د طالبانو سفیر له اندونیزیایي چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر مولوي سعدالله بلوڅ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د افغان بندیانو وضعیت، د کډوالو او سوداګرو ستونزو او د کونسلي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
