• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پکتیا ولایت کې ۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر بنسټ شپږ کسان د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د څمکنیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې له خوا له ۲۰څخه تر ۳۹دُرو پورې پر سزا محکوم شوي وو. دغه پرېکړه تر هغه وروسته عملي شوه، چې د سترې محکمې له خوا تایید شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د سزا د تطبیق لپاره په جوړه شوې غونډه کې د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدایه محکمې مشر مولوي جنت میر متقي، ولسوال قاري محمد صادق عمیر، امنیې قوماندان قاري محمد سفیر سلیم، د امر بالمعروف امر مولوي ذبیح‌الله، یو شمېر طالب نظامیانو او عامو خلکو ګډون درلود.

طالبان ویلي، دا سزاوې د هغوی د قضايي ارګانونو د پرېکړو پر بنسټ او د شرعي احکامو له مخې عملي شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له‌خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د بدني سزاوو د عملي کولو راپورونه زیات شوي او د طالبانو دغه اقدامات د بشري حقونو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

۵

ټي‌ټي‌پي د پاکستاني ځواکونو خلاف د افغان طالبانو په څېر تکتیکونه کاروي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بلخ کې دوه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په بلخ ولایت کې یې دوه تنه د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه محکمه وایي چې دا سزا یې د شرعي حکم پر بنسټ عملي کړې ده.

د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد دوه کسان هر یو یې د ۳۰ دُرو د وهلو په سزا محکوم شوي وو او حکم یې د اړوندو طالبانو د مسوولینو تر څار لاندې په عام محضر کې عملي شوی دی.

طالبانو ویلي، د دغه ډول سزاوو پلي کول د جرمونو د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه ترسره کېږي، خو د بشري حقونو بنسټونه دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي.

د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۸۰۰څخه ډېر کسان په دُرو وهلي دي. د بشري حقونو فعالان وایي، دا ډول سزاوې د انساني کرامت خلاف دي او د خلکو پر رواني او ټولنیز وضعیت ناوړه اغېز کوي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې بدني سزاوې ودروي او د عدالت په برخه کې نړیوالو معیارونو ته درناوی وکړي، خو طالبانو تل ټینګار کړی چې خپلې پرېکړې د شرعي اصولو له مخې عملي کوي.

طالبانو په تېرو شپږو ورځو کې ۲۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۰
100%

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په تېرو شپږو ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ۲۷ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور بدني سزاوې ورکړې دي.

د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری دغه سزاوې په عام محضر کې عملي شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دا سزاوې د کابل، هرات، بلخ، پکتیا، کونړ، میدان وردک، خوست، غزني، پروان، پکتیکا او بدخشان په ولایتونو کې پلي شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تورن کسان د غلا، اخلاقي جرمونو او نورو قضیو په تړاو د درو وهلو له سزا سره مخ شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان په ولایت کې نن یو کس د زنا په تور پر ۱۲میاشتو بند او ۳۹درو وهلو محکوم شوی او دا سزا پرې عملي شوې ده.

طالبانو واک ته له بیا راستنېدو وروسته په عام محضر کې د بدني مجازاتو او اعدامونو تطبیق بیا پیل کړی دی. دغه اقدامات د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ دي.

نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د تورنو کسانو پر وړاندې د بدني سزاوو تطبیق ودروي، خو طالبان وایي چې دا مجازات د دوی له لوري د «اسلامي شریعت» پر بنسټ عملي کېږي او پر خپله تګلاره ټینګار کوي.

طالبانو په میدان وردګ کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په میدان وردګ ولایت کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو ابتدایه محکمې له دې ډلې «يو مجرم ته د يو کال، دويم مجرم ته څلور میاشتې او درېيم مجرم ته د ۱۲ کلن تنفيذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده».

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په پکتیکا کې ۳ کسان د غلا په تور په دُرو وهلي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې درې کسان د غلا په تور په دُرو وهل شوي دي. طالبانو ویلي چې دغه کسان ۲۰ تر ۳۰ دُرې وهل شوي او همدا راز له شپږ میاشتو څخه تر یو نیم کال پورې په بند هم محکوم شوي دي.

د ګیان ولسوالۍ ابتدایي محکمه دغه کسان د سې شنبې په ورځ د مرغومې په ۱۶مه نېټه په دُرو وهلي دي. دغه مجازات د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوي دي.

طالبانو په تېره اونۍ کې لږ تر لږه ۳۶ کسان په بېلابېلو تورونو د ټول افغانستان په کچه په دُرو وهلي دي.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې د بدني سزا، شکنجې او عامه ارعاب سره مخالفت کړی، طالبانو په عامه ځایونو کې د مجازاتو ورکولو ته ادامه ورکړې ده.

طالبان دا کړنې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په توګه یادوي.

طالبانو په هرات او پکتیا کې ۹ کسان په دُرو وهلي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په هرات او پکتیا کې یې ۹ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د جعلي پيسو په جرم او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات ولایت کې یې اته کسانو ته «د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور د دوو کلونو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پکتیا ولایت کې یې یو کس ته د «جعلي پيسو په جرم» د شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.