• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کونړ کې مو راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې لپاره د ځمکو ویش پیل کړ

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چی د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه. په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن شنبه، د مرغومي په ۲۰ نېټه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه ځمکې په د راستنو شویو کډوالو په واک کې ورکړي تر څو پرې د اوسېدو لپاره کورنه اباد کړي.

د طالبانو د یاد وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني په کونړ ولایت کې د یادو مراسمو پر مهال وویل، دا نمرې هغه کډوالو کورنیو ته ورکول کېږي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي او د سرپناه نشتون له ستونزې سره مخامخ دي.

حیات حقاني وویل، چې د کډوالو باعزته مېشت کېدل د طالبانو د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دوی به په دغه برخه کې هڅو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د طرحې له مخې هرې کورنۍ ته د پنځو بسوو په اندازه د استوګنې نمره ځانګړې شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۸ کډوالو کورنیو ته د سیمې د مشرانو په حضور کې ووېشل شوې او د نورو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر لا دوام لري.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د لیندۍ ۲۷مه خبر ورکړی و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا، د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي، خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو نړدې ۶ سوه زره کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په کې شامل دي په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي
۱

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۲

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۳

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۴

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی