هوساینې او د پوهنتونونو د امنیت لپاره جدي تابیاوې لرو».