• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنجشیر کې د طالبانو والي: دیني او عصري علومو ته مو ډېره پاملرنه کړې

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۰

پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم وایي چې دوی دیني او عصري علومو ته بې‌سارې پاملرنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د نظام پرمختګ لپاره اړینه ده چې ټولنه پر علم او پوهې سره سنباله وي.

محمد اغا حکیم دغه څرګندونې په پنجشېر کې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوت د زده‌کړیالانو د فراغت په غونډه کې وکړې. هغه د نجونو د زده‌کړو د بندیز له یادونې پرته ادعا وکړه چې د طالبانو له لوري د شته امکاناتو په کارولو سره د لوړو زده کړو مرکزونه د ځوانانو پر مخ پرانیستي دي او زرګونه ځوانان پوهنتونونو ته جذب شوي دي.

د پنجشېر والي همداراز وویل چې مخالفین یې پر دوی تور پورې کوي چې ګواکې طالبان د عصري علومو مخالف دي. د هغه په وینا، که څوک د دې ادعا د اثبات لپاره کوم مثال لري، وړاندې دې کړي. نوموړي دغه تورونه د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو هڅه بللې.

همداراز د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې ویلي، د نسکور شوي جمهوري نظام پر مهال د پوهنتونونو استادان له ذهني پلوه تر فکري استعمار لاندې راغلي وو او ذهنونه یې مستعمره شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د عصري علومو د زده‌کړو په اړه د طالب چارواکو دریځونه یو شان نه دي پاتې شوي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، تر دې وړاندې د عصري علومو زده‌کړه «مباح» بللې وه.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

هندۍ ورځپاڼه: طالبانو په هند کې د افغانستان سفارت لپاره سرپرست ټاکلی دی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۰

«هندو» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی نور احمد نور نوي ډيلي ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په هند کې د افغانستان سفارت کې د سرپرست په توګه خپله دنده پیل کړي. د ډیلي او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې په پام وړ ښې شوې دي.

د راپور له‌مخې، نور احمد نور د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره نوي ډیلي ته په رسمي سفر کې مل و.

دغه سفر د هند د بهرنيو چارو وزير سوبراهامانیام جی شنکر په بلنه ترسره شوی وو او دواړو لورو په دې اړه تفاهم ته رسېدلي وو، چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی حضور ولري.

هندو ورځپاڼې لیکلي، چې نور احمد نور لا هم خپل رسمي ماموریتي اسناد د هند حکومت ته نه‌دي سپارلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د هغه ټاکنه په رسمي توګه نه‌ده اعلان کړې، خو د ورځپاڼې د راپور له‌مخې، تمه کېږي چې هغه به په راتلونکو ورځو کې د سفارت د سرپرست په توګه خپلې چارې پیل کړي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست د معرفي کولو پخوانۍ هڅه ناکامه شوې وه او هغه کس چې طالبانو معرفي کړی و، د سفارت د کارکوونکو له‌خوا نه وو منل شوی. له دې سره سره، طالبان بیا په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د خپل استازي پر معرفي کولو بریالي شوي وو.

هند د ډېرو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په ۲۰۲۲ کال کې کله چې په کابل کې یې خپل تخنیکي دفتر بیا فعال کړ له طالبانو سره یې کاري اړیکې پراخې شوې.

د هند بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد ماموریت د سفارت کچې ته لوړېږي او دا پرېکړه د طالبانو د ډيپلوماتانو د معرفي کېدو لپاره په هند کې زمینه برابروي.

یادې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د سفارت پخواني کارکوونکي لا هم پر خپلو دندو بوخت دي او د جمهوریت درې رنګه ملي بیرغ لا هم د سفارت پر ودانۍ رپېږي، خو دا امکان شته چې له دې وروسته، کله چې د طالبانو استازی په رسمي ډول خپل کار پیل کړي دا وضعیت بدل شي.

د نورالحق انور ادعا: پر افغانانو تپل شوي حکومتونه ناکام او زموږ ولس پاله حکومت بریالی دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي، له بهره وارد شوي او پر افغانانو تپل شوي حکومتونه ناکام دي. نوموړي‌ ویلي، هغه حکومتونه چې د افغانانو په خوښه، د پردیو له لاسوهنې پرته جوړ شوي وي د خلکو رښتیني استازیتوب کوي.

نورالحق انور د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې هغه حکومتونه بریالي ګڼلي، چې د خلکو په خوښه را منځته شوي وي.

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په ټاکلو کې د خلکو د خوښې د انتخاب پر ځای ویلي، چې د دوی حکومت د ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی.

طالب مشران د حکومتونو په ټاکلو کې ټاکنې او د خلکو رایو ته ارزښت نه‌ورکوي او د حکومت په ټاکلو کې انتخابات او د خلکو رایه له «شریعت» څخه لرې ګڼي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې: «زموږ حکومت د خپل ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی. د خلکو په ملاتړ یې امنیت ټينګ، نظام ورځ تر بلې قوي کیږي او په خپلو امکاناتو د پرمختګ پر لار روان دی».

نورالحق انور ادعا کړې، چې د پردیو په لاسوهنې جوړ شوي حکومتونو په افغانستان کې بقا نه‌ده کړې او خبرې یې یوازې شعار پاتې شوې دي.

هغه لیکلي: « د پردیو په لاسوهنه جوړ شوي حکومتونه په افغانستان کې کله هم نه‌دي بریالي شوي. که څه هم ډېرې خبرې یې کړي او د بدلون او پرمختګ شعارونه یې زمزمه کړي، خو په عمل کې یې څه نه‌دي کړي. برعکس، هغه حکومتونه چې د افغانانو د خپلې ارادې له‌مخې جوړ شوي دي، د وړ قیادت او مثبت فکر له امله خلکو پرې باور کړی او د خلکو د کلک ملاتړ څخه برخمن شوي».

یو شمېر هېوادونه، سیاستوال او د پخواني حکومت چارواکي پر طالبانو نیوکې لري، چې کورنۍ او نړۍوال مشروعیت نه‌لري او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

خو طالبان بیا وایي، چې له ګڼو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې، سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او یو شمېر هېوادونه به یې ژر په رسمیت وپېژني.

د ترکیې پولیسو ۱۸ افغان کډوال نیولي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د ترکیې پولیسو په توکات او بولو ښارونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ افغانان نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد افغانان د موټرو په وسیله له یوه ښاره بل ښار ته لېږدول کېدل. دغه افغانان، افغانستان ته د بېرته استونې لپاره د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د توکات په ښار کې د پلټنو پر مهال ۱۳ ناقانونه افغانان هغه مهال ونیول شول، چې د دوو موټرو په وسیله بل ښار ته لېږدول کېدل.

همدارنګه د بولو ښار پولیسو هم د پنځو غیرقانوني افغانانو له نیولو خبر ورکړی دی.

پولیسو ویلي، چې په یادو دوو ښارونو کې یې د ناقانونه افغانانو د لېږد په جرم شپږ انساني قاچاق کوونکي هم نیولي او یاد افغانان یې د بولو او توکات ښارونو د اخراج مرکزونو ته لېږدولي دي.

د راپورونو له‌مخې، په وروستیو ورځو کې په ترکیې کې د افغانانو د نیولو عملیات ګړندي شوي او نږدې هره ورځ یو شمېر غیرقانوني افغانان له نیول کېدو وروسته د اخراج مرکزونو ته لېږدول کېږي.

تر دې مخکې د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ترکیه کې ۱۵۲ زره غیرقانوني کډوال نیول شوي و، چې له دې ډلې یوازې ۴۲ زره یې افغانان وو.

طالبان: په تېرو څه باندې څلورو کلنو کې نږدې ۴ میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، چې د غصب د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به په ټولو سیمو کې د څړ ځایونو لپاره ځمکې هم مشخصې شي.

برکت‌الله رسولي د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) ویلي، چې یوازې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې یو میلیون ۲۳۰ زره ۹۶۷ جریبه ځمکه له زورواکو او غصب څخه راګرځول شوې ده.

نوموړي ویلي، چې له غصب څخه د خلاصون کمېټې فعالیتونه روان دي او په میلیونونه نوره غصب شوې ځمکه به هم تر مشخص کېدو وروسته راوګرځول شي.

رسولي دا هم ویلي، چې د څړ ځایونو د پېژندنې لپاره هم کمېټه جوړه شوې او تر دې مهاله یې په بادغیس او فاریاب کې ۱۳ میلیونه جریبه ځمکه د څړ ځایونو لپاره تثبیت کړې ده.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. هغه کورنۍ چې په دغو مصادره شویو ځمکو او ښارګوټو کې کورونه اخیستي وایي، د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناشوني شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه‌دي.

د بدخشان په یوه کان کې څلور کان کېندونکي مړه شوي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو د امینه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې څلور کان کېند‍ونکي په کان کې د کاربن او دود له امله مسموم او بیا مړه شوي دي. په کانونو کې لا هم د کان کېندونکو د حفاظت لپاره هېڅ ډول تابیاوې نه‌دي نیول شوي.

طالبانو ویلي، چې یاده پېښه نن (جمعه د مرغومي ۱۹مه) د خاش ولسوالۍ په «دیو دره» کې د بیروجو په کان کې رامنځته شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د کان کېندونکو جسدونه یې له کان څخه اېستلي او د هغوی کورنیو ته یې سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د یوه کان ښوېدو په پېښه کې درې کان کېندونکي مړه شوي وو.