• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د دوو جلا عملیاتو پرمهال پنځه وسله‌وال وژل شوي دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ امنیتي چارواکو ویلي، چې نن ماښام د شاکس بای‌پاس پر سړک او د ملک دین خېل سیمه کې د وسله‌والو پر پټځایونو عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې پنځه وسله‌وال وژل شوي دي.

د خېبر ولسوالۍ د پولیسو مشر وقاص احد ویلي، چې د وسله‌والو پر ضد یې لومړی عملیات د شاکس بای‌پاس په سیمه کې پر یوه پټنځای ترسره کړي، چې په پایله کې یې درې وسله‌وال وژل شوي، خو دوه نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

همدارنګه، د خېبر پولیسو د ملک دین خېل په سیمه کې هم عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.

د خېبر پولیسو ویلي، چې د دواړو عملیاتو پرمهال یې وسلې او نور نظامي تجهیزات هم نیولي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په اسلام‌اباد کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله د ناوې او زوم په ګډون اته کسان وژل شوي دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د اسلام‌اباد په G-7 سیمه کې په یوه کور کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله د ناوې او زوم په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسلام‌اباد چارواکو ویلي، چې نن یکشنبه (د مرغومي ۲۱مه) د G-7 سیمې په یوه کور کې چې د واده مراسم په‌کې روان وو، د ګازو د ډبې چاودنه شوې چې له امله یې د ناوې او زوم په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

ځايي سرچینو ویلي، چې د چاودنې له امله څلور نور کورونه هم زیانمن شوي دي.

د اسلام‌اباد د ښاروالۍ پراختیا ادارې مشر محمد علي رندهاوا ویلي، چې په یاده پېښه کې د اته تنو وژل کېدو ترڅنګ ۱۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي او ټپیان دمګړی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

چارواکو ویلي، چې ډېری وخت د ژمي په موسم کې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي او له کورنیو څخه یې د احتیاط غوښتنه کړې ده.

د پاکستان پوځ وايي په خېبرپښتونخوا کې یې د ټي‌ټي‌پي ۱۱ وسله‌وال وژلي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۰

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د خېبرپښتونخوا په وزیرستان او کرُم سیمو کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ۱۱ جنګیالي وژل شوي دي. پوځ په دغو عملیاتو کې د یو شمېر وسلو او مهماتو له ترلاسه کولو هم خبر ورکړی دی.

ټي‌ټي‌پي لا تر اوسه د پاکستان د پوځ د دغو عملیاتو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

له دې سره سم، ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د خېبرپښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې د وسله‌والو په برید کې یو پاکستانی نظامي وژل شوی او د خېبر ولسوالۍ په ملاګوري سیمه کې د وسله‌والو او پاکستاني نظامیانو تر منځ په مخامخ نښته کې یو بل پاکستانی نظامي هم وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.

100%

د خېبر او باجوړ ولسوالیو چارواکو د پېښو د تایید ترڅنګ ویلي، چې په دواړو ولسوالیو کې چاڼیز هم عملیات روان دي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ ځایي چارواکو ویلی و چې په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو ټولې تیارۍ بشپړې شوي او د عملیاتو له امله له سیمې څخه د خلکو د اېستلو بهیر یې پیل کړی او عملیات به هم د روانې میاشتې تر ۲۵مې دوام وکړي.

سهیل اپریدي: له حیدراباد څخه د بېرته ستنېدو ټولې لارې راباندې تړل شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل اپریدي وايي، غواړي له حیدراباد څخه کراچې ته لاړ شي، خو د سند حکومت یې له حیدراباد څخه د ستنېدو لپاره ټولې لارې تړلې دي.

د خېبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل اپریدي چې د یوې ګوندي غونډې لپاره د سند ایالت په سوېل کې حیدراباد ته تللی و، اوس د بېرته ستنېدو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته شوي او د ځايي امنیتي کسانو له‌خوا یې د سفر مخنیوی شوی دی.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «له حیدراباد څخه د بېرته ستنېدو لپاره زما او زما د ټیم لپاره ټولې لارې تړل شوې دي او له سهار راهیسې مې څو ځله لارې بدلې کړې دي. همدا اوس د سهار کابو څلور نیمې بجې موږ پر یو تیاره لاره د کراچۍ په لور روان یوو».

اپریدي د سند د ځايي حکومت له لورې د هغه پر وړاندې د لارو تړلو په غبرګون ویلي، چې د سند حکومت د نوموړي او د هغه د ګوندي ملګرو په ژوند لوبې کوي.

نوموړي ویلي، چې د یوې صوبي د اعلی وزیر سره دغه ډول چلند به زیانمونکي پایلي ولري.

د بحران نړیواله ډله: د طالبانو له بیا واکمنېدو تر ټولو ډېر زیان پاکستان لیدلی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰

د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې پاکستان په ناڅاپي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. د دې بنسټ ارزونې ښيي چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شي، اسلام‌اباد به یو ځل بیا پر افغانستان بریدونو ته مخه کړي.

د بحران نړېوالې ډلې په خپل تازه راپور کې د دوحې او استانبول له ناکامو خبرو وروسته د طالبانو او پاکستان اړیکې «ترینګلې او نازکې» بللې دي. د راپور له مخې، د دواړو لوریو اړیکې هغه مهال لا خرابې شوې چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر وړاندې د اقدام غوښتنه ونه منله.

دا خپلواک فکري بنسټ، چې مرکز یې د بلجیم په بروکسل کې دی، لیکي چې طالب چارواکو د تړلو دروازو تر شا د ډیورند کرښې په نږدو کې د ټي‌ټي‌پي د حضور شتون منلی، خو استدلال کوي چې له دواړو هېوادونو څخه هېڅ یو پر ډیورند کرښه د تګ راتګ بشپړ کنټرول نه شي کولای.

راپور زیاتوي چې افغان طالبانو ادعا کړې، هغه ګڼ شمېر وسله‌وال یې کرښې ته له نږدې سیمو لرې کړي چې په ۲۰۲۴کال کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله بې‌ځایه شوي وو. خو سره له دې، طالبان لا هم د اسلام‌اباد اساسي غوښتنه، یعنې د ټي‌ټي‌پي د مشرانو سپارل، نه مني.

د بحران نړېوالې ډلې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د ۲۰۲۶کال د لسو احتمالي شخړو په لړ کې یاد کړی دی.

راپور ټینګار کوي چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړیکې «ډېرې پیاوړې» دي. په راپور کې همدارنګه راغلي چې پر ډیورنډ کرښه د پرتو سیمو ډېری پښتانه د پاکستان له مرکزي حکومت سره مخالفت لري، خو په دغو سیمو کې د وسله‌والو سخت ځپل ښايي برعکس پایله ولري. د بنسټ په باور، دا ډول کړنې کولی شي د طالبانو او ټي‌ټي‌پي جنګیالي د داعش پر لور ورټېل وهي، څو د طالبانو د ادارې پر ضد وجنګېږي.

په خیبر او باجوړ کې د نښتو پرمهال ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د خیبرپښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې د وسلوالو په برید کې یو پاکستانی نظامي وژل شوی او همداشان د خیبر ولسوالۍ په ملاګوري سیمه کې د وسلوالو سره د نښتې پرمهال یو بل پاکستانی نظامي هم وژل شو او ۳ نور ټپیان دي.

د خیبر او باجوړ ولسوالیو چارواکو د پېښو د تایید ترڅنګ ویلي، چې په دواړو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د یو بل خبر له مخې د خیبر ولسوالۍ د تېرا په سیمه کې د عملیاتو لپاره ټول چمتوالی بشپړ شوی دی او د سیمې د ځايي خلکو د بې ځای کېدو بهیر هم ادامه لري.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې ددې بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ ځایي چارواکو ویلی و، چې په تیرا دره کې د وسلوالو پر ضد د امنیتي عملیاتو ټولې تیارۍ بشپړې شوي او د عملیاتو له امله له سیمې څخه د خلکو د ویستلو بهیر به نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول پیل کړي او د روانې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي.