• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان: پاکستان دې د خبریالانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ ودروي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د اسلام‌اباد پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي او له دې ډلې یې یو په زور افغانستان ته ډیپورټ کړی دی.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان خبریالانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند غندلی او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او جبري ستنولو د لړۍ درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د نیول شویو خبریالانو هویت نه‌دی څرګند کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند، پر هغوی سخت فشار او ناقانونه نیونو د بیان ازادۍ خوندیتوب ته ډېر ګواښ پېښ کړی دی.

امسو د پاکستان له حکومت او اړوندو امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي کې دې ژر تر ژره خوشې او له یوه بحراني وضعیت څخه د راکډه شویو خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته د انساني کرامت په پار درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په تېر یوه کال کې ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړې دي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم: پوهنتونونه باید له نظري زده‌کړو عملي زده‌کړو ته راوستل شي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون په یوې فراغتغونډه کې وویل، پوهنتونونه باید له نظري حالت څخه را واېستل شي او زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي. له کابل پولي‌تخنیک پوهنتون څخه له نجونو پرته نن څه باندې ۱۰۰۰ کسان فارغ شول.

ندا محمد ندیم په کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دغو تازه فارغ شویو زده‌کړیالانو ته په خطاب کې وویل: «د فراغت سند یوازې یو عادي کاغد نه‌دی، بلکې تر دې وروسته تاسو د «خپل نظام» ټولنې او کورنۍ پر وړاندې ستر مسوولیتونه لرئ».

ندیم زیاته کړه: «زموږ هڅه دا ده او د پوهنتونونو مسوولینو ته مو سپارښتنه کړې، چې پوهنتونونه له نظري حالت څخه راوباسي، محصلینو ته په لابراتوارونو او عملي ساحو کې د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړي».

په داسې حال کې چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې ټول نظام طالب محوره دی او ډېری لوستي ځوانان د بېکارۍ او فقر له امله نورو هېوادونو ته په خونړیو لارو روان دي، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په یاده غونډه کې دغو تازه فارغو شویو انجنیرانو ته په خطاب کې وویل: «په ملک کې د هر ډول خدمت زمینه درته برابره ده او دا ټولنه، کورنۍ او نظام پر تاسو د خدمت حق لري».

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزات د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون له ۸ پوهنځیو له لېسانس څخه ۷۵۷ او ماسټري پروګرامونو څخه ۲۵۱ انجنیران فارغ شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې طالبانو نجونې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې له لوړو زده‌کړو منع کړي او په دې موده کې یوه نجلۍ هم له لوړو زده‌کړو نه‌ده فارغه شوې.

افغاني سره میاشت وایي په پکتیکا کې یې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو مرستې وېشلي دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو باندې یې خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

یادې ټولنې نن د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کورنیو باندې یې ۹۷ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده مرسته کې یې هرې کورنۍ ته د ۹۷ کیلو په اندازه اوړه، غوړي، وریجې، بوره، نخود، مالګه، مکروني، روب او نور توکي وېشلي دي.

د دوی په خبره، په دې مرستو کې غېر خوراکي توکي هم شامل وو.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم پر راستنو شویو، بې‌وزلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو باندې مرستې ووېشي.

جرمني یو ځل بیا ۳۲ افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستان څخه برلین ته ولېږدول

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

جرمني هېواد نن د شنبې په ورځ ۳۲ افغان پناه‌غوښتونکي له اسلام‌اباده څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا کسان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې جرمني ته داخل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغو افغانانو د ۱۴۰۰کال د اسد له میاشتې وروسته، کله چې کابل سقوط وکړ، د جرمني له حکومت څخه د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه او له هماغه وخته تر اوسه په پاکستان کې مېشت وو.

دا لېږد په داسې حال کې ترسره شو چې پاکستان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر وروستی نه شي، ښايي یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي. د همدې خبرداري له امله، جرمني چارواکو د هغو کسانو د انتقال بهیر چټک کړ چې د منلو رسمي ژمنه یې لرله.

جرمني ټینګار کړی چې ټول هغه افغانان چې د پخواني حکومت د ژمنو پر بنسټ پاکستان ته لېږدول شوي، حتمي نه ده چې جرمني ته راوستل شي.

تر هغه وروسته چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د جرمني په محکمو کې د حقوقي شکایتونو له لارې د ویزې د صادرېدو حکمونه ترلاسه کړل، د دوی د انتقال بهیر یو ځل بیا پیل شو. د دغو قضیو له ډلې ځینې د مدني بنسټونو، په ځانګړي ډول د «کابل لیفت بروکه» سازمان په ملاتړ تعقیب شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال د جرمني بنسټونو ۷۶پخواني ځایي کارکوونکي او ۴۶۵نور افغان وګړي د جرمني د ویزې په تمه دي او د هغوی امنیتي ارزونې لا هم روانې دي.

د بحران نړیواله ډله: د طالبانو له بیا واکمنېدو تر ټولو ډېر زیان پاکستان لیدلی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰

د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې پاکستان په ناڅاپي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. د دې بنسټ ارزونې ښيي چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شي، اسلام‌اباد به یو ځل بیا پر افغانستان بریدونو ته مخه کړي.

د بحران نړېوالې ډلې په خپل تازه راپور کې د دوحې او استانبول له ناکامو خبرو وروسته د طالبانو او پاکستان اړیکې «ترینګلې او نازکې» بللې دي. د راپور له مخې، د دواړو لوریو اړیکې هغه مهال لا خرابې شوې چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر وړاندې د اقدام غوښتنه ونه منله.

دا خپلواک فکري بنسټ، چې مرکز یې د بلجیم په بروکسل کې دی، لیکي چې طالب چارواکو د تړلو دروازو تر شا د ډیورند کرښې په نږدو کې د ټي‌ټي‌پي د حضور شتون منلی، خو استدلال کوي چې له دواړو هېوادونو څخه هېڅ یو پر ډیورند کرښه د تګ راتګ بشپړ کنټرول نه شي کولای.

راپور زیاتوي چې افغان طالبانو ادعا کړې، هغه ګڼ شمېر وسله‌وال یې کرښې ته له نږدې سیمو لرې کړي چې په ۲۰۲۴کال کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله بې‌ځایه شوي وو. خو سره له دې، طالبان لا هم د اسلام‌اباد اساسي غوښتنه، یعنې د ټي‌ټي‌پي د مشرانو سپارل، نه مني.

د بحران نړېوالې ډلې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د ۲۰۲۶کال د لسو احتمالي شخړو په لړ کې یاد کړی دی.

راپور ټینګار کوي چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړیکې «ډېرې پیاوړې» دي. په راپور کې همدارنګه راغلي چې پر ډیورنډ کرښه د پرتو سیمو ډېری پښتانه د پاکستان له مرکزي حکومت سره مخالفت لري، خو په دغو سیمو کې د وسله‌والو سخت ځپل ښايي برعکس پایله ولري. د بنسټ په باور، دا ډول کړنې کولی شي د طالبانو او ټي‌ټي‌پي جنګیالي د داعش پر لور ورټېل وهي، څو د طالبانو د ادارې پر ضد وجنګېږي.

د طالبانو دفاع وزیر د دغه ډلې «بې سرنوشته» وسلوالو د جذب او تنظیم امر کړی دی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د یاد وزارت وزیر ملا یعقوب مجاهد امر کړی چې ددې ډلې ټول هغه «بې سرنوشته» وسلوال چې د امنيتي او تصفيوي كميسيون له لوري يې د دويمي کره کتني فورمي تاييد شوي وي، بېرته جذب شي. په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ورته امر صادر کړی و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو وسلوال کولی شي د خپلو پېژندپاڼو او د تصفیې کمیسیون د تایید فورمې سره د دفاع وزارت د استخدام مرکزونو ته لاړ شي.

له دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني د ملاهبت الله د حکم د تطبیق په پایله کې فعال احتیاط ته د سوق شويو منسوبانو د بیا استخدام امر ورکړی. حقاني په مکتوب کې ویلي چې یاد کسان د اړتیا پرمهال ګومارل کېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د وري پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل - پښتو په لومړی ځل راپور ورکړ، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.

دغه راپور د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو ته د لاسرسي پر بنسټ جوړ شوی و. وروسته په غويي میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي کارکوونکو د تنقیص خبر تایید کړ.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا پرېکړه په داسې حال کې کړې وه، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د درول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو او ددې ډلې تر واک لاندې دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه درلودل.