• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره ۲۴۰ زره ډالره مرسته وکړه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې خبر ورکړی، چې جاپان د افغانستان د روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه ۲۴۰ زره امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

د یادې ادارې د دوشنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغې مرستې یې هرکلی کړی او دا به په بېړنیو حالاتو کې د راستنېدونکو، زیانمنو وګړو، ماشومانو او ښځو لپاره د بېړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې وکارول شي.

د راپور له مخې، دغه مالي مرسته به د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په ښه‌والي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې روغتیايي امکانات هلته محدود دي.

دا مرسته په داسې وخت کې کېږي، چې جاپان څو ورځې وړاندې هم د افغانستان لپاره د ۱۹.۵میلیونه امریکایي ډالرو اضافي مرستې اعلان کړی و. د جاپان د حکومت په وینا، دغه مرسته به د بشري مرستو او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او تمه ښودل شوې چې د اړمنو افغانانو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.

په همدې تړاو، په کابل کې د جاپان سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

ترکیې په تېرو څو ورځو کې ۱۳ افغان کډوال نیولي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د ترکیې پولیسو په وروستیو څو ورځو کې ۱۳ افغان کډوال نیولي دي. د وان ښار پولیسو ویلي چې اووه افغان کډوال یې په یوه بار وړونکي موټر کې نیولي دي. په ورته وخت کې د ساکاریا پولیسو هم د شپږو «بې اسناده» افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.

د یادو ښارونو پولیسو درې کسان د افغان کډوالو د «غیرقانوني» انتقال په تور نیولي او قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.

نیول شوي کډوال له اداري پروسو وروسته د اړوندو ښارونو د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې پولیسو ټینګار کړی چې د بې اسناده کډوالو د پېژندنې او نیولو عملیات باید ګړندي وساتل شي او ویلي یې دي چې دا عملیات په ټوله ترکیه کې روان دي.

تر دې وړاندې د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي و چې په تېر یوه کال کې یې له ۴۲ زرو زیات افغان کډوال نیولي او افغانان د ۲۰۲۵ کال د نیول شویو کډوالو په سر کې دي.

ترکیه یونان ته د نږدېوالي له امله اروپا ته د افغان کډوالو د قاچاق یو مهم مسیر ګڼل کېږي.

پر ترکیه د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي په برخه کې د اروپا د فشار له امله، پولیس تقریبا هره ورځ افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې اخراجوي.

د طالبانو والیانو د هبت الله په لارښوونه له دیني عالمانو سره مشورتي ناستې پیل کړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو ولایتي چارواکو د دې ډلې د مشر په لارښوونه د ولایت او ولسوالیو په کچه مشورتي ناستې پیل کړې دي. په مزار شریف کې د ورته ناستې پرمهال د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا ویلي، چې دیني عالمان دې خپلې هڅې د طالبانو د ادارې د پرمختګ او پایښت لپاره وکاروي.

د طالبانو د بلخ ولایت رسنیز دفتر نن دوشنبه د مرغومي پر ۲۲مه خبر ورکړ چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله د دفتر د هدایت له مخې، په بلخ ولایت کې د مرکز او ولسوالیو په کچه له دیني عالمانو سره مشورتي ناسته شوې ده.

د بلخ والي یوسف وفا دیني عالمانو ته ویلي چې خپله وسه د طالبانو د نظام د پرمختګ او پایښت لپاره وکاروي او له ټولو دیني عالمانو یې وغوښتل چې د ملاهبت الله د توشیح شویو قوانینو، فرامینو، احکامو او هدایاتو په تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي او د د طالبانو د ادارې د ساتنې مسولیت په ښه ډول ترسره کړي.

والی یوسف وفا همدارنګه ویلي، د دیني عالمانو همکاري د دې لامل کېږي چې د طالبانو او عامو خلکو ترمنځ نږدېوالی زیات شي او د خلکو تر منځ هر ډول ژبني، قومي، سمتي او نورې تفرقې له منځه لاړې شي.

هغه ټینګار کړی چې دیني عالمان باید د طالبانو د ادارو د تشو ډکولو په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه د ولایت له مقام سره شریک کړي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د بلخ ولایت له۱۰۶ تنو دیني عالمانو سره د لا ښه انسجام، همغږۍ او مشورو لپاره د اړیکو شمېره شریکه کړې ده.

طالبانو په څلورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور ۱۳ کسان نیولي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې د هېواد په څلورو بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۳ کسان نیولي دي.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په بلخ ولایت کې د وسله‌والو غلو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې، په هرات ولایت کې د موبایل تلیفونونو او وسایطو د غلا په تړاو څلور تنه نیول شوي، په فاریاب ولایت کې د جوارګرۍ په تړاو څلور کسان او په دایکندي ولایت کې د خلکو د ځورونې په تور یو تن نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا نورو قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي ۲۷۳ دولتي او نادولتي ادارې یې پلټلې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست د روان کال په درېیمه ربع کې ۲۷۳دولتي او نادولتي ادارې پلټلې دي. د یاد وزارت په وینا، په پلټنو کې ۸ زره او ۲۲۴ تنه کورني وګړي او ۲۷۶ بهرني وګړي په ګوته شوي چې د کار جواز یې نه درلود.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې په پلټل شویو ادارو کې ۱۰ دولتي او مستقلې ادارې، ۱۴۰ تولیدي شرکتونه او تخنیکي تصدۍ، ۱۴ کورنۍ او بهرنۍ موسسې او انجیوګانې د کار متفتشینو او ۱۰۹ ادارې د ګرځنده مراقبت ډلو له خوا پلټل شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د یادو پلټنو په ترڅ کې ۸ زره او ۲۲۴ تنه کورني وګړي او ۲۷۶ تنه بهرني وګړي په ګوته شوي چې د کار له جواز پرته پر کار او فعالیت بوخت وو.

یاد وزارت وايي، دغه کسان د کار جواز د ترلاسه کولو په موخه په رسمي ډول د بشري ځواک لوی ریاست ته معرفي شوي دي.

همداراز، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې موده کې د دولتي او نادولتي ادارو د ۲۱۰ کارکوونکو هغو ستونزو او ننګونو ته رسېدنه شوې چې په کاري چاپېریال کې ورسره مخ وو.

د یاد وزارت په وینا، په ادارو کې د تفتیش چارې د نافذه قوانینو، اصولو او مقرراتو له مخې ترسره کېږي، چې موخه یې په کاري چاپېریال کې د فساد، بې‌نظمۍ او غفلت مخنیوی او د کارګرانو د حقونو، امتیازاتو، خوندیتوب، لاسباړې او معاش، د قرارداد شرایطو او اضافه‌کار څارنه ده.

نړیوال بانک په خپل وروستي رپوټ کې د افغانستان د بیکارۍ کچه ۲۵ سلنه ښودلې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې بېکاري یوه جدي او نه‌انکارېدونکې ستونزه ده، خو ټینګار یې کړی و، چې د دې ستونزې د راکمولو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کېدو هڅې روانې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت: په دریو اونیو کې شاوخوا ۱۳۰ ټنه قاچاقي توکي نیول شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې مالیې وزارت وایي، د ګمرکونو عمومي ریاست ګرځند څارونکي ټیم په تېرو درېو اونیو کې شاوخوا ۱۳۰ ټنه قاچاقي توکي نیولي. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه توکي په ناقانونه ډول هېواد ته واردېدل او د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په نیول شویو توکو کې ۲۴ زره او ۸ کیلو ګرامه انساني طبي درمل، ۹ زره او ۸۷۹ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۷ زره او ۲۷۵ کیلو ګرامه وریژې، ۴۳ زره او ۲۰۰ کیلو ګرامه مالګه، ۵ زره او ۲۲۰ کیلو ګرامه نوې البسه، دوه زره او ۱۰۰ کیلو ګرامه روب، دوه زره او ۸۵۶ کیلو ګرامه ملایي، ۱۸۲ کیلو ګرامه د قیلون مواد او ۱۰ زره او ۹۴۳ کیلو ګرامه د چیلم مواد شامل دي.

دغه راز په نورو توکو کې ۵ زره او ۷۰۶ کیلو ګرامه د خیاطۍ اسباب، درې زره او ۲۶۵ کیلو ګرامه زراعتي درمل، دوه زره کیلو ګرامه آچار، ۲۱۰ کیلو ګرامه د مخ کریم، څلور زره کیلو ګرامه لیلامي البسه، ۵ زره او ۵۰۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه، ۱۱۲۵ کیلو ګرامه رول پلاسټیک، ۶۰۰ کیلو ګرامه وچې شیدې، ۲۸۰ کیلو ګرامه د چرګوړو غوښه، ۲۷۲ کیلو ګرامه رانجه، ۱۲۰ کیلو ګرامه غوړي، ۱۴۰ پاکټه کوچ، ۱۴۰ کیلو ګرامه مکروني، ۱۱۰ کیلو ګرامه انرژۍ، ۵۲۰ کیلو ګرامه هګۍ او ۶۰ کیلو ګرامه کینو دي.

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته داخل کړي.

نیول شوي توکي او له قاچاق سره تړلي کسان د نورو قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.