• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د ۱۴۰۵ کال د حج لپاره د نوم ليکنې بهير پيلوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د ۱۴۰۵ کال د حج لپاره د نوې نوم ليکنې بهير پيلوي. د یاد وزارت په وینا، د حج د نوې نوم ليکنې بهیر د مرغومي پر ۲۴مه نېټه پیلیږي او د سلواغې میاشتې تر څلورمې نيټې پورې په مرکز کابل ښار او ولایتونو کې پیلیږي.

د رسمی شمیرو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې ۳۰ زره حاجیان په ٩٧ الوتنو کې د حج مراسمو ته لیږدول شوي وو.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او جرمني استازو د افغان کډوالو د وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۰
100%

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د جرمني له شارژدافیر رولف ډیټر رینهارډ سره کتلي او د افغان کډوالو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو د همکارۍ پر لارو چارو سره غږېدلي دي.

په قطر کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې له پاکستان او ایران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو، د هغوی د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.

یاد وزارت د جرمني د شارژدافیر له قوله ویلي، چې افغانستان ته یې پر سفر او له طالب چارواکو سره پر لیدنو او مخامخ ناستو خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغانانو د ستونزو د کمولو او د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅې روانې وساتي.

جرمني په دې وروستیو کې له طالبانو سره تخنیکي اړیکې زیاتې کړې او ددې اړیکو یوه مهمه موخه په دغه هېواد کې د غیر قانوني او مجرمو افغان وګړو د اخراج د لارو چارو اسانه کول دي.

جاپان د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره ۲۴۰ زره ډالره مرسته وکړه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې خبر ورکړی، چې جاپان د افغانستان د روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه ۲۴۰ زره امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

د یادې ادارې د دوشنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغې مرستې یې هرکلی کړی او دا به په بېړنیو حالاتو کې د راستنېدونکو، زیانمنو وګړو، ماشومانو او ښځو لپاره د بېړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې وکارول شي.

د راپور له مخې، دغه مالي مرسته به د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په ښه‌والي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې روغتیايي امکانات هلته محدود دي.

دا مرسته په داسې وخت کې کېږي، چې جاپان څو ورځې وړاندې هم د افغانستان لپاره د ۱۹.۵میلیونه امریکایي ډالرو اضافي مرستې اعلان کړی و. د جاپان د حکومت په وینا، دغه مرسته به د بشري مرستو او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او تمه ښودل شوې چې د اړمنو افغانانو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.

په همدې تړاو، په کابل کې د جاپان سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

ترکیې په تېرو څو ورځو کې ۱۳ افغان کډوال نیولي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰
100%

د ترکیې پولیسو په وروستیو څو ورځو کې ۱۳ افغان کډوال نیولي دي. د وان ښار پولیسو ویلي چې اووه افغان کډوال یې په یوه بار وړونکي موټر کې نیولي دي. په ورته وخت کې د ساکاریا پولیسو هم د شپږو «بې اسناده» افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.

د یادو ښارونو پولیسو درې کسان د افغان کډوالو د «غیرقانوني» انتقال په تور نیولي او قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.

نیول شوي کډوال له اداري پروسو وروسته د اړوندو ښارونو د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې پولیسو ټینګار کړی چې د بې اسناده کډوالو د پېژندنې او نیولو عملیات باید ګړندي وساتل شي او ویلي یې دي چې دا عملیات په ټوله ترکیه کې روان دي.

تر دې وړاندې د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي و چې په تېر یوه کال کې یې له ۴۲ زرو زیات افغان کډوال نیولي او افغانان د ۲۰۲۵ کال د نیول شویو کډوالو په سر کې دي.

ترکیه یونان ته د نږدېوالي له امله اروپا ته د افغان کډوالو د قاچاق یو مهم مسیر ګڼل کېږي.

پر ترکیه د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي په برخه کې د اروپا د فشار له امله، پولیس تقریبا هره ورځ افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې اخراجوي.

د طالبانو والیانو د هبت الله په لارښوونه له دیني عالمانو سره مشورتي ناستې پیل کړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰
100%

د طالبانو ولایتي چارواکو د دې ډلې د مشر په لارښوونه د ولایت او ولسوالیو په کچه مشورتي ناستې پیل کړې دي. په مزار شریف کې د ورته ناستې پرمهال د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا ویلي، چې دیني عالمان دې خپلې هڅې د طالبانو د ادارې د پرمختګ او پایښت لپاره وکاروي.

د طالبانو د بلخ ولایت رسنیز دفتر نن دوشنبه د مرغومي پر ۲۲مه خبر ورکړ چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله د دفتر د هدایت له مخې، په بلخ ولایت کې د مرکز او ولسوالیو په کچه له دیني عالمانو سره مشورتي ناسته شوې ده.

د بلخ والي یوسف وفا دیني عالمانو ته ویلي چې خپله وسه د طالبانو د نظام د پرمختګ او پایښت لپاره وکاروي او له ټولو دیني عالمانو یې وغوښتل چې د ملاهبت الله د توشیح شویو قوانینو، فرامینو، احکامو او هدایاتو په تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي او د د طالبانو د ادارې د ساتنې مسولیت په ښه ډول ترسره کړي.

والی یوسف وفا همدارنګه ویلي، د دیني عالمانو همکاري د دې لامل کېږي چې د طالبانو او عامو خلکو ترمنځ نږدېوالی زیات شي او د خلکو تر منځ هر ډول ژبني، قومي، سمتي او نورې تفرقې له منځه لاړې شي.

هغه ټینګار کړی چې دیني عالمان باید د طالبانو د ادارو د تشو ډکولو په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه د ولایت له مقام سره شریک کړي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د بلخ ولایت له۱۰۶ تنو دیني عالمانو سره د لا ښه انسجام، همغږۍ او مشورو لپاره د اړیکو شمېره شریکه کړې ده.

طالبانو په څلورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور ۱۳ کسان نیولي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې د هېواد په څلورو بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۳ کسان نیولي دي.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په بلخ ولایت کې د وسله‌والو غلو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې، په هرات ولایت کې د موبایل تلیفونونو او وسایطو د غلا په تړاو څلور تنه نیول شوي، په فاریاب ولایت کې د جوارګرۍ په تړاو څلور کسان او په دایکندي ولایت کې د خلکو د ځورونې په تور یو تن نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا نورو قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.