له ایران او پاکستان نه تېره ورځ دوه نیم زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې تېره ورځ (د مرغومې ۲۰مه) له پاکستان او ایران نه ۴۵۲ کورنۍ چې ټولټال غړي یې ۲۴۸۲ کسان کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۴۱۱ د تورخم له لارې، ۳۴کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۷کورنۍ د اسلامکلا له لارې او یوه کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
