د ایران په لاریونونو کې ۵۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زرو ډېر نیول شوي

د ایران د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې ددغه هېواد په وروستیو ولسي لاریونونو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو ډلې هرانا د وروستیو معلوماتو له مخې،۴۹۰ مظاهرهچیان او ۴۸ امنیتي کسان وژل شوي او تر ۱۰،۶۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
د ایران رسمي چارواکو تراوسه د کره تلفاتو شمېر نه دی اعلان کړی، خو ددغه هېواد سپاه پاسداران ډلې اړوند خبري اژانس خبر ورکړی، چې پاموړ مرګ ژوبله شوې ده.
اعتراضونه د ډېسېمبر له ۲۸مه د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو پر ضد پیل شوي وو، خو وروسته یې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په پایله کې له را منځته شوي مذهبي حکومت سره مخالفت ته وده ورکړه. د ایران چارواکي امریکا او اسراییل د ناارامیو د رامنځته کولو په تور تورنوي.
په پلازمېنه تهران، مشهد او ګڼو نورو ښارونو کې خلک سړکونو ته را وتلي او د تغییر غوښتنه کوي.
د ایران دولتي تلویزیون د امنیتي ځواکونو د جنازو ویډیوګانې خپرې کړې او هغوی یې د “وسله والو ترهګرو” قربانیان بللي دي.
د ایران پخواني شاهزاده رضا پهلوي خلکو ته ویلي چې سړکونه پرې نه ږدی.
