• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په سوریه کې پر داعش بریدونه کړي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ د (مرغومې ۲۰مه) اعلان وکړ چې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش پر څو هدفونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي. دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې په سوریه کې دوه امریکايي سرتېري او یو ژباړن ووژل شول.

دا له ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۹مې راهیسې په سوریه کې د داعش پر اهدافو د امریکا دویم برید بلل کېږي. سنټکام ویلي چې دغه بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د ژمنې یوه برخه ده. د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم جزییات نه دي خپاره شوي.

سنټکام په خپله اعلامیه کې لیکلي: «که زموږ جنګیالیو ته زیان ورسوئ، موږ به مو د نړۍ په هر ګوټ کې ومومو او به مو وژنو، مهمه نه ده چې د عدالت څخه د تښتېدو لپاره څومره هڅه وکړئ». د یاد قوماندانۍ په وینا، دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوي چې د سوریې د پالمیرا په سیمه کې د داعش له‌خوا پر امریکايي او سوري ځواکونو د خونړي برید په غبرګون کې شوي دي.

هم‌مهاله له دې بریدونو سره، د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک وویل چې هغه په دمشق کې د سوریې له نوې رهبرۍ سره لیدلي دي، څو د دې هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «نن د امریکا د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په استازیتوب، ما په دمشق کې د سوریې له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او د هغوی د ټیم له غړو سره لیدنه وکړه».

د هغه په وینا، دا خبرې اترې د «حلب وروستیو بدلونونو او د سوریې د تاریخي لېږد پراخ مسیر» باندې متمرکزې وې. نوموړي یو ځل بیا د سوریې له نوې رهبرۍ څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

سهیل اپریدي: له حیدراباد څخه د بېرته ستنېدو ټولې لارې راباندې تړل شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل اپریدي وايي، غواړي له حیدراباد څخه کراچې ته لاړ شي، خو د سند حکومت یې له حیدراباد څخه د ستنېدو لپاره ټولې لارې تړلې دي.

د خېبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل اپریدي چې د یوې ګوندي غونډې لپاره د سند ایالت په سوېل کې حیدراباد ته تللی و، اوس د بېرته ستنېدو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته شوي او د ځايي امنیتي کسانو له‌خوا یې د سفر مخنیوی شوی دی.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «له حیدراباد څخه د بېرته ستنېدو لپاره زما او زما د ټیم لپاره ټولې لارې تړل شوې دي او له سهار راهیسې مې څو ځله لارې بدلې کړې دي. همدا اوس د سهار کابو څلور نیمې بجې موږ پر یو تیاره لاره د کراچۍ په لور روان یوو».

اپریدي د سند د ځايي حکومت له لورې د هغه پر وړاندې د لارو تړلو په غبرګون ویلي، چې د سند حکومت د نوموړي او د هغه د ګوندي ملګرو په ژوند لوبې کوي.

نوموړي ویلي، چې د یوې صوبي د اعلی وزیر سره دغه ډول چلند به زیانمونکي پایلي ولري.

سره له پراخو محدودیتونو؛طالبانو څلورو ولایتونو کې د ښځو اړوند د ۹حقوقي قضیو د حل خبر ورکړی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي چې د دوی محتسبینو په خوست، فاریاب، تخار او غزني ولایتونو کې ۹مېرمنې له هغو ستونزو ژغورلې دي چې د ناوړه دودونو له امله ورسره مخ وې او په وینا یې له خپلو حقونو بې‌برخې شوې وې.

نن شنبه د (مرغومي ۲۰مه) د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مېرمنو د شرعي حقونو د ورکړې لپاره ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې دا حقونه تر پښو لاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د ښځو لپاره هېڅ رسمي دولتي اداره فعاله نه ده او ښځې له ټولنیزو، کاري او مدني فعالیتونو تر څنګ همداراز له ګڼو بنسټیزو حقونو محرومې دي. سره له دې پراخو محدودیتونو، طالبان بیا هم ادعا کوي چې د ښځو اړوند مسایل یې حل کړې دي.

دغه وزارت تیر اونیز راپور کې هم ویلي وو چې په یوه اوونۍ کې یې د ښځو اړوند ۱۲۰قضیې حل کړې دي.

طالبانو د لوګر په پنځو ولسوالیو کې ۲۷ځایونه د تاریخي سیمو په توګه ثبت کړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت په مرکز پل‌عالم، څرخ، برکي‌برک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له پېژندنې وروسته ثبت کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه تاریخي سیمې د دغه وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست د یوه مسلکي پلاوي له لوري د ترسره شوې سروې په پایله کې تشخیص او ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، د لرغون‌پېژندنې دغه پلاوي د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي آثارو ارزونه کړې او د ثبت بهیر یې بشپړ کړی دی.

طالبانو د دغو تاریخي سیمو ثبت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د تاریخي ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې مهم ګام بللی.

مسکو ټینګار کړی چې له ونزوېلا سره به خپلو سټراتېژیکو همکاریو ته دوام ورکړي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۴ GMT+۰

په ونزوېلا کې د روسیې سفیر ملیک باګداساروف ویلي، مسکو او کاراکاس به په ټولو برخو کې خپلې سټراتېژیکې همکارۍ په بشپړ ډول وساتي. نوموړي همداراز خبر ورکړی چې د ونزوېلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان ګیل پینتو سره یې لیدنه کړې او له روسیې سره د همکاریو د دوام په اړه یې خبرې کړې دي.

دغه روسي ډیپلومات یادونه کړې چې د روسیې او ونزوېلا ترمنځ د سټراتېژیک مشارکت او همکاریو بین‌الدولتي تړون په ۲۰۲۵ کال کې نافذ شوی دی.هغه د دغه تړون په یادولو سره ټینګار کړی چې دا ګام فرصت‌طلبانه نه و او زموږ سټراتېژیک ګډون به په ټولو برخو کې دوام ولري.

د روسیې سفیر زیاته کړې چې د مسکو او کاراکاس ترمنځ اړیکې «حتی د یوې دقیقې لپاره هم نه دي پرې شوې» او د ونزوېلا لوري روسیه د امریکا د برید او د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د وضعیت له جزییاتو خبره کړې ده.

ملیک باګداساروف وایي چې په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر نورې مهمې لیدنې هم کړې دي، په ځانګړي ډول د ونزوېلا له موقتي ولسمشرې دلسی رودریګز او د دوه‌اړخیزو همکاریو د راتلونکي په اړه یې هم ورسره بحثونه کړي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې متحده ایالاتو اعلان کړی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پالیسۍ په چوکاټ کې د تېلو د بهیر د کنټرول او د ونزوېلا د تېلو د صادراتو د بندولو لپاره، د روسیې تر بیرغ لاندې او له ونزوېلا سره تړلی یو نفت‌وړونکی بېړۍ یې نیولې ده.

دا په وروستیو اوونیو کې د ونزوېلا سره د تړاو لرونکو بېړیو د نیولو څلورمه پېښه بلل کېږي.

دغه بدلونونه په داسې شرایطو کې رامنځته شوي چې د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې دي چې چین، روسیې او د ونزوېلا چپ‌پال متحدینو د امریکا دغه اقدام غندلی دی.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ۵۰۴ کورنۍ چې ټولټال ۲۷۳۷کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۴۴۴کورنۍ چې شمیر یې ۲۴۷۷تنه وه د تورخم له لارې، ۲۷کورنۍ چې شمیر یې ۱۴۱تنه وه د سپین بولدک له لارې، ۲۴کورنۍ چې شمیر یې ۹۰تنه وه د ورېښمو پله له لارې او ۹ کورنۍ چې شمیر یې ۲۹تنه کیږي د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال ده چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په تېره لړم میاشت کې له پاکستان نه ۱۲۴زره او ۸۹۸کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.