مولوي عبدالکبیر: نه چا ته په غره، نه اواره او نه سړک کې د طالبانو خلاف د خبرو اجازه ورکوو
په ایران کې له ولسي لاریونونو سره هممهاله، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له قومي مشرانو سره په غونډه کې ویلي چې دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د طالبانو د ادارې خلاف خبرې وکړي.
مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې د خوست ولایت د دوه منده ولسوالۍ په یوه غونډه کې له قومي مشرانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه ویلي چې د طالبانو نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او ولس باید دغه نظام وساتي.
عبدالکبیر زیاته کړې: «نه په غر او نه هم په هواره او سړک کې چاته اجازه ورکوو چې د نظام خلاف خبرې وکړي». هغه له قومي مشرانو غوښتي چې که څوک د طالبانو د نظام پر ضد څرګندونې کوي، نو ورته دې وایي چې «په خپله خوله دې پام وکړي».
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر همداراز ټینګار کړی چې د دوی حکومت د خپل نظام د ټینګښت او ثبات لپاره جدي دی او په وینا یې، د هر ډول مخالفت مخه به نیول کېږي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم د یوه فرمان په صادرولو سره ویلي وو، چې ټولې هغه رسنۍ او عامه خلک چې د طالبانو خلاف «بې بنسټه ادعاوې او عامه نیوکې» کوي له جزا سره به مخامخ شي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له څو ورځو راهیسې په ایران کې ولسي لاریونونو زور اخیستی او طالبان هلته له روان وضعیت نه په اندېښنه کې دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.