• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پروان کې د طالبانو قومندان: جمهوريت «طاغوتي» نظام و

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د پروان د طالبانو امنیه قومندان محمد جاوېد ضیاءالرحمان یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې پخوانی جمهوریت «طاغوتي نظام» و او له ټولو نړۍوالو امکاناتو سره سره له منځه ولاړ. نوموړي له خلکو غوښتي، چې عقیده او اخلاص وښيي او له دوی سره خپل ګډ مسوولیت ادا کړي.

دغه ولایتي طالب امنیتي مسوول د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) په پروان کې د خلکو یوې غونډې ته ویلي، چې «الله ته ستاسو د کړنو او عمل پایله وه چې اوس موږ لاسته راوړنې لرو».

نوموړي ویلي، چې پخوانی جمهوریت د امریکا او د هغې د متحدینو د پراخو امکاناتو له لرلو سره سره پر ځان بسیا نه و او له منځه ولاړ.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې چې څومره امکانات موجود وو، طاغوتي جمهوري نظام د امریکا او د هغې د متحدینو په ملاتړ رامنځته شوی و او د نړۍ له ګڼو امکاناتو برخمن و، خو بیا هم له منځه ولاړ».

طالبان د «طاغوت» اصطلاح د اسلامي لید له مخې هغه هر شي، شخص، ځواک یا نظام ته کاروي، چې د الله له امر څخه سرغړونه وکړي او د عبادت، حاکمیت یا اطاعت حق د ځان لپاره ونیسي.

نوموړي دا هم ویلي، چې تنخوا، څوکۍ او قدرت مهم نه دي او ټول باید خپل مسوولیت ادا کړو: «په هره برخه کې باید خپله دنده او مکلفیت ترسره کړو، که امکانات او امتیازات زیات وي او که کم. زموږ او ستاسو تمرکز باید پر مادیاتو نه وي».

طالب قومندان زیاته کړې، چې په اوسني وخت کې د امکاناتو درلودل د الله امتحان دی او باید په سم ډول خپل مسوولیتونه ادا کړو.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سفارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو وزارت له چارواکي سره پر اړیکو غږېدلی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۰

په نوي ډیلي کې د طالبانو د سفارت سرپرست مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي مسوول انند پرکاش سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي دي.

په هند کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۲۲مه په اېکس مې لیکلي، چې په ناسته کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ په پراختیا، په ویزو کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان سوداګرو، محصلینو او مېشتو افغان اتباعو پر ستونزو خبرې وشوې.

هند د ډېرو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په ۲۰۲۲ کال کې کله چې په کابل کې یې خپل تخنیکي دفتر بیا فعال کړ له طالبانو سره یې کاري اړیکې پراخې شوې.

د هند بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې په کابل کې د دغه هېواد ماموریت د سفارت کچې ته لوړېږي او دا پرېکړه نوي ډیلي ته د طالبانو د ډيپلوماتانو د معرفي کېدو زمینه برابروي.

پاکستان او اندونیزیا د جنګي او بې‌پیلوټه الوتکو دفاعي تړون ته نږدې شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۰

رویټرز رپوټ ورکړی، چې پاکستان او اندونیزیا د جنګي الوتکو او بې‌پیلوټه بریدګرو الوتکو د پلور پر سر د دفاعي تړون وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي دي. خبرې ډېری د ۴۰ جې اېف ۱۷تندر څو موخیزو جنګي الوتکو پر پلور راڅرخي، چې پاکستان او چین په ګډه جوړې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا دفاع وزیر په اسلام‌اباد کې د پاکستان د هوايي ځواک له مشر سره ولیدل. دریو امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې په دې ناسته کې پر اندونیزیا د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د پلور د احتمالي تړون په تړاو خبرې شوې دي.

د سرچینو په وینا، خبرې تر ډېره د جې اېف ۱۷تندر څو موخیزو جنګي الوتکو پر پلور راڅرخېدې، چې پاکستان او چین په ګډه جوړې کړې دي.

دوه سرچینو ویلي، چې دا خبرې په پرمختللي پړاو کې دي او له ۴۰ څخه زیاتې الوتکې پکې شاملې دي. یوې سرچینې زیاته کړې، چې اندونیزیا د پاکستان شاهپر بې‌پیلوټه الوتکو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.

سرچینو د الوتکو د سپارلو د مهالویش او د تړون د مودې په اړه جزئیات نه دي شریک کړي.

د اندونیزیا د دفاع وزارت او د پاکستان پوځ دواړو د دې ناستې پخلی کړی دی.

د اندونیزیا د دفاع وزارت ویاند بریدجنرال ریکو ریکارډو سیریت رویټرز ته ویلي، چې ناسته د دفاعي همکاریو، ستراتیژیکو خبرو، د دفاعي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د اوږدمهاله ګډو همکاریو پر فرصتونو متمرکزه وه، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان پوځ هم ویلي، چې ناسته د ګډو ګټو، سیمه‌ییزو او نړیوالو امنیتي بدلونونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو راڅرخېده.

یوې بلې سرچینې ویلي، چې پاکستان له اندونیزیا سره د هوايي دفاعي سیستمونو، د اندونیزیايي هوايي ځواک د افسرانو د روزنې او د تخنیکي پرسونل د روزنې په اړه هم خبرې کوي.

اندونیزیا په وروستیو کلونو کې له فرانسې څخه ۴۲ رافال الوتکې، له ترکیې څخه کان ۴۸ جنګي الوتکې اخیستې او د چین جې ایف ۱۰ او د امریکا اېف ۱۵ اي اېکس الوتکو ته یې هم زړه دی.

د پاکستان دفاعي صنعت او وسلو ته نړیواله لېوالتیا وروسته له هغه زیاته شوه، چې تېر کال یې الوتکې له هند سره په لنډه شخړه کې وکارول شوې. داېف ۱۷ الوتکو پر پلور له اذربایجان او د لیبیا ملي پوځ سره هم موافقې شوې دي.

پاکستان له بنګله‌دېش سره هم د دفاعي تړون هڅې کوي او له سعودي عربستان سره د دوه تر ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاعي معاملې خبرې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد: دوه‌نیم میلیونه زده‌کوونکي په دیني او ۱۲ میلیونه په عصري زده‌کړو بوخت دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیــح الله مــجاهد وایي چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا دوه‌نیم میلیونه زده‌کوونکي په دیني او له ۱۲ میلیونو ډېر زده‌کوونکي په عصري زده‌کړو بوخت دي. مجاهد ویلي دي، چې عالمان باید د شرعي احکامو د پلې‌کېدو پر وخت له نرمښت کار واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د کندهار «جهادیه مدرسې» په فراغت‌غونډه کې کړې دي.

مجاهد دا هم ویلي چې که د خلکو اصلاح په نېکه طریقه سره وي، هم ټولنې او هم خلکو ته خیر رسېږي ځکه په وینا یې د افغانستان خلکو همېشه د عالمانو خبرو ته غوږ اېښی او د دوی لارښوونې یې په خپل ژوند کې عملي کړې دي.

مجاهد د عصري او دیني علومو زده کوونکو شمېر په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي، چې د کومو رسمي ادارو معلومات دي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو او پالیسیو له امله له عصري علومو سره د یو شمېر خلکو لېوالتیا کمه شوې او د زیاتو مدرسو په جوړېدو سره د ددیني زده کړو د زده کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

له دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا ویلي و، چې پر دیني زده‌کړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې کبله نیوکې کېږي چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دغې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګې پورته افغان نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړو محرومې کړې دي.

د کابل- جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې نن غرمه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ سورۍ تېږې سره نژدې یو موټر سیند ته لوېدلی و، چې په دې پېښه کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ تنه غړي مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي شوې ده.

د سرچینو په وینا، تر اوسه پورې د ځینو مړو شویو کسانو مړي له اوبو څخه نه دي رااېستل شوي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري، چې ورځ تیاره شوې خو اوس هم د مړو جسدونو د راېستلو لپاره د ژغورنې ډلې بوختې دي.

د سړکونو تنګوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکو نښو او لوحو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو له لوري د نشه‌يي توکو استعمال او په ټوله کې د ټرافیکو اصولو په پام کې نه نیول په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه بلل کېږي.

د اندونیزیا پولیس وایي چې بې اسناده افغان او افریقايي کډوال یې نیولي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د اندونیزیا پولیس وایي چې د دغه هېواد د لوېدیځ نوسا تنګارا ولایت په ختیزه لومبوک سیمه کې یې شپږ بې‌اسناده کډوال، چې د افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو وګړي دي، نیولي دي. د پولیسو په وینا، یاد کسان یې د غیرقانوني سفر په تور نیولي دي.

د انټارا خبري اژانس د راپور له مخې، د ختیځ لومبوک د پولیسو د عامه اړیکو مشر او مرستیال کمېشنر نیکولاس عثمان ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه کډوال په مارینکیک ټاپو کې یوې چمتو کښتۍ ته ولېږدول شي.

عثمان زیاته کړه، پولیسو له دې شپږو کسانو سربېره یو ځايي اوسېدونکی هم نیولی، چې د دې ډلې د ملتیا مسوولیت یې درلود. همداراز، هغه کښتۍ هم نیول شوې چې ګومان کېږي له ختیځ لومبوک څخه د حرکت لپاره چمتو کېده.

د هغه په خبره، د دې قضیې په تړاو د پولیسو څېړنې لا هم روانې دي.

نیول شوي ځايي اوسېدونکي، چې سوهادي نومېږي، ادعا کړې چې یوازې د دې کسانو د ملتیا لپاره تر تانجونګ لوار پورې ګومارل شوی و او د هغوی د بې‌اسنادۍ له وضعیت څخه ناخبره و.

هغه ویلي چې د دې کار په بدل کې یې ۱۰۰زره اندونیزیایي روپۍ ترلاسه کړې دي.

سوهادي همداراز ویلي چې دغه ډله درې شپې د ایکاس بوانا په کلي کې په یوه کورني مېلمستون کې پاتې شوې وه. د هغه په وینا، د مېلمستون مالک ترې غوښتي و چې دغه کسان تانجونګ لوار ته ورسوي، خو کله چې دوی ټاکلي ځای ته ورسېدل، د اړیکې کس حاضر نه شو او په همدې وخت کې پولیس ورسېدل او ټول کسان یې ونیول.

د اندونیزیا پولیسو تر اوسه د نیول شویو کډوالو هویت او د هغوی احتمالي وروستی منزل نه دی په ډاګه کړی.