• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خُرم: طالبان د کابل باغ بالا په تاریخي تپه او د نوي ښار اړوند پارک کې ودانۍ جوړوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ارګ د. دفتر رییس عبدالکریم خُرم وايي، طالبان غواړي د باغ بالا تپه کې د ودونو تالار او د تیلو پمپ جوړ کړي. همداراز، د کابل نوي ښار پارک کې د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو پلان هم په پام کې نیول شوی دی.

د خُرم په وینا، دا دواړه شنې ساحې د کابل ښار دننه کې موقعیت لري، چېرته چې نفوس زیات او د اوبو سرچینې کمې دي او له همدې امله ځانګړی اهمیت لري. په وینا یې چې د دغو شنو ساحو له‌منځه وړل یا زیانمنول به د کابل ایکو سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

خُرم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې باغ بالا تپه نه یوازې طبیعي، بلکې تاریخي ارزښت هم لري. د هغه په خبره، د امیر عبدالرحمن خان د قصر باغ او رستورانت باید د ملي پراختیا ادارې یا د آغا خان پراختیا ادارې په څېر مسلکي بنسټونو ته د بیارغونې لپاره وسپارل شي.

کریم خُرم ټینګار کړي چې د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره، د زراعت وزارت او ښاروالۍ باید خپله دنده ترسره کړي او اجازه ورنه کړي چې د څو حریصو کسانو له لوري، چې یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي، د کابل طبیعت، شنې ساحې او تاریخي ځایونه ویجاړ شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم عمان ته لاړ

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځړ(مرغومې ۲۱مه) د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې د دغه سفر موخه د عمان له چارواکو سره لیدنې او د «علمي همکاریو پیاوړتیا» ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ندا محمد ندیم به د خپل سفر پر مهال د عمان له بېلابېلو علمي بنسټونو او ښوونیزو مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.وروستیو میاشتو کې مسقط ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سفرونه زیات شوي دي.

له دې مخکې، د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزیر هم عمان ته تللی و او له هغه هېواد سره یې د ټرانسپورټ په برخه کې یو شمېر هوکړې لاسلیک کړې وې. همداراز، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په میاشت کې مسقط ته سفر کړی و.

عمان د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په ۲۰مه نېټه په مسقط کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره. څو ورځې وړاندې امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خپل عماني سیال ته بلنه ورکړه، څو کابل ته رسمي سفر وکړي. بدر بن حمد البوسعیدي ویلي چې په مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوی د ظرفیت لوړونې په موخه ازبکستان ته لاړ

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت یو رسمي پلاوی چې له ۲۰ فني او مسلکي کارکوونکو جوړ شوی، د معادن او تخنیکي تفتیش انسټیټیوت غړي د ظرفیت لوړولو او مسلکي ودې د پروګرام په موخه د ۲۸ورځو لپاره ازبکستان ته سفر کړی.

نن یکشنبه د (مرغومې ۲۱مه) یوې خبرپاڼې کې لیکلي، د دغه سفر اساسي موخه د معیار لرونکو لابراتوارونو بېلابېلو فني څانګو لیدنه، د پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو او میتودونو پېژندنه او د عملي تجربو تبادله ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دا سفر د طالبانو او ازبکستان تر منځ د فني او علمي همکاریو په چوکاټ کې ترسره شوی او تمرکز یې په لابراتواري معیارونو ښه کولو، د کیفیت کنټرول او د کانونو په برخه کې د فني ظرفیتونو لوړولو باندې دی.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې سره له دې چې ازبکستان طالبان په رسمیت ندي پیژندلي؛ خو له دغې ډلې سره یې نږدې ډېپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې ساتلې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سټراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت د دوحې فورم په ناسته کې ویلي وو چې له تېرو څلورو کلونو ارزونو وروسته په ډاګه شوې چې د افغانستان په اړه د ازبکستان تګلاره د سوداګرۍ، ټرانزیت او اتصال په برخه کې خورا بریالۍ وه.

امریکا په سوریه کې پر داعش بریدونه کړي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ د (مرغومې ۲۰مه) اعلان وکړ چې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش پر څو هدفونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي. دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې په سوریه کې دوه امریکايي سرتېري او یو ژباړن ووژل شول.

دا له ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۹مې راهیسې په سوریه کې د داعش پر اهدافو د امریکا دویم برید بلل کېږي. سنټکام ویلي چې دغه بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د ژمنې یوه برخه ده. د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم جزییات نه دي خپاره شوي.

سنټکام په خپله اعلامیه کې لیکلي: «که زموږ جنګیالیو ته زیان ورسوئ، موږ به مو د نړۍ په هر ګوټ کې ومومو او به مو وژنو، مهمه نه ده چې د عدالت څخه د تښتېدو لپاره څومره هڅه وکړئ». د یاد قوماندانۍ په وینا، دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوي چې د سوریې د پالمیرا په سیمه کې د داعش له‌خوا پر امریکايي او سوري ځواکونو د خونړي برید په غبرګون کې شوي دي.

هم‌مهاله له دې بریدونو سره، د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک وویل چې هغه په دمشق کې د سوریې له نوې رهبرۍ سره لیدلي دي، څو د دې هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «نن د امریکا د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په استازیتوب، ما په دمشق کې د سوریې له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او د هغوی د ټیم له غړو سره لیدنه وکړه».

د هغه په وینا، دا خبرې اترې د «حلب وروستیو بدلونونو او د سوریې د تاریخي لېږد پراخ مسیر» باندې متمرکزې وې. نوموړي یو ځل بیا د سوریې له نوې رهبرۍ څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.

طالبان: په خوست کې نږدې ۱۴۰۰ جریبه ځمکه د محکمې له پرېکړې وروسته دولتي ثابته شوه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د خوست په مرکز کې څه‌ باندې ۱۳۹۱ جریبه ځمکه د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د حکم له‌مخې دولتي ثابته شوه. دغه ځمکه د خوست ښار په غړومبۍ او مټه‌چینې ساحو کې موقعیت لري.

د طالبانو عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مرکزي زون د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د خوست د مرکز په غړومبۍ او مټه‌چینې ساحو کې د ۲۱۶۱ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو له ارزونې وروسته ۱۳۹۱.۸۶ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د دولتي ادارو د معلوماتو له کره ارزونې وروسته، د دولتي غصب شویو ځمکو په اړه پرېکړه کوي.

طالبان: په تېرو څه باندې څلورو کلنو کې نږدې ۴ میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو ویلي، چې د غصب د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. هغه کورنۍ چې په دغو مصادره شویو ځمکو او ښارګوټو کې کورونه اخیستي وایي، د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناشوني شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه‌دي.

طالبانو هغه ۵۰۷ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د ګراف په لوړېدو سره ډېری ځوانان هڅې کوي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي. طالبانو تازه د هغو ۵۰۷ کسانو له نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته واوړي.

د هېواد په لوېدیځ کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قول اردو د لسمې لوا منسوبینو هغه ۵۰۷ کسان نیولي، چې غوښتل یې د سرحدي فرعي لارو له لارې په ناقانونه ډول ایران ته داخل شي.

دغې قول اردو د هغو سیمو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړي، چې یاد کسان په‌کې نیول شوي، خو له ایران سره نیمروز، فراه او هرات ولایتونه ګډه پوله لري.

سره له دې چې په ایران کې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې دولت ضد اعتراضونه روان دي، خو لا هم یو شمېر افغان ځوانان په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله هڅې کوي په قاچاقي او خونړیو لارو ایران ته لاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې ایران په تېر زېږیز کال کې شاوخوا ۱ میلیون افغان کډوال په جبري توګه اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.