• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په یوه کال کې د بهرنیانو څه باندې ۱۰۰ زره ویزې لغو کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنیو وګړو څه باندې ۱۰۰زره ویزې لغو کړې دي. دغه شمېر دوه کاله وړاندې د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستي کال پر تله له دوه برابره هم ډېر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کې شاوخوا ۸ زره د زده‌کوونکو او ۲۵۰۰ ځانګړې مسلکي ویزې هم شاملې دي او د دغو کسانو ویزې ځکه لغو شوي چې جرمي مخینه یې درلوده. دغه وزارت ویلي: «موږ به د دغو مجرم کسانو اېستلو ته دوام ورکړو، څو امریکا خوندي وساتو».

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره سم، د بهرنیو وګړو د ویزو د جدي ارزونې او همداراز د ناقانونه او مجرم کډوالو د اېستنې امر وکړ او په دې سره دغه شمېر د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت په وروستي کال (۲۰۲۴) کې یوازې ۴۰ زره ویزې لغوه شوې وې.

د فاکس‌نیوز د راپور له‌مخې، په دغو لغو شویو ویزو کې ډېری یې هغه سوداګر او سیلانیان دي چې له قانوني مودې ډېر په امریکا کې پاتې شوي وو.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ټولو شاوخوا ۵۵ میلیونه بهرنيو وګړو چې د امریکا معتبرې ویزې هم لري، له سره ارزونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د یوه افغان له لوري پر امریکايي سرتېرو له ډزو وروسته امریکا ته په تمه د تلوونکو افغانانو چارې هم ټکنۍ شوې دي او د کډوالۍ ځينې پروسس چارې په ټپه ودرېدې او همداراز هلته ځينې افغانان هم د اېستنې له ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو په یوه ورځ کې ۱۴۹۹ افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې نن له بېلابېلو لارو ۲۸۱ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۱۴۹۹ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي. د کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۱۷۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۳۵۴ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۳ تنه کېږي، د هلمند د بهرامچې له لارې ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۴ تنه کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۰تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه کېږي او ۵۱۰ نور مساپر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له کابل څخه ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۱ تنه کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ په سر کې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه استول شوي لیک کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او همداراز یې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ځوورولو لړۍ نوره ودروي.

جرمني وايي چې ډېر ژر به له پاکستان څخه ۴۰۰ افغان کډوال انتقال کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال به له نامعلوم حالت څخه وژغورل شي او جرمني ته به ولېږدول شي. د جرمني حکومت مخکې ژمنه کړې وه، چې د دې افغان کډوالو د ډېری برخې د لېږد پروسه به د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه هم ۳۲ افغان کډوال په یوه ځانګړې الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.

د «ولت» ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، چې ۴۱۰ کسان جرمني ته د لېږد په تمه دي او د هغوی دوسیې د پاکستان د وتلو د وروستي پړاو د ارزولو په حال کې دي.

دغه کسان د ۳۶۰ هغو زیان‌منونکو کسانو له ډلې دي، چې خبریالان او د بشري حقونو فعالین دي او همدارنګه ۵۰ تنه هغه پخواني سیمه‌ییز کارکوونکي دي چې په افغانستان کې یې په جرمني پورې اړوندو ادارو سره کار کړی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې له هغو کسانو سره به مالي مرسته وشي چې یا بیا افغانستان ستنېدو ته چمتو وي او یا غواړي کوم بل هېواد ته ولاړ شي.

د جرمني حکومت تر دې وړاندې د هغو ۶۰۰ افغان کډوالو غوښتنه رد کړې وه چې د جرمني د منلو د ژمنې په لیست کې پاکستان ته تللي وو.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره په ایران کې د روان وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ویلي، چې اسحاق ډار او سیدعباس عراقچي په ټلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې نږدې اړیکې به ساتي.

د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملک‌شاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو اوو ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي.

د خامنه‌یي له‌خوا د لاریون‌کوونکو د ځپلو د ګواښ سربېره نن شپه هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه دوام لري او د ایران پر ضد شعارونه ورکوي.

امریکا هم ایران ته ګواښ کړی، چې که د لاریون کوونکو پروړاندې مرګونی غبرګون وښيي، دوی به مداخله وکړي.

په کونړ او سمنګان کې پر نږدې ۱۶۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په کونړ او سمنګان ولایتونو کې پر ۱۵۹۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې. په دې مرستو کې د ژمي ګرمې بېلابېلې جامې شاملې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ټولنې له لوري د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې له ۹۴۰او د سمنګان په مرکز ایبک کې له ۶۵۰زلزله‌ځپلو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په موخه د بېلابېلو ژمنیو جامو مرسته وشوه.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ جامې ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې همدا څو میاشتې مخکې په کونړ او سمنګان ولایتونو کې زورورو زلزلو له مرګ‌ژوبلې سربېره یو زیات شمېر کورنۍ بې‌کوره کړل او په دې سړه هوا کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه کورنۍ له سرپناه سربېره د خوراکي توکو غوښتنه لري، ځکه په یادو زلزلو کې یې ټوله غله دانه هم تر خاورو لاندې شوې او ځینې یې دمګړی سهار او بېګاه ته حک حیران دي.

پروان کې د طالبانو قومندان: جمهوريت «طاغوتي» نظام و

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د پروان د طالبانو امنیه قومندان محمد جاوېد ضیاءالرحمان یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې پخوانی جمهوریت «طاغوتي نظام» و او له ټولو نړۍوالو امکاناتو سره سره له منځه ولاړ. نوموړي له خلکو غوښتي، چې عقیده او اخلاص وښيي او له دوی سره خپل ګډ مسوولیت ادا کړي.

دغه ولایتي طالب امنیتي مسوول د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) په پروان کې د خلکو یوې غونډې ته ویلي، چې «الله ته ستاسو د کړنو او عمل پایله وه چې اوس موږ لاسته راوړنې لرو».

نوموړي ویلي، چې پخوانی جمهوریت د امریکا او د هغې د متحدینو د پراخو امکاناتو له لرلو سره سره پر ځان بسیا نه و او له منځه ولاړ.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې چې څومره امکانات موجود وو، طاغوتي جمهوري نظام د امریکا او د هغې د متحدینو په ملاتړ رامنځته شوی و او د نړۍ له ګڼو امکاناتو برخمن و، خو بیا هم له منځه ولاړ».

طالبان د «طاغوت» اصطلاح د اسلامي لید له مخې هغه هر شي، شخص، ځواک یا نظام ته کاروي، چې د الله له امر څخه سرغړونه وکړي او د عبادت، حاکمیت یا اطاعت حق د ځان لپاره ونیسي.

نوموړي دا هم ویلي، چې تنخوا، څوکۍ او قدرت مهم نه دي او ټول باید خپل مسوولیت ادا کړو: «په هره برخه کې باید خپله دنده او مکلفیت ترسره کړو، که امکانات او امتیازات زیات وي او که کم. زموږ او ستاسو تمرکز باید پر مادیاتو نه وي».

طالب قومندان زیاته کړې، چې په اوسني وخت کې د امکاناتو درلودل د الله امتحان دی او باید په سم ډول خپل مسوولیتونه ادا کړو.