طالبان وایي سرپل کې یې دوه ماشومان له انسان تښتونکو ژغورلي دي

په سرپل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د انسان تښتونکو له منګولو دوه ماشومان ژغورلي دي. د یادې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه پېښې په تړاو یې دوه انسان تښتوونکي نیولي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
