• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیولې ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۰

طالبانو په هرات ولایت کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیولې ده. سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دوه ورځې وړاندې دغه روزونکې ونیوله او زندان ته یې ولېږدوله.

نوموړې داسې مهال نیول شوې، چې په افغانستان کې د شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ښځو پر ټولو ورزشي فعالیتونو بندیز لګېدلی. د سرچینو په وینا؛ د تکواندو د دغه روزونکې د نیولو لامل د طالبانو له هغه بندیزه سرغړونه بلل شوې، چې ښځې یې له هر ډول ورزشي فعالیت څخه منعه کړې دي.

سرچینې زیاتوي، چې د شنبې له سهار راهیسې د یادې روزونکې کورنۍ او خپلوان د هغې د برخلیک څخه بې‌خبره دي او تر دې دمه هیڅ یوې ادارې دوی ته د نوموړې د وضعیت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي. دغه حالت د هغې د خپلوانو او په هرات او نورو ولایتونو کې د ورزشي ټولنې ترمنځ پراخه اندېښنه راپارولې ده.

ځايي سرچینې ټینګار کوي، چې د یادې روزونکې نیول د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د لوبغاړو په ځانګړې توګه د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې بې‌عدالتي ده. ویل کېږي، چې د دغه روزونکې پلار او یو بل کس چې ورزشي کلپونه لري هم د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری؛ په روان ژمي کې به د افغان ماشومانو خوارځواکي اوج ته ورسېږي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۹ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام د ژمي په موسم کې د لوږې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړی، چې په ماشومانو کې به د خوارځواکۍ کچه سږ کال خورا لوړه شي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د سختې واورې له امله د تګ راتګ لپاره د لارو په بشپړ ډول تړل کېدو دمخه باید د اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو رسولو ډاډ ترلاسه شي.

هغه وويل: «موږ کولای شو د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسو، هغه پدیده چې معمولا په دغه موده کې خپل اوج ته رسېږي». د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري.

یاد سازمان تر دې دمخه هم ویلي و، چې په افغانستان کې په هرو درېیو کسانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی. د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځه مېلیونه مېندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او دغه ناورین مخ په پراخېدو دی.

سربېره پر دې د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو له ۱۷ مېلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي؛ هغه ناورین چې له سختې خوارځواکۍ سره مل دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام مشر په افغانستان کې پرله پسې جګړو، وچکالۍ او زلزلو ته په اشارې سره وویل، چې هېواد اوس‌مهال په یوه حساس پړاو کې دی. جان ایلیف په دې باور دی، چې په افغانستان کې بنسټیز او تلپاتې بدلون د خوړو نړۍوال پروګرام په اوږدمهاله پانګونې پورې اړه لري؛ هغه پانګونه چې نه یوازې د لوږې او خوارځواکۍ مخه نیسي؛ بلکې د ټولنو په بیارغونې او دوامداره ثبات کې هم مرسته کولای شي.

امریکا په یوه کال کې د بهرنیانو څه باندې ۱۰۰ زره ویزې لغو کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنیو وګړو څه باندې ۱۰۰زره ویزې لغو کړې دي. دغه شمېر دوه کاله وړاندې د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستي کال پر تله له دوه برابره هم ډېر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کې شاوخوا ۸ زره د زده‌کوونکو او ۲۵۰۰ ځانګړې مسلکي ویزې هم شاملې دي او د دغو کسانو ویزې ځکه لغو شوي چې جرمي مخینه یې درلوده. دغه وزارت ویلي: «موږ به د دغو مجرم کسانو اېستلو ته دوام ورکړو، څو امریکا خوندي وساتو».

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره سم، د بهرنیو وګړو د ویزو د جدي ارزونې او همداراز د ناقانونه او مجرم کډوالو د اېستنې امر وکړ او په دې سره دغه شمېر د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت په وروستي کال (۲۰۲۴) کې یوازې ۴۰ زره ویزې لغوه شوې وې.

د فاکس‌نیوز د راپور له‌مخې، په دغو لغو شویو ویزو کې ډېری یې هغه سوداګر او سیلانیان دي چې له قانوني مودې ډېر په امریکا کې پاتې شوي وو.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ټولو شاوخوا ۵۵ میلیونه بهرنيو وګړو چې د امریکا معتبرې ویزې هم لري، له سره ارزونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د یوه افغان له لوري پر امریکايي سرتېرو له ډزو وروسته امریکا ته په تمه د تلوونکو افغانانو چارې هم ټکنۍ شوې دي او د کډوالۍ ځينې پروسس چارې په ټپه ودرېدې او همداراز هلته ځينې افغانان هم د اېستنې له ګواښ سره مخ دي.

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو په یوه ورځ کې ۱۴۹۹ افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې نن له بېلابېلو لارو ۲۸۱ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۱۴۹۹ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي. د کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۱۷۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۳۵۴ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۳ تنه کېږي، د هلمند د بهرامچې له لارې ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۴ تنه کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۰تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه کېږي او ۵۱۰ نور مساپر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له کابل څخه ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۱ تنه کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ په سر کې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه استول شوي لیک کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او همداراز یې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ځوورولو لړۍ نوره ودروي.

په بغلان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې د هېواد د پنځو ولایتونو د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو کې د بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان او بغلان شاوخوا ۱۰۰ پهلوانانو د دوو ورځو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سیالیو پر مهال پهلوانانو هڅه کوله، چې د خپلو مهارتونو او وړتیاوو په نندارې کولو سره بریا خپله کړي او غوره کسانو وکولای شول بېلابېل مقامونه هم ترلاسه کړي.

د سیالیو لوبڅار په وروستۍ نېمه کې پهلوان صدرالحق لومړی، پهلوان رامین دویم او پهلوان صفت درېیم ګټونکي اعلان کړل.

یادو کسانو د اړوندو ادارو له لوري جایزې هم تر لاسه کړې.

په کونړ او سمنګان کې پر نږدې ۱۶۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په کونړ او سمنګان ولایتونو کې پر ۱۵۹۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې. په دې مرستو کې د ژمي ګرمې بېلابېلې جامې شاملې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ټولنې له لوري د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې له ۹۴۰او د سمنګان په مرکز ایبک کې له ۶۵۰زلزله‌ځپلو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په موخه د بېلابېلو ژمنیو جامو مرسته وشوه.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ جامې ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې همدا څو میاشتې مخکې په کونړ او سمنګان ولایتونو کې زورورو زلزلو له مرګ‌ژوبلې سربېره یو زیات شمېر کورنۍ بې‌کوره کړل او په دې سړه هوا کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه کورنۍ له سرپناه سربېره د خوراکي توکو غوښتنه لري، ځکه په یادو زلزلو کې یې ټوله غله دانه هم تر خاورو لاندې شوې او ځینې یې دمګړی سهار او بېګاه ته حک حیران دي.