• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلخ کې د خواجه ابو نصر پارسا تاریخي جومات بیارغول کېږي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د بلخ ولایت تاریخي جومات خواجه ابو نصر پارسا چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوی و، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا بیارغول کېږي. ځایي طالب چارواکي وایي، چې د جومات نږدې ۶۰سلنه د بیارغونې چارې بشپړې شوې او پاتې چارې به هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر برخې مسوول ذبیح‌الله اریایي د جومات د بیارغونې په اړه وویل: «د بیارغونې پرمهال د جومات تاریخي لرغونتیا او ځانګړتیاوې به خوندي پاتې شي.» هغه زیاته کړه، په پلان کې ده چې د جومات سویلي اړخ ته یوه مدرسه هم جوړه شي.

د چارواکو په وینا؛ د خواجه ابو نصر پارسا جومات د بیا رغونې لپاره نږدې شپږ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او ټاکل شوې چې د بیارغونې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د بلخ دغه تاریخي جومات چې په شین جومات هم یادېږي، د ۱۴۲۱ زېږدیز کال په شاوخوا کې د تیموریانو په دوره کې جوړ شوی. د دغه جومات جوړوونکي د تیمور پېر یو لوړپوړی قوماندان میر مزید ارغون و، چې د مشهور صوفی عالم خواجه ابو نصر پارسا د مقبرې پر سر یې ودان کړی و. دا جومات د سیمې د اسلامي هنر او روحاني میراث یوه مهمه نښه ګڼل کېږي. چارواکي وایي، چې د وروستۍ زلزلې له امله د جومات زیاتې برخې زیانمنې شوې وې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کندوز کې یې ښځینه خبریاله «ناظره رشیدي» د جنایي پېښې په تور نیولې ده

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۰

په کندوز کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې په دغه ولایت کې ښځینه خبریاله ناظره رشیدي یې د څلورو نورو ښځو سره یوځای د جنایي پېښې په تور نیولې ده. یادې قوماندانۍ ویلي، د نوموړې نیول د هغې له رسنیز فعالیت سره تړاو نه‌لري او رشیدي دا مهال له هېڅ یوې رسنۍ سره همکاري نه‌لرله.

په کندوز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ داسې مهال د نوموړې د نیولو په اړه معلومات ورکړي، چې وړمه ورځ د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» ویلي و، طالبانو په کندوز کې د ناظره رشیدي په نوم یوه سیمه‌ییزه خبریاله نیولې او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولې ده.

یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه خبریاله د تېرې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا نیول شوې او لا تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.

نوموړي سازمان د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه چاره غندلې وه او له طالبانو یې غوښتي و، چې ناظره رشیدي ژر تر ژره خوشې کړي. دغه سازمان همداراز له طالبانو غوښتي، چې د هغې د نیول کېدو قانوني دلایل روښانه او د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو درناوی تضمین کړي.

د یاد سازما د معلوماتو له‌مخې، ناظره رشیدي د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او د کورنۍ د غړو په وینا یې هغه بې‌ګناه ده او هېڅ ډول ناقانونه فعالیت نه‌لري، خو له دې سره سره لا هم له تېرو څلورو ورځو راهیسې په توقیف کې ساتل کېږي.

طالبانو په بلخ کې تر ۲۰۰ کیلوګرامه ډېر انساني وېښتان وسوځول

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۵ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ۲۰۶ کیلو ګرامه وېښتان سوځولي دي. یادې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه انساني وېښتان یې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ سوځولي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت الله د یوه حکم په صادرولو سره د انسانانو د وېښتانو پېر او پلور انساني کراماتو ته سپکاوی ګڼلی و او د دغه وېښتانو پر پېر او پلور یې بندیز لګولی و. په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمه‌ییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني او په ځانګړې توګه د ښځینه‌وو وېښتان اخلي او له هغه وروسته یې بیا پاکستان ته صادروي.

پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي وېښتانو په جوړونه کې ترې کار اخلي.

د جاپان په همکارۍ؛ یونېسف په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي بیارغوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د جاپان حکومت په همکارۍ په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي بیارغوي. یونېسف وايي، چې دغه ښوونځي په نهو ولایتونو کې بیارغول کېږي؛ ترڅو ماشومان زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) په ننګرهار کې د یوه نوي بیارغول شوي ښوونځي انځور پر اېکس پاڼه خپور کړ. یونېسف د روان کال په تلې میاشت کې اعلان وکړ، چې له دوه مېلیونو څخه ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي او په افغانستان کې له ۹۰سلنه ډېر لس کلن ماشومان د ساده متنونو د لوستلو توان نه‌لري.

د دغه سازمان په وینا؛ زده‌کوونکي «ښوونځي ته ځي؛ خو هیڅ نه زده کوي». یونېسف دغه وضعیت په ښوونیز سیسټم کې د طالبانو د کمزورو او محدودو پالیسیو پایله ګڼلې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وړاندوېنه کړې، تر ۲۰۳۰کاله پورې به نږدې څلور مېلیونه نجونې له ثانوي زده‌کړو بې‌برخې شي چې دا به د هېواد راتلونکي لپاره ژورې پایلې ولري.

پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل؛ د خیبر پښتونخوا اقتصاد سخت زیانمن شوی دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰

په خیبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ ټولنې خبر ورکړی، چې له درېیو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل په ملي او سیمه‌ییزه کچه مېلیاردونه روپۍ اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

د دوی په وینا؛ د صادراتو کمښت، د کاروبارونو راکمېدل او د ګمرکي عوایدو له‌منځه تګ د سیمې اقتصاد سخت زیانمن کړی دی. د پاکستان-افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بیا ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د کاروباريانو ټولنه د دغه بندیز له امله تر نورو سیمو ډېره اغېزمنه شوې؛ ځکه چې د سیمې سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره پیاوړې دي او زیات صادرات د دغه لارې ترسره کېږي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د پاکستان د صادراتو تر ۹۰ سلنه ډېره برخه افغانستان ته د خیبر پښتونخوا د ګمرک له لارې او په ځانګړې توګه د تورخم له لارې رسېږي. د سوداګرو په وینا؛ په دغه ایالت کې د سمنټو، ټوکرو، درملو، ودانیزو توکو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو بندېدو له امله شاوخوا ۲.۵ مېلیارده روپۍ زیان رامنځته شوی او د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ګمرکي عوایدو کې شاوخوا ۲.۵ مېلیارده روپۍ کمښت راغلی.

سوداګرو ویلي، په خیبرپښتونخوا کې صادروونکي هره ورځ له ۴ مېلیون ډالرو زیات مالي زیان ګالي. دوی یادونه کړې، افغانستان ته د مرکزي اسیا ترانزیتي سوداګري هم چې مخکې هر کال څلور تر ۵زره جوپو رسېده، اوس سخت کمښت ښيي چې په ټرانسپورټ او لوژستیک سکتور او اړوندو عوایدو یې هم اغېز کړی دی.

سوداګرو خبرداری ورکړی، چې د ډيورنډ کرښې اوږد مهاله بندېدل د فابریکو بندېدو، د دندې له لاسه ورکولو او د سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو زیاتېدو لامل کېږي، ځکه چې شاوخوا ۹۰سلنه د خیبر پښتونخوا صنعتي سکتور د افغان بازارونو په صادراتو او وارداتو پورې تړلی دی.

د دغه ایالت سوداګر وایي، چې ډيورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې زرګونه موټر چلوونکو او کاریګرو خپل روزګار له لاسه ورکړی، په پېښور او نورو ښارونو کې سوداګریز فعالیتونه کم شوي او بزګران او سوداګر د مېوو، سبزیجاتو او نورو تازه توکو د خرابېدو له امله سخت زیانمن شوي دي. سوداګرو خبرداری ورکړی، که پر وخت اقدام ونه شي؛ نو افغانستان به د سوداګرۍ لپاره ایران او مرکزي اسیا ته مخه کړي، چې ښايي د خیبر پښتونخوا سوداګر خپل دایمي بازارونه له لاسه ورکړي.

د دوی په وینا؛ د پاکستان-افغانستان دوه اړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳سلنه کمه شوې او د روان مالي کال په لومړۍ نیمایي کې ۵۹۴ مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې، چې اصلي لامل یې د ډیورنډ کرښې بندېدل یاد شوي دي.

د هند په ګجرات ایالت کې د یوه افغان زده‌کړیال مړی موندل شوی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۰

د هند د ګجرات ایالت په وادودارا ښار کې د یوه افغان زده‌کړیال بین‌الله ضیا مړی د هغه په خونه کې موندل شوی. پولیس وایي، ښایي دغه پېښه ځان‌وژنه وي؛ خو د مړینې لامل به د عدلي طب له څېړنو وروسته په ډاګه شي.

۳۴کلن بین‌الله ضیا څو کاله وړاندې هند ته د خپلې څېړنې د ترسره کولو لپاره تللی و او په وادودارا ښار کې د پوهنتون په معمارۍ «ودانیزې» څانګه کې یې زده‌کړې کولې. د نوموړي مړی د شنبې په شپه د هغه په استوګنځي کې موندل شوی.

پولیسو ویلي، چې د پېښې د څرنګوالي لپاره د ضیا جسد عدلي طب ته د څېړنو لپاره سپارل شوی دی. پولیس د ضیا د ټیلیفون معلومات هم څېړي، چې د پېښې اصلي لامل روښانه شي.

د ضیا ملګرو ویلي، کله چې یې د هغه د خونې دروازه وټکوله، نوموړي ځواب ورنه‌کړ، نو دوی هم پولیسو ته خبر ورکړ. پولیسو دروازه خلاصه کړه او هلته یې د دغه زده‌کړیال مړی وموند.