• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سره له پراخو محدودیتونو؛طالبانو څلورو ولایتونو کې د ښځو اړوند د ۹حقوقي قضیو د حل خبر ورکړی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي چې د دوی محتسبینو په خوست، فاریاب، تخار او غزني ولایتونو کې ۹مېرمنې له هغو ستونزو ژغورلې دي چې د ناوړه دودونو له امله ورسره مخ وې او په وینا یې له خپلو حقونو بې‌برخې شوې وې.

نن شنبه د (مرغومي ۲۰مه) د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مېرمنو د شرعي حقونو د ورکړې لپاره ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې دا حقونه تر پښو لاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د ښځو لپاره هېڅ رسمي دولتي اداره فعاله نه ده او ښځې له ټولنیزو، کاري او مدني فعالیتونو تر څنګ همداراز له ګڼو بنسټیزو حقونو محرومې دي. سره له دې پراخو محدودیتونو، طالبان بیا هم ادعا کوي چې د ښځو اړوند مسایل یې حل کړې دي.

دغه وزارت تیر اونیز راپور کې هم ویلي وو چې په یوه اوونۍ کې یې د ښځو اړوند ۱۲۰قضیې حل کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د لوګر په پنځو ولسوالیو کې ۲۷ځایونه د تاریخي سیمو په توګه ثبت کړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت په مرکز پل‌عالم، څرخ، برکي‌برک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له پېژندنې وروسته ثبت کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه تاریخي سیمې د دغه وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست د یوه مسلکي پلاوي له لوري د ترسره شوې سروې په پایله کې تشخیص او ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، د لرغون‌پېژندنې دغه پلاوي د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي آثارو ارزونه کړې او د ثبت بهیر یې بشپړ کړی دی.

طالبانو د دغو تاریخي سیمو ثبت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د تاریخي ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې مهم ګام بللی.

مسکو ټینګار کړی چې له ونزوېلا سره به خپلو سټراتېژیکو همکاریو ته دوام ورکړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۴ GMT+۰

په ونزوېلا کې د روسیې سفیر ملیک باګداساروف ویلي، مسکو او کاراکاس به په ټولو برخو کې خپلې سټراتېژیکې همکارۍ په بشپړ ډول وساتي. نوموړي همداراز خبر ورکړی چې د ونزوېلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان ګیل پینتو سره یې لیدنه کړې او له روسیې سره د همکاریو د دوام په اړه یې خبرې کړې دي.

دغه روسي ډیپلومات یادونه کړې چې د روسیې او ونزوېلا ترمنځ د سټراتېژیک مشارکت او همکاریو بین‌الدولتي تړون په ۲۰۲۵ کال کې نافذ شوی دی.هغه د دغه تړون په یادولو سره ټینګار کړی چې دا ګام فرصت‌طلبانه نه و او زموږ سټراتېژیک ګډون به په ټولو برخو کې دوام ولري.

د روسیې سفیر زیاته کړې چې د مسکو او کاراکاس ترمنځ اړیکې «حتی د یوې دقیقې لپاره هم نه دي پرې شوې» او د ونزوېلا لوري روسیه د امریکا د برید او د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د وضعیت له جزییاتو خبره کړې ده.

ملیک باګداساروف وایي چې په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر نورې مهمې لیدنې هم کړې دي، په ځانګړي ډول د ونزوېلا له موقتي ولسمشرې دلسی رودریګز او د دوه‌اړخیزو همکاریو د راتلونکي په اړه یې هم ورسره بحثونه کړي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې متحده ایالاتو اعلان کړی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پالیسۍ په چوکاټ کې د تېلو د بهیر د کنټرول او د ونزوېلا د تېلو د صادراتو د بندولو لپاره، د روسیې تر بیرغ لاندې او له ونزوېلا سره تړلی یو نفت‌وړونکی بېړۍ یې نیولې ده.

دا په وروستیو اوونیو کې د ونزوېلا سره د تړاو لرونکو بېړیو د نیولو څلورمه پېښه بلل کېږي.

دغه بدلونونه په داسې شرایطو کې رامنځته شوي چې د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې دي چې چین، روسیې او د ونزوېلا چپ‌پال متحدینو د امریکا دغه اقدام غندلی دی.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ۵۰۴ کورنۍ چې ټولټال ۲۷۳۷کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۴۴۴کورنۍ چې شمیر یې ۲۴۷۷تنه وه د تورخم له لارې، ۲۷کورنۍ چې شمیر یې ۱۴۱تنه وه د سپین بولدک له لارې، ۲۴کورنۍ چې شمیر یې ۹۰تنه وه د ورېښمو پله له لارې او ۹ کورنۍ چې شمیر یې ۲۹تنه کیږي د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال ده چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په تېره لړم میاشت کې له پاکستان نه ۱۲۴زره او ۸۹۸کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

ټرمپ وایي، د ونزوېلا حکومت د اپوزیسیون له مشرې سره به لیدنه وکړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ونزویلا حکومت د اپوزېسیون له مشرې او د نوبل د سولې جایزې له ګټونکې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري. ټرمپ همداراز د ماریا کورینا ماچادو د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې ویلي یې دي د نوبل د سولې جایزه به ټرمپ ته ډالۍ کړي.

ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي: «تر کومه چې زه پوهېږم، هغه به راتلونکې اوونۍ راځي او زه لېواله یم چې ورسره سلام او ستړې مشې وکړم». د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې د ماریا کورینا ماچادو په اړه ویلي وو: «زه فکر کوم چې د هغې لپاره به مشري ډېره سخته وي. هغه په هېواد دننه نه ملاتړ لري او نه هم درناوی. ډېره ښه ښځه ده، خو اړین احترام نه لري».

ماریا کورینا ماچادو چې د ونزویلا حکومت د مخالفینو اصلي مشره ده، ژمنه کړې چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستنه شي. هغې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نیکولاس مادورو د رژیم د نسکورولو له امله ستایلی او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو د بریا لپاره چمتو دی.

خو د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، داسې ښکاري ټرمپ دا مهال غوره ګڼي چې دلسی رودریګز د مادورو د حکومت د موقتي ولسمشرې او د هغه د دولت له نورو لوړپوړو چارواکو سره همکاري وکړي.

پنجشیر کې د طالبانو والي: دیني او عصري علومو ته مو ډېره پاملرنه کړې

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۰

پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم وایي چې دوی دیني او عصري علومو ته بې‌سارې پاملرنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د نظام پرمختګ لپاره اړینه ده چې ټولنه پر علم او پوهې سره سنباله وي.

محمد اغا حکیم دغه څرګندونې په پنجشېر کې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوت د زده‌کړیالانو د فراغت په غونډه کې وکړې. هغه د نجونو د زده‌کړو د بندیز له یادونې پرته ادعا وکړه چې د طالبانو له لوري د شته امکاناتو په کارولو سره د لوړو زده کړو مرکزونه د ځوانانو پر مخ پرانیستي دي او زرګونه ځوانان پوهنتونونو ته جذب شوي دي.

د پنجشېر والي همداراز وویل چې مخالفین یې پر دوی تور پورې کوي چې ګواکې طالبان د عصري علومو مخالف دي. د هغه په وینا، که څوک د دې ادعا د اثبات لپاره کوم مثال لري، وړاندې دې کړي. نوموړي دغه تورونه د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو هڅه بللې.

همداراز د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې ویلي، د نسکور شوي جمهوري نظام پر مهال د پوهنتونونو استادان له ذهني پلوه تر فکري استعمار لاندې راغلي وو او ذهنونه یې مستعمره شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د عصري علومو د زده‌کړو په اړه د طالب چارواکو دریځونه یو شان نه دي پاتې شوي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، تر دې وړاندې د عصري علومو زده‌کړه «مباح» بللې وه.