پني وونګ: د ایران لاریون کوونکو وژنې او پر وړاندې یې زور کارول باید پای ته ورسېږي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ، په ایران کې د لاریون کوونکو زړورتیا ستایلې او د ایران له اسلامي جمهوریت یې غوښتي چې باید د لاریونوالو پر وړاندې د زور او وژونکي ځواک کارول بند کړي.
په ایکس پوسټ کې پني وونګ ویلي: «موږ د ایران د لاریون کوونکو وژنې، د زور او بېځايه نیونو او ویروونکي چلندونو د کارولو سخت غندنه کوو. موږ د ایران د خلکو زړورتیا ستایو او ایران ته غږ کوو چې د زیات او وژونکي ځواک کارول بند کړي.»
