• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: دوه‌نیم میلیونه زده‌کوونکي په دیني او ۱۲ میلیونه په عصري زده‌کړو بوخت دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیــح الله مــجاهد وایي چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا دوه‌نیم میلیونه زده‌کوونکي په دیني او له ۱۲ میلیونو ډېر زده‌کوونکي په عصري زده‌کړو بوخت دي. مجاهد ویلي دي، چې عالمان باید د شرعي احکامو د پلې‌کېدو پر وخت له نرمښت کار واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د کندهار «جهادیه مدرسې» په فراغت‌غونډه کې کړې دي.

مجاهد دا هم ویلي چې که د خلکو اصلاح په نېکه طریقه سره وي، هم ټولنې او هم خلکو ته خیر رسېږي ځکه په وینا یې د افغانستان خلکو همېشه د عالمانو خبرو ته غوږ اېښی او د دوی لارښوونې یې په خپل ژوند کې عملي کړې دي.

مجاهد د عصري او دیني علومو زده کوونکو شمېر په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي، چې د کومو رسمي ادارو معلومات دي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو او پالیسیو له امله له عصري علومو سره د یو شمېر خلکو لېوالتیا کمه شوې او د زیاتو مدرسو په جوړېدو سره د ددیني زده کړو د زده کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

له دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا ویلي و، چې پر دیني زده‌کړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې کبله نیوکې کېږي چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دغې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګې پورته افغان نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړو محرومې کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د کابل- جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې نن غرمه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ سورۍ تېږې سره نژدې یو موټر سیند ته لوېدلی و، چې په دې پېښه کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ تنه غړي مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي شوې ده.

د سرچینو په وینا، تر اوسه پورې د ځینو مړو شویو کسانو مړي له اوبو څخه نه دي رااېستل شوي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري، چې ورځ تیاره شوې خو اوس هم د مړو جسدونو د راېستلو لپاره د ژغورنې ډلې بوختې دي.

د سړکونو تنګوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکو نښو او لوحو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو له لوري د نشه‌يي توکو استعمال او په ټوله کې د ټرافیکو اصولو په پام کې نه نیول په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه بلل کېږي.

د اندونیزیا پولیس وایي چې بې اسناده افغان او افریقايي کډوال یې نیولي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د اندونیزیا پولیس وایي چې د دغه هېواد د لوېدیځ نوسا تنګارا ولایت په ختیزه لومبوک سیمه کې یې شپږ بې‌اسناده کډوال، چې د افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو وګړي دي، نیولي دي. د پولیسو په وینا، یاد کسان یې د غیرقانوني سفر په تور نیولي دي.

د انټارا خبري اژانس د راپور له مخې، د ختیځ لومبوک د پولیسو د عامه اړیکو مشر او مرستیال کمېشنر نیکولاس عثمان ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه کډوال په مارینکیک ټاپو کې یوې چمتو کښتۍ ته ولېږدول شي.

عثمان زیاته کړه، پولیسو له دې شپږو کسانو سربېره یو ځايي اوسېدونکی هم نیولی، چې د دې ډلې د ملتیا مسوولیت یې درلود. همداراز، هغه کښتۍ هم نیول شوې چې ګومان کېږي له ختیځ لومبوک څخه د حرکت لپاره چمتو کېده.

د هغه په خبره، د دې قضیې په تړاو د پولیسو څېړنې لا هم روانې دي.

نیول شوي ځايي اوسېدونکي، چې سوهادي نومېږي، ادعا کړې چې یوازې د دې کسانو د ملتیا لپاره تر تانجونګ لوار پورې ګومارل شوی و او د هغوی د بې‌اسنادۍ له وضعیت څخه ناخبره و.

هغه ویلي چې د دې کار په بدل کې یې ۱۰۰زره اندونیزیایي روپۍ ترلاسه کړې دي.

سوهادي همداراز ویلي چې دغه ډله درې شپې د ایکاس بوانا په کلي کې په یوه کورني مېلمستون کې پاتې شوې وه. د هغه په وینا، د مېلمستون مالک ترې غوښتي و چې دغه کسان تانجونګ لوار ته ورسوي، خو کله چې دوی ټاکلي ځای ته ورسېدل، د اړیکې کس حاضر نه شو او په همدې وخت کې پولیس ورسېدل او ټول کسان یې ونیول.

د اندونیزیا پولیسو تر اوسه د نیول شویو کډوالو هویت او د هغوی احتمالي وروستی منزل نه دی په ډاګه کړی.

طالبانو د افغان فلم ټول تشکیلات لغوه کړي او کارکوونکي یې په کور کښېنولي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د افغان فلم ټول تشکیلات لغوه کړي او ددې ادارې کارمندان یې په کور کښېنولي دي. طالبانو په لومړيو کې د افغان فلم ادارې نوم سمعي او بصري ریاست ته بدل کړ خو ددې ادارې کارمندان پر ځای ول.

په کابل کې د افغان فلم ادارې ځینو کارمندانو نن د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۲مه نېټه وویل، چې طالبانو د افغان فلم کارمندان له خپلو دند ګوښه کړي دي.

دوی وویل، چې طالبانو په کابل کې د افغان فلم ادارې ودانۍ په څو برخو وېشلې ده او ځینې برخې یې تخریب کړې دي.

د افغان فلم ځینو کارمندانو په اندېښنې سره وویل، چې احتمال شته طالبان د افغان فلم ارشیف ته هم زیان ورسوي.

ځینې ګوښه شوي کارمندان وايي، چې د اداري اصولو له په پام کې نیولو پرته له دندې لرې شوي او اوس له بې کارۍ سره مخ دي.

د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو د افغان فلم ټول جوړښت له منځه وړی دی.

کریمي وویل:«طالبانو د افغان فلم جوړښت له منځه وړولو ترڅنګ په دېوالونو باندې د افغان فلم رسامي او نښانونه تخریب کړي دي.»

د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د افغان فلم ارشیف د ویجاړیدو له جدي خطر سره مخ و. د هغه وخت د دې ډلې مشرتابه د یادې دولتي ادارې د ټول ارشیف د ویجاړولو امر کړی و او دا ځل هم دا ګواښ پرځای دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغان فلم د ارشیف د لیږد امر کړی و او هلته یې ځای پر ځای کړی و.

طالبانو د واک له نیولو وروسته د افغان فلم نوم سمعي او بصري ریاست ته بدل کړ او د خپلې ډلې په ګټه یې فلمونه جوړول خو د افغان فلم تجربه لرونکو کارکوونکو ګوښه کېدل ښيي، چې ددې ادارې چارې فلج شوې دي.

افغان فلم په حکومتي چوکاټ کې جوړه شوې اداره وه او په دې کې د افغان شاهانو، له امان الله خان څخه نیولې تر ظاهر شاه پورې، دګڼو پخوانیو مشرانو ویډیوګانې او فلمونه خوندي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانونه له مخې په ټول هېواد کې د ساکښو انځورونو اخیستل او خپرول منع شوي دي.

طالبانو تر اوسه د افغان فلم د کارمندانو د شړلو په اړه څه نه دي ویلي.

اپریدی: افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پولې لري خو هغوی کله هم شکایت نه دی کړی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، چې که افغان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي، پوځ یې باید ثبوتونه وړاندې کړي. هغه وویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پولې لري، خو هغوی کله هم شکایت نه دی کړی، نو اسلام اباد ولې شکایت کوي، چې له افغانستان نه ترهګري کیږي.

سهیل اپریدي په کراچۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که داسې ثبوت وي چې له افغان خاورې نه په پاکستان کې ترهګري پکې ثابتېدای شی، د پاکستان پوځ یې باید وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، «په ۲۰۲۲ کې د طالبانو او ترهګرو د بېرته ځای پرځای کولو تړون شوی و، چې د مراد سعید د وینا له مخې موږ ورته ویلي وو چې دوی دې نه راځي».

اپریدي څرګنده کړه چې له افغانستان سره د کرښې د امنیت لپاره د اغزن تار پر لګولو میلیونونه روپۍ ولګول شوې او باید هېڅ ترهګر نه وای داخل شوی، خو بیا هم ترهګر دننه شول او په هیواد کې یې فعالیت پیل کړ.

هغه وویل چې جنرال باجوه د طالبانو او ترهګرو د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه د تحریک انصاف کابینې رد کړې وه.

د افغان کډوالو په اړه نوموړي وویل، «موږ اړ یو چې د هر ډول ملي پالیسۍ احترام وکړو، خو دلته د ښه افغان او بد افغان سیاست عملي شوی دی. په پېښور کې یومجرم افغان ته لومړی شناختي کارډ ورکړل شو، بیا یې انتخاباتو کې برخه واخیسته او په پای کې یې د فارم ۴۷ له لارې رایې وګټلې، خو هغه افغانان چې د پاکستان اقتصاد کې مثبت رول لوبوي، له هیواد څخه ایستل شوي دي».

سهیل اپریدي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د کرښې د امنیت او د کډوالو د قانوني او غیرقانوني استفادې په اړه باید بشپړ شفافیت وي، څو د هېواد امنیت خوندي وساتل شي.

هغه وویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پولې لري، خو نورو هېوادونو کله هم شکایت نه دی کړی، نو اسلام اباد ولې شکایت کوي، چې له افغانستان نه ترهګري کیږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، سهیل اپریدي نن د افغان طالبانو د ویاند په څېر خبرې کړې دي، حال دا چې د ده په وینا، ټولې نړۍ د افغان طالبانو له خوا د ترهګرو د ملاتړ څرګند شواهد لیدلي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د کارېدو په اړه نه‌ انکارېدونکي اسناد موجود دي.

په افغانستا‌ن کې بند پاتې پاکستاني محصلانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه ورکړل شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰
•
جواد شينواری

د پاکستان د کډوالو ادارې سرچینې وايي، د جنورۍ د ۱۲ او ۱۳مې نېټې په لړ کې هغو پاکستاني محصلانو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې، چې په افغانستان کې بند پاتې وو. د سرچینو په وینا، عامو پاکستاني وګړو ته هم دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې پاکستان ته لاړ شي.

د تېر کال د اکتوبر پر ۱۲مه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو تر څنګ په لوی شمېر سوداګر، کارګر او موټرچلوونکي بند پاتې دي.

یادو محصلانو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو دوی ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ور کړې ده.

خو نن په تورخم کې د پاکستان د امیګریشن سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جنورۍ د ۱۲مې او ۱۳ مې نېټې په لړ کې هغو ۲۸ پاکستاني محصلانو ته چې په افغانستان کې بند پاتې وو، پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې ده.

یادو محصلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم لارې تړل کېدو ددوی د زده کړو بهیر اغیزمن کړی دی.

پر تورخم اوښتو۲۸ پاکستاني محصلانو د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په طب، انجینرۍ او نورو تعلیمي څانګو کې زده‌کړې کولې.

100%

دغو محصلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د لارو تړل کېدو نه یوازې د هغوی زده‌کړې اغېزمنې کړې، بلکې د استوګنې، خوراک او مالي ستونزو سره یې هم مخ کړي وو.

د یادو محصلانو کورنیو د لنډ مهال لپاره د تورخم دروازې پرانیستل مثبت ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ چې تورخم دې دایمي پرانیستل شي، چې نور بند پاتې محصلان او عام وګړي هم خپلو کورونو ته ستانه شي.

محصلانو وویل چې تمه ده سبا هم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د پاکستاني محصلانو یوه لویه ډله پر تورخم واوړي.

د محصلانو کورنیو د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې افغانستان ته د تعلیمي موخو لپاره تلونکو محصلانو لپاره ځانګړي ترتیبات ونیسي، څو په راتلونکي کې له ورته ستونزو سره مخ نه شي. دوی وویل، د لارو تړل کېدو نه یوازې محصلان بلکې عام وګړي او ناروغان هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

تورخم بندر له تېرو دریو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ پرم ختړلی ، چې له امله یې د دواړو هېوادونو خلک، سوداګر او په ځانګړي ډول محصلان له جدي ستونزو سره مخ وو.