• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي چې د لس زره یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو پالنه کوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ زره یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو پالنه او روزنه کوي. یاد وزارت همداراز په ۱۴ ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو نجونو د روزنې د فعالیتونو خبر هم ورکړی دی.

د یادې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي، چې د یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو پالنه او روزنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو وروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.

ابراهیمي ویلي، چې دمګړی د ټول هېواد په کچه د لس زره بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو پالنه او روزنه کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي، چې په دې روزنتونونو کې له لس زره ډېر بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان روزل، ساتل او پالل کېږي. د تعلیم او تربیې ترڅنګ د خوراک، څښاک، روغتیا او نورو برخو لپاره هم اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي».

همدارنګه د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په ۱۴ ولایتونو کې یې د بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو لپاره هم ځانګړي روزنتونونه جوړ کړي دي.

ابراهیمي زیاته کړې: «د نجونو لپاره ټولې ادارې، تدریسي او مراقبتي پرسونل یې ښځې دي او هڅه کېږي چې د هغوی لپاره یو خوندي کاري چاپېریال برابر شي».

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند په روزنتونونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په داسې حال کې په ۱۴ ولایتونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو د روزنتونونو د فعالیت خبر ورکړی، چې د دوی له واکمنېدو وروسته په کابل او نورو ولایتونو کې د ښځو د امن کورونو دروازې تړل شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۷ زره ټنه انتقالات شوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷,۹۹۹ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرغومي له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۵۷,۹۹۹ مټریک ټنه مالونه انتقال کړي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې په یادو انتقالاتو کې ۱۰۶,۹۸۴ مټریک ټنه د حیرتان بندر، ۷,۷۸۰ ټنه د اقینې بندر، ۱۸,۹۸۱ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۲۴,۲۵۴ ټنه د خواف ـ هرات له لارې انتقال شوي دي.

حق‌شناس ویلي، چې تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۲۶ ټنه وچې مېوې صادرات هم شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره زمینه برابره او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

طالبانو په څلورو ولایتونو کې پر بېرته راستنو شویو کډوالو او بې‌وزلو کورنیو مرستې وېشلي دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په پنجشېر کې یې پر تازه بېرته راستنو شویو کډوالو او په هرات، کندوز او اروزګان ولایتونو کې یې پر بې‌وزلو کورنیو نغدي پیسې او خوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په پنجشېر ولایت کې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۴۱۷ کورنیو باندې ۱۴ قلمه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

په یاده مرسته کې غوړي، بوره، نخود، مکروني، رُب، کمپلې، بوټونه او نور اړین توکي شامل وو، چې د یوه ترکي خیریه بنسټ په همکارۍ وېشل شوې دي.

یادې ټولنې په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات، کندوز او ارزګان ولایتونو کې یې پر ۱۵۰ بې‌وزلو کورنیو نږدې دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې هرې کورنۍ ته یې د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه ۱۳ زره افغان ورکړې دي.

سره له دې چې طالبان د ځینو بهرنیو خیریه بنسټونو په مرسته پر بې‌وزلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راکډه شویو کورنیو مرستې وېشي، خو د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له‌مخې، په افغانستان کې میلیونونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او پراخو مرستو ته اړتیا لري.

ملک سلمان بنسټ په شبرغان کې د مرستې ۵۷۰ کڅوړې وېشلې دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د ملک سلمان د خیریه مرستو او بشرپاله چارو بنسټ وایي، چې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې یې پر اړو کورنیو د مرستې ۵۷۰ کڅوړې وېشلې دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، یادې مرستې ۵۷۰ کورنیو ته ځانګړې شوې وې، چې هېواد ته راستانه شوي کډوال، بې‌ځایه شوي او نورې اړمنې کورنۍ پکې شاملې دي. له دغو مرستو ټولټال ۳۴۲۰ کسانو ګټه اخیستې ده.

د ملک سلمان بنسټ ویلي، دا مرسته د ۲۰۲۶کال لپاره په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب او بېړنیو بشري مرستو د پروژې په چوکاټ کې شوې ده.

د بنسټ د څرګندونو له مخې، د خوراکي توکو وېش د سعودي عربستان د بشردوستانه هڅو یوه برخه ده چې د ملک سلمان د مرستو د مرکز له لارې د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ او د هغوی د ستونزو د کمولو په موخه پلې کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ملک سلمان بنسټ تر دې وړاندې هم له افغانانو سره، په ځانګړي ډول د کونړ ولایت په زلزلو ځپلو سیمو کې، بشري مرستې کړې دي.

طالبانو په بدخشان کې یو عمرخوړلی سوالګر له څه کم نیم میلیون افغانیو سره نیولی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د کشم ولسوالۍ پولیسو له یوه عمرخوړلي او مسلکي سوالګر سره ۴۹۱ زره افغانۍ کشف او ضبط کړې دي.

د طالبانو د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې یاد کس د ډیر عمر درلودو له امله کمزوری دی او سختې یخنۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، چې د ساتنې لپاره قوماندانۍ ته لېږدول شوی.

طالب ویاند زیاته کړې چې له دغه عمرخوړلي سوالګر څخه د پلټنو پر مهال یادې(۴۹۱ زره) نغدې پیسې ترلاسه شوې.

دغه کس ځان د یفتل بالا ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کړی او اوس مهال د کشم د امنیه قوماندانۍ تر څار لاندې دی. د قوماندانۍ طالب چارواکو له دې شخص څخه د خپلوانو د ورپېژندلو غوښتنه کړې چې د رسمي مراجعې له لارې یاد شخص او د هغه نغدې پیسې ور وسپاري.

سندونه؛ شهاب الدین دلاور د خپل زوی لپاره له څو نړیوالو مرستندویانو امتیازي معاشونه اخلي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو له سرې میاشتې ټولنې ترلاسه شوی اسناد ښيي، چې د یادې ادارې مشر شهاب الدین دلاور خپل زوی کریم الله دلاور ته، چې ده د خپل ساتونکي په توګه معرفي کړی، د قطر، ترکیې، ډنمارک او ناروې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له پنځو مرستندویه ادارو امتیازي معاشونه اخلي.

په یوه ترلاسه شوي مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د بریښنا لیک پر بنسټ د قطر سره میاشت د ۲۰۲۵ میلادی کال د مارچ میاشتې له لومړی نیټې څخه د شهاب الدین دلاور زوی کریم الله دلاور ته امتیازي معاش ورکوي.

100%

د طالبانو په سرې میاشتې ټولنه کې سرچینو وویل، چې ددې ډلې د سرې میاشتې رییس شیخ شهاب الدین دلاور خپل زوی ته د قطر سرې میاشتې ټولنې ترڅنګ د ډنمارک سره صلیب، ترکۍ سرې میاشتې او د ناروې له سره صلیب څخه امتیازي معاشونه اخلي.

دوی زیاتوي، چې پخوانۍ رهبرۍ د سرې میاشتې ټولنې کارمندانو ته ۳ زره افغانۍ امتیازي معاش ټاکلی و خو شهاب الدین دلاور د مامورینو یاد امتیازي معاش بند کړ.

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې ځینو کارمندانو نیوکه وکړه، چې شهاب الدین دلاور نه یوازې یو زوی ته بلکې د زامنو په ګډون ګڼو خپلوانو ته ورته امتیازي معاشونه له ډونرانو څخه اخلي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور د اداري فساد او د خپلوانو د ګمارنو په اړه رسمي مکتوبونه خپاره کړل خو نوموړی تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تیره ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو د سندونو له مخې راپور خپور کړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په سره میاشت ټولنه کې په لومړی بست کې د خپل مشاور په توګه ټاکلی دی.

سرچینې وايي، چې مولوي حفیظ الله د سرې میاشتې د قراردادونو په فساد کې پراخ لاس لري.

د روان کال د مرغومي پر دویمه افغانستان انټرنشنل - پښتو داسې سندونه ترلاسه کړل، چې له مخې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوې، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت څخه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي»