حالوش: تېرو دوو ورځو کې په زاهدان کې ۲۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي

د حالوش په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ایراني ځواکونو په زاهدان کې له ۲۰۰ څخه ډېر لاریون کوونکي نیولي دي. د راپور لهمخې، د نیول شویو کسانو له ډلې ډېری یې بلوڅان دي.
حالوش ویلي، چې د ایراني ځواکونو لهخوا نیول شویو کسانو کې ښځې، نارینه، ماشومان او زدهکوونکي شامل دي. د یاد سازمان د معلوماتو لهمخې، ایراني ځواکونو نیول شوي معترضان وهلي ډبولي هم دي.





