• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په خوست کې نږدې ۱۴۰۰ جریبه ځمکه د محکمې له پرېکړې وروسته دولتي ثابته شوه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د خوست په مرکز کې څه‌ باندې ۱۳۹۱ جریبه ځمکه د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د حکم له‌مخې دولتي ثابته شوه. دغه ځمکه د خوست ښار په غړومبۍ او مټه‌چینې ساحو کې موقعیت لري.

د طالبانو عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مرکزي زون د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د خوست د مرکز په غړومبۍ او مټه‌چینې ساحو کې د ۲۱۶۱ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو له ارزونې وروسته ۱۳۹۱.۸۶ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د دولتي ادارو د معلوماتو له کره ارزونې وروسته، د دولتي غصب شویو ځمکو په اړه پرېکړه کوي.

طالبان: په تېرو څه باندې څلورو کلنو کې نږدې ۴ میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو ویلي، چې د غصب د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. هغه کورنۍ چې په دغو مصادره شویو ځمکو او ښارګوټو کې کورونه اخیستي وایي، د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناشوني شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه‌دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو هغه ۵۰۷ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د ګراف په لوړېدو سره ډېری ځوانان هڅې کوي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي. طالبانو تازه د هغو ۵۰۷ کسانو له نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته واوړي.

د هېواد په لوېدیځ کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قول اردو د لسمې لوا منسوبینو هغه ۵۰۷ کسان نیولي، چې غوښتل یې د سرحدي فرعي لارو له لارې په ناقانونه ډول ایران ته داخل شي.

دغې قول اردو د هغو سیمو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړي، چې یاد کسان په‌کې نیول شوي، خو له ایران سره نیمروز، فراه او هرات ولایتونه ګډه پوله لري.

سره له دې چې په ایران کې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې دولت ضد اعتراضونه روان دي، خو لا هم یو شمېر افغان ځوانان په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله هڅې کوي په قاچاقي او خونړیو لارو ایران ته لاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې ایران په تېر زېږیز کال کې شاوخوا ۱ میلیون افغان کډوال په جبري توګه اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د افغانستان غالۍ د ترکیې په نړۍوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، د غالیو یوه افغاني شرکت د ترکیې د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې د کلاسیک ډيزاین په برخه کې لومړی مقام خپل کړ. په دې نندارتون کې ۱۹ هېوادونو ګډون درلود.

مسوولین وايي، دغه غالۍ د صدیق قریشي د غالیو د تولیدي شرکت له لوري په جوزجان ولایت کې اوبدل شوې او د کلاسیک ډيزان په برخه کې د لومړي مقام ګټل یې یوه ستره لاسته راوړنه ده او په وینا یې، دا به په نړۍوالو بازارونو کې د افغاني غالیو ارزښت لاپسې لوړ کړي.

دغه دوه ورځنی نندراتون چې د ترکیې په استانبول کې پرانېستل شوی و، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) پای ته ورسېده او له افغانستان څخه په‌کې د غالیو اړوند شپږو شرکتونو ګډون کړی وو او همداراز دا دویم ځل دی، چې د افغانستان د غالیو شرکتونو د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت غالۍ نورو هېوادونو ته صادروي او د افغاني غالۍ د ښه کیفیت او ډیزاین له امله نړۍوال شهرت او همداراز ګڼ مینه‌ وال لري.

عبدالرحمان منیر: د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت دی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په یوې همغږۍ غونډه کې وویل، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د دوی د ټولو ادارو ګډ مسوولیت دی. سره له دې چې طالبان وايي، د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې، خو ایران بیا د طالبانو دغه ادعا نه‌مني.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په دې غونډه کې یو ځل بیا د نشه‌‌یي توکو کښت، قاچاق، استعمال، پېر او پلور له شرعي پلوه حرام وباله او زیاته یې کړه، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د دوی د کورنیو چارو وزارت مسوولیت نه‌دی، بلکې ټولې ادارې ګډ مسوولیت لري.

یاد معینیت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې غونډې ګډونوالو همداراز په دې برخه کې د ګډې همکارۍ، د بدیل معیشت پراختیا، عامه پوهاوي، د سرحدونو له لارې د نشه‌‌یي توکو د قاچاق مخنیوي، معتادینو ته د کار زمینې برابرولو، د حرفوي زده‌کړو د اسانتیاوو رامنځته کولو او په پوهنتونونو، جوماتونو او ښوونځیو کې د عامه پوهاوي پر ارزښت ټینګار وکړ.

په داسې حال کې چې طالبان وايي، په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت او تولید صفر ته رسیدلی او ملګرو ملتونو هم د نومبر په پنځمه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی، خو ایران بیا په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په کرکېله کې د کمښت هېڅ نښې نښانې نه‌ویني او د دوی د تېر کال د معلوماتو له‌مخې، له دې اړخه د افغان بزګرانو عاید درې برابره شوی دی.

طالبانو په کندوز کې یوه سیمه‌ییزه خبریاله نیولې او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، طالبانو په کندوز کې د ناظره رشیدي په نوم یوه سیمه‌ییزه خبریاله نیولې او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولې ده. امسو وايي، دغه خبریاله د تېرې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا نیول شوې او لا تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

امسو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه چاره غندلې او له طالبانو یې غوښتي، چې ناظره رشیدي ژر تر ژره له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي. دغه سازمان همداراز له طالبانو غوښتي، چې د هغې د نیول کېدو قانوني دلایل روښانه او د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو درناوی تضمین کړي.

د امسو د معلوماتو له‌مخې، ناظره رشیدي د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او د کورنۍ د غړو په وینا یې هغه بې‌ګناه ده او هېڅ ډول ناقانونه فعالیت نه‌لري، خو له دې سره سره لا هم له تېرو څلورو ورځو راهیسې په توقیف کې ساتل کېږي.

امسو د بیان د ازادۍ پر ملاتړو او د بشري حقونو پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې دا قضیه په جدي ډول وڅاري او د ښځینه خبریالانو د دوامداره نیونو او ځورونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د خبریالانو نیول، ګواښل او غلي‌کول د بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ده او باید سملاسي پای ته ورسېږي.

طالبان: په افغانستان کې هېڅ خبریال بندي نه‌دی او د رسنیو ازادي تامین ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره میاشت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال په بند کې نه‌دی، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونو بیا ویلي چې اوسمهال لږ تر لږه نږدې ۱۰ خبریالان بنديان دي او افغانستان د سانسور او ځپنې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

مطیع‌الحق خالص: د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول ملي دنده ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس مطیع‌الحق خالص له یوې موسسې سره د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول ملي دنده ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په چاپیریالي ککړتیا کې دومره ونډه نه‌لري، خو تر ډېرو اغېزمن دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص له «EPTDO» موسسې سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي: «د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول او د ټولنو پیاوړتیا خپله ملي دنده ګڼي».

مطیع‌الحق خالص زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ښه والي په موخه د ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د اغېزناکو چاپېریالي پروژو د جلب او تطبیق هڅې لا پسې پراخې کړي.

دغې ادارې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې پروژې پیسې د UNDP له لوري ورکول کېږي او موخې یې هم له اقلیمي بدلون سره د سازښت، چاپېریالي ګواښونو په تړاو د خلکو او ټولنو د پوهاوي کچې او ظرفیت لوړول او همداراز د اړوندو معلوماتو او ارقامو راټولول دي.

دا پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې د بدخشان ولایت د ارګو او کشم ولسوالیو په حافظ مغول، ګندم قول او سرای مشهد کلیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم نظارت لاندې عملي شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په ټينګار سره ویلي، د دې پروژې د تطبیق بهیر به په جدي توګه وڅاري، څو یاده پروژه په سمه، اغېزناکه او هدفمنده توګه عملي شي او واقعي ګټه یې خلکو ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقلیم بدلون په برخه کې کابو هېڅ ونډه نه‌لري، خو تر نورو ډېر زیانمن هېواد بلل کېږي او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دغې ادارې سره کېدونکې ټولې مرستې ځنډول شوې دي.