• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اندونیزیا پانګوالو د افغانستان د کانونو او کرنې په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین له اندونیزیایي دیني او اقتصادي استازو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغانستان د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې پراخ فرصتونه لري. اندونیزیایي پانګوالو ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وګوري.

په قطر کې د طالبانو سفارت وايي، په دې ناسته کې، چې د اندونیزیا د علماوو مجلس د بهرنیو اړیکو او نړیوالې همکارۍ د چارو مرستیال مشر علي حسن بحر او یو شمېر اندونیزیایي پانګوالو پکې ګډون درلود، د دواړو لوریو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او ګډو همکاریو خبرې اترې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، اندونیزیایي پانګوالو وویل چې غواړي په نږدې وخت کې افغانستان ته سفر وکړي او هلته د معادنو، کرنې، سیاحت او نورو اقتصادي برخو د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي.

د طالبانو د سفارت له قوله، دغو اندونیزیایي پانګوالو ویلي چې افغانستان د طبیعي سرچینو او کرنیزو ظرفیتونو له پلوه د پام وړ امکانات لري او کولی شي د دواړو هېوادونو لپاره ګټور تمام شي.

طالبانو په دې وروستیو کې د کانونو د استخراج برخې ته پاملرنه ډېره کړې او دې چارې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ولسي خلکو غبرګونونه هم پارولي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان غالۍ د ترکیې په نړۍوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، د غالیو یوه افغاني شرکت د ترکیې د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې د کلاسیک ډيزاین په برخه کې لومړی مقام خپل کړ. په دې نندارتون کې ۱۹ هېوادونو ګډون درلود.

مسوولین وايي، دغه غالۍ د صدیق قریشي د غالیو د تولیدي شرکت له لوري په جوزجان ولایت کې اوبدل شوې او د کلاسیک ډيزان په برخه کې د لومړي مقام ګټل یې یوه ستره لاسته راوړنه ده او په وینا یې، دا به په نړۍوالو بازارونو کې د افغاني غالیو ارزښت لاپسې لوړ کړي.

دغه دوه ورځنی نندراتون چې د ترکیې په استانبول کې پرانېستل شوی و، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) پای ته ورسېده او له افغانستان څخه په‌کې د غالیو اړوند شپږو شرکتونو ګډون کړی وو او همداراز دا دویم ځل دی، چې د افغانستان د غالیو شرکتونو د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت غالۍ نورو هېوادونو ته صادروي او د افغاني غالۍ د ښه کیفیت او ډیزاین له امله نړۍوال شهرت او همداراز ګڼ مینه‌ وال لري.

طالبان: پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته له دغه هېواد سره سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، د تېرو دوو کالونو سوداګریزې شمېرې ښیي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن شنبه، د مرغومي پر ۲۰ نېټه په یوه ویډیوي کليپ کې ویلي، چې د شمېرو له مخې پاکستان ته د افغانستان صادرات په ۲۰۲۴ کال کې ۸۷۰ میلیون ډالره وه او په ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راکښته شوې دي.

هغه همداراز ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې دوه میلیارد ۴۶۱ میلیون ډالره وه او په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ۷۶۶ میلیونه ډالره سوداګري شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د روان کال د لړم ۲۱مه اعلان وکړ او افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته یې وویل، هغه کسان چې د پاکستان سره قراردادونه لري؛ درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي. هغه زیاته کړې وه چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کېفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

ملا عبدالغني برادر د یوې ناستې پرمهال افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ویلي و، چې پاکستان په تېرو وختونو کې او په ځانګړي ډول د مېوو په موسم کې د سوداګرۍ لپاره لارې تړلې دي. هغه زیاته کړې و، چې د پاکستان وارداتي توکي بیا تر ډېره ټیټ کیفیت لري.

هغه وايي، که دا ځل پاکستان له افغانستان سره د لارو پرانیستل غواړي، نو باید تضمینونه ورکړي چې بیا دغه لارې نه تړي.

ملابرادر ټینګار کړی، چې د افغانستان صادرات او واردات باید له بدیلو لارو څخه ترسره شي، ترڅو سوداګري خوندي او د هېواد اقتصادي ګټه تضمین شي.

طالبان وايي هلمند کې د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰
100%

په هلمند کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د هلمندي تولیداتو لپاره د بازار موندنې او د صنعتکارانو د هڅونې په موخه د راتلونکي میاشت په پنځمه نېټه د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي.

په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د کانونو او صنایع خونې په ګډه د سلواغې په پنځمه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي.

طالبانو ویلي، په یاد نندارتون کې به د هلمندي صنعتکاراتو له‌خوا تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې شي.

په هلمند کې طالب مسوولینو له هلمندي سوداګرو او عامو خلکو غوښتنه کړې، څو په یاد نندارتون کې ګډون وکړي‌.

طالبانو ویلي، چې د کورني تولیداتو د نندارتونونو جوړول د بازار موندنې، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کورني تولیداتو په برخه کې د صنعتکارانو د هڅونې لپاره اغېزناک دي.

هرات څنګه ایران ته د ډالرو د قاچاق په دروازه بدل شوی دی؟

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۰
100%

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې هره ورځ ایران ته د هرات له لارې سلګونه زره ډالر قاچاق کېږي. سرچینو ویلي، د ګټې د کموالي له امله ایران ته د بهرنیو اسعارو قاچاق کم شوی، خو د پیسو د لېږد ډېره برخه د اسلام کلا او دوغارون له لارو مشهد او له هغه ځایه د ایران تر نورو ښارونو رسېږي.

افغانستان انټرنشنل په هرات او مشهد کې له اوو صرافانو، د قاچاقي اسعارو لېږدونکو او کمېشن کارانو سره مرکې کړې دي.

ایران ته کوم اسعار او ولې قاچاق کېږي؟

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، له افغانستان څخه د نورو بهرنیو اسعارو پر تله ډالر ډېر قاچاق کېږي.

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره میلیاردونه ډالر لګول شوي، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له افغانستان سره مرستې کمې شوي، خو د ملګرو ملتونو او امریکا بشري او نغدي مرستې لا هم دوام لري.

په ورته مهال بیا د افغانستان ګاونډی ایران د اقتصادي بندیزونو له امله د ډالرو له کمښت سره مخ دی.

په ایران کې د ډالرو تشې ډکولو لپاره افغانستان او عراق د یاد هېواد لپاره د ډالرو مهمې سرچینې دي او د ډالرو قاچاق، په ځانګړې توګه د هرت له لارې یو دوامداره او ګټور بهیر ګرځیدلی دی.

په ورته مهال، په روان کال کې طالبانو اعلان وکړ، چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان له پولو تر ۵۰۰ ډالرو ډېرې پیسې انتقال کړي. د تېر جمهوري نظام پر مهال هم ځینې کسان او ځانګړې ډلې د ډالرو د قاچاق په تور نیول کېدې، خو د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، د ډالرو د قاچاق پروسه هېڅ وخت نه‌ده دریدلې.

سرچینو په ټینګار سره ویلي، چې ځین‍ې وختونه له افغانستان څخه د ډالرو د قاچاق مخنیوی یوازې په موقتي ډول ترسره شوی، خو د ډالرو د قاچاق کمېدلو لامل د تېر حکومت او د طالبانو د بندیزونو له امله نه‌دي، بلکې ریښه یې د ایران په بازار کې د ډالرو د غوښتنې په کموالي کې ده.

له افغانستان څخه ایران ته د پېسو د قاچاق درې عامې لارې

سرچینې وايي، چې ایران ته د ډالرو د قاچاق یوه برخه د نیمروز له لارې ترسره کېږي، خو د لارې د اوږد واټن له امله په بیه کې د بدلون خطر زیاتوي، نو د اسعارو قاچاق کوونکي لنډه لاره غوره ګڼي څو اسعار ژر تر ژره تر ټاکلي ځایه ورسوي.

د نړۍوالو ټکسيو له لارې د اسعارو لېږد

د موندونو له‌مخې، بهرني اسعار له هرات څخه ایران ته په بېلابېلو بڼو قاچاق کېږي، خو اصلي لېږد یې د هغو ټکسیانو له لارې ترسره کېږي، چې هره ورځ د هرات ـ مشهد ترمنځ تګ راتګ کوي او یادې ټکسیانې د پیسو د لېږد مسوولیت لري.

100%
د هرات - مشهد ټکسي

د ټرانسپورټي شرکتونو یادې ځانګړې ټکسیانې هره ورځ د هرات ـ مشهد ترمنځ ګڼ مسافر دواړو خواو ته لېږدوي.

په هرات کې د یوې صرافۍ مسوول چې نه‌غواړي نوم یې واخېستل شي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ډالرو د قاچاق په اړه د طالبانو له پراخو سختګریو سربېره هم د جمهوریت پر تله د اسعارو قاچاق اسانه شوی دی. د نوموړي په خبره، پر بندرونو ایران ته تلونکې او راتلونکې ټکسیانې نه پلټل کېږي.

نوموړی وايي، که طالبان وغواړي‌ نو په خورا اسانۍ سره د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه نیولای شي او ښايي ګڼ قاچاق کوونکي هم ونیسي.

د باروړونکو موټرو په وسیله د اسعارو قاچاق

په ورته مهال، ځینې سرچینې وايي، چې وخت نا وخت د باروړونکو لاریو په وسیله هم د اسعارو قاچاق ترسره کېږي، خو یاده طریقه ډېره خطرناکه ګڼل کېږي او له دې لارې د اسعارو قاچاق ډېر کم تر سره کېږي. د سرچینې په وینا، ښايي لارۍ تر پنځو ورځو پورې په ګمرک کې ایسار شي، خو د ډالرو قاچاق او انتقال د هرې ورځې د بازار له قیمت سره سم تر سره کېږي او په داسې حالاتو کې قاچاق کوونکي زیانمن کېږي.
سرچینې ویلي، چې د جمهوري نظام پر مهال یادو باروړونکو لاریو د اسعارو په قاچاق کې مهم رول درلود، خو اوس له یادې لارې د اسعارو قاچاق کم شوی دی.

د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو له‌خوا د اسعارو لېږد

بېلابېلو سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د اسعارو د قاچاق درېیم ډول د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو له‌خوا تر سره کېږي. د دوی په خبره، په هرات کې د ایران کونسلګرۍ یو شمېر هرات مېشتو ته درې میاشتنۍ ویزې ورکړې دي او یاد کسان هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه ایران ته په کمه اندازه توکي په لاس کې انتقالوي.

د سرچینو په وینا، یادو کسانو به مخکې وختونو کې وریجې او برېښنايي وسایل ایران ته انتقالول او له ایران څخه به یې نور توکي افغانستان ته راوړل، خو اوس طالبانو له افغانستان څخه ایران ته د وریجو په ګډون چې ډېره ګټه ترې لاسته راتله، د نورو توکو لېږد بند کړی او یاد کسان د دې پرځای چې ایران ته خالي لاس لاړ شي، له ځان سره ډالر انتقالوي.

سرچینې زیاتوي، که څه هم یاد کسان پر یوه وخت ډیرې پیسې نه‌شي لېږدولی، خو د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو ډېر شمېر ته په کتو هره ورځ سلګونه زره ډالر ایران ته انتقالېږي. یوه صراف ویلي، چې هره له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ویزه لرونکي کسان پر یاده لاره تګ راتګ کوي، که هر یو له ځان سره له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالره انتقال کړي، نو هره ورځ به له ۶۰۰ زره څخه تر یو میلیون ډالر ایران ته قاچاق شي.

سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې د تېر جمهوري نظام د استخباراتي ادارو لوړپوړي چارواکي هم ایران ته د بهرنیو اسعار په قاچاق کې ښکیل وو او یاد کار طالبانو ته له تېر حکومت څخه په میراث کې پاتې شوی دی، خو د سرچینو په وینا، دمګړی د تېر حکومت پر تله ایران ته د بهرنیو اسعار قاچاق کم شوی دی.

د اسعارو په قاچاق کې د ایران رول

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ایران د بهرنیو اسعارو د قاچاق هرکلی کوي. د دوی په وینا، کله چې قاچاق کوونکي د افغانستان له پولې ایران ته ننوځي، نو د دوغارون پر پوله سرحدي ګمرک ته ځان رسوي او د سرحدي ګمرک افسران او د ایران د اطلاعاتو وزارت استازي یادو قاچاق کوونکو د پیسو د انتقال جواز ورکوي.

د انتقال له جواز تر لاسه کولو وروسته یاد کسان په ډیرې اسانۍ سره د ایران هرې برخې ته ډالر انتقالولی شي.

سرچینو ویلي، که ایراني سرچینو ته د پیسو د لېږد په اړه معلومات ور نه‌کړل شي، ښايي د پیسو د ضبط ترڅنګ له درنې جریمې سره مخ شي.

سرچینو دا هم ویلي، هغه کسان چې ایران ته ډیرې پیسې قاچاق کوي، په هرات کې د ایران له کونسلګرۍ سره ښې اړیکې لري او هغوی ته په ډیرې اسانۍ سره اوږدمهاله ویزه ورکوي.

د قاچاق حجم او ګټې

له افغانستان څخه ایران ته د پیسو د ورځنۍ یا میاشتنۍ د لېږد په اړه کره شمیرې نشته، ځکه دا کار په غیر رسمي ډول ترسره کېږي او تل بدلون کوي، خو سرچینو ویلي، چې کله نا کله په موټرو کې تر ۲۰۰ زرو ډالر هم ځای پر ځای کېږي.

همدارنګه سرچینو ویلي، چې له دې څخه د ډېرو پیسو لېږد د افغانستان او ایران دننه په همغږۍ سره ترسره کېدای شي.

یوې سرچینې ویلي، چې دمګړۍ ایران ته د پیسو د لېږد کمېشن د هر ۱۰۰ زرو پر سر له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ ډالرو پورې دی، خو په ایران کې د لاریونونو له زیاتوالي سره د پیسو د انتقال کمېشن هم لوړ شوی دی. د دوی په خبره، پیسې لومړۍ مشهد او له هغه ځایه بیا د ایران نورو سیمو ته لېږدول کېږي.

د پیسو یوه قاچاق کوونکي ویلي، که یو کس له هرات څخه ایران ته د نن نیټې د مرغومي ۱۸مه د تبادلې په قیمت مشهد ته ډالر ولېږدوي د هر ډالر قیمت ۱۴۶۵۰۰ تومان دی، خو که دا پیسې په تهران کې وسپارل شي، نو د هر ډالر قیمت به ۱۴۸۰۰۰ تومان حساب شي؛ د الوتکې د ټکټ د قیمت او د پیسو د لېږد د لوړ خطر له امله ډیری وختونه یاد کسان په مشهد کې د پیسو سپارل غوره ګڼي.

د سرو زرو د قاچاق د تقاضا زیاتېدل

سرچینو ویلي، چې په دې وروستیو کې د صرافانو لپاره د اسعارو د قاچاق عمومي ګټه راکمه شوې ده. دوی وايي، چې په تېرو کلونو کې د هرو ۱۰۰ زرو ډالرو لېږد، د پیسو د اصلي څښتن لپاره تر ۵۰ میلیونه تومان ګټه رسوله، خو اوس د ډالرو له قاچاق څخه د تر لاسه کېدونکې ګټې کچه راټېټه شوې ده. د یادو سرچینو د معلوماتو له‌مخې، په دې وروستیو کې د پیسو یو شمېر قاچاق کوونکو له افغانستان څخه ایران ته د سرو زرو انتقال ته مخه کړې ده.

یوه طالب د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ته له افغانستان څخه ایران ته د سرو زرو د قاچاق کچې د لوړېدو پخلی کړی دی. یاد طالب چارواکي ویلي، چې دوه اوونۍ مخکې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ یو اوسېدونکی ایران ته د نږدې ۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تور ونیول شو.

د هرات او ایران د بازارونو تکیه

د هرات او د ایران د اسعارو د بازار ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه شته. افغانستان انټرنشنل په لومړي ځل م‍وندلې، چې له ایران څخه هم هرات ته لږ تر لږه په دوو پړاوونو کې ډالر قاچاق شوي دي.

بېلابېلو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د ډالرو پر وړاندې د تومان ارزښت په لوړېدو سره، ډالر له ایران څخه هرات ته قاچاق کېږي، خو د ایراني چارواکو د سختۍ له امله له ایران څخه هرات ته د ډالرو د قاچاق خطر خورا لوړ دی.

سرچینو ویلي، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړو له پای ته رسېدو وروسته د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت لوړ شو او د شاوخوا شلو ورځو لپاره له ایران څخه هرات ته د ډالرو د لېږد کچه لوړه وه.

هرات څه ډول د ایران د اسعارو بازار کنټرولوي؟

افغانستان انټرنشنل په ایران کې له دوو افغان صرافانو سره خبرې کړي. دوی وايي، چې د هرات د اسعارو بازار په ایران کې د اسعارو د تبادلې لپاره د قیمتونو په ټاکلو کې مهم او اغېزناک رول لري. د دوی په خبره، په ایران کې د بندیزونو، د اسعارو د لېږد لپاره د رسمي لارو نشتوالي او په ایران کې د ناسمو پولي تګلارو له امله په هرات کې د اسعارو په قیمتونو کې کوچنی بدلون له څو ساعتونو څخه وروسته په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د اسعارو پر بازارونو هم څرکندیږي.

په هرات کې د صرافانو ټولنې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ښايي باور کول یې ګران وي، چې په هرات کې یوه شل کسیزه ډله په ایران کې د ډالرو بیې ټاکي.»

نوموړی زیاتوي، چې په هرات کې د قمار په څېر سوداګري روانه ده، خلک یې «سفته‌بازي» بولي. د سرچینې په وینا، په دې کې خلک سلګونه زره ډالر په هغه نرخ اخلي او پلوري چې په بازار کې ورته «فردایي» يا د سبا نرخ وايي. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په دې معاملو کې هېڅ فزیکي نغدي پيسې نه‌لیږدول کېږي؛ خلک يوازې په دې شرطونو باندې حساب کوي چې سبا به نرخ بدل شي او پر هغې به ګټه يا تاوان معلوموي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، یاد کسان د ټېلګرام چینلونه لري، چې د ایران پر بازار یې قوي اغېز شیندلی او هر هغه قیمت چې یاد کسان د ګټې او زیان په توګه ټاکي، د ایران بازار یې تر اغېز لاندې راځي.

د روان کال په لړم میاشت کې ایراني رسنیو د ایران د مرکزي بانک د پخواني رییس محمد رضا فرزین او د هرات د صرافانو د لېدنې انځور خپور کړی و او یاده موضوع له سختو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د ایران مرکزي بانک د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د هرات صرافانو د ایران په سرحدي ولایتونو کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه له فرزین سره کتلي و.

100%
د ایران د مرکزي بانک پخوانی رییس محمد رضا فرزین او د هرات صرافان

په ورته مهال، ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یادې لېدنې پر مهال په ایران کې د هرات د یو شمېر صرافانو د بانکي حسابونو د تړل کېدو په تړاو خبرې شوي، خو د هرات د صرافانو یوې سرچینې چې په یاده غونډه کې یې ګډون درلود ویلي، چې د ایران د مرکزي بانک پخواني رییس د هرات له صرافانو څخه غوښتنه کړې وه، د هغو کسانو د فعالیتونو مخه ونیسي، چې په ایران کې د اسعارو د بازار قیمتونه اغیزمنوي.

ایران وايي د اسلام کلا له لارې یې افغانستان ته د ۲۳۰ میلیونه ډالرو توکي صادر کړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۰
100%

د روان لمریز کال له پیله تر اوسه، افغانستان ته د دوغارون-اسلام کلا بندر له لارې ټول ۷۱۴ زره او ۶۷۹ټنه توکي صادر شوي. د دوغارون د ګمرک د چارواکو په وینا، د یادو صادرو شویو توکو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۳۰ میلیونه او ۳۵۵ زره او ۳۰۸ امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

ایران د دوغارون د چارواکو له قوله خبر ور کړی، چې په همدې موده کې ۳۸۲ زره او ۵۳۷ټنه توکي د ۱۸۴ میلیونه او ۵۲۰ زره او ۵۳ډالرو په ارزښت د دوغارون له پولې څخه افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.

د دوغارون د ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د ګمرک سرپرست ویلي چې ودانیز توکي، مېوې، خوراکي توکي، سون‌توکي او د نفتو بېلابېل محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي.

د هغه په وینا، دوغارون له ایران نه د افغانستان پر لور د سوداګرۍ تر ټولو مهمه او لومړنۍ دروازه ده او د دې اقتصادي مرکز فعالیتونو د افغان پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو پام لا زیات کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دوغارون د ایراني او افغان سوداګرو د حضور او پانګونې لپاره یو «طلایي فرصت» دی او د قانون په چوکاټ کې له دې فرصت څخه ملاتړ کول د سرحدي سیمې د ودې او اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د صادراتو، ترانزیت، وارداتو او مسافري چارو د لا چټکتیا او اسانتیا لپاره د افغانستان د اسلام‌کلا او د ایران د دوغارون په ګمرکونو کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یوه جدي اړتیا ده، چې د مرکزي، ولایتي او ځایي چارواکو ځانګړې پاملرنه غواړي.