• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له هند سره د طالبانو د اړیکو پراخېدل؛ د طالبانو سرپرست سفیر په نوي ډیلي کې دنده پیل کړه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰

د طالبانو استازي په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه د خپلې دندې د پیل خبر ورکړ. نور احمد نور د دوشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې له مسوول انند پرکاش سره وکتل.

د افغانستان سفارت په خپل اېکس کې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو لوړپوړي ډیپلومات له هندي چارواکي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له‌مخې، نور د هند له حکومت څخه غوښتي چې د افغان سوداګرو او عامو خلکو لپاره د ویزو ورکړه اسانه کړي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې نوي ډیلي دې د سوداګرو، زده‌کوونکو او په هند کې د مېشتو افغانانو ستونزې هم په پام کې ونیسي.
که څه هم نوي ډیلي د طالبانو اداره په رسمي توګه نه پېژني، خو دې ډلې ته یې اجازه ورکړه، چې د افغانستان سفارت کنټرول په لاس کې واخلي.
د پخواني حکومت سفیر د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د ټولو فعالیتونو د بشپړ درېدو خبر ورکړی و. په دې خبرپاڼه کې راغلي و: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت په نوي ډیلي کې دایمي تړل شوی دی.»
له دې سره، د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا وروسته اعلان وکړ چې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ یې په ممبي او حیدراباد کې فعالې دي او افغانانو ته خپلو خدماتو ته دوام ورکوي.
کله چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي درې میاشتې مخکې نوي ډیلي ته سفر وکړ، ښاغلي نور هم ورسره و. په دې سفر کې متقي اعلان وکړ، چې هند منلې چې د طالبانو استازی په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت کې ومني.
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت یوه پخواني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هند له طالبانو سره د اوسني تعامل لپاره په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې لږ تر لږه یوه طالب ډیپلومات ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې هند ته د امیرخان متقي تر سفر وروسته نوي ډیلي او طالبانو خپلې اړیکې پراخې کړې دي او د متقي له سفر وروسته د طالبانو د عامې روغتیا او سوداګرۍ وزیران هم دې هېواد ته سفر وکړ.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

امریکا په یوه کال کې د بهرنیانو څه باندې ۱۰۰ زره ویزې لغو کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنیو وګړو څه باندې ۱۰۰زره ویزې لغو کړې دي. دغه شمېر دوه کاله وړاندې د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستي کال پر تله له دوه برابره هم ډېر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کې شاوخوا ۸ زره د زده‌کوونکو او ۲۵۰۰ ځانګړې مسلکي ویزې هم شاملې دي او د دغو کسانو ویزې ځکه لغو شوي چې جرمي مخینه یې درلوده. دغه وزارت ویلي: «موږ به د دغو مجرم کسانو اېستلو ته دوام ورکړو، څو امریکا خوندي وساتو».

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره سم، د بهرنیو وګړو د ویزو د جدي ارزونې او همداراز د ناقانونه او مجرم کډوالو د اېستنې امر وکړ او په دې سره دغه شمېر د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت په وروستي کال (۲۰۲۴) کې یوازې ۴۰ زره ویزې لغوه شوې وې.

د فاکس‌نیوز د راپور له‌مخې، په دغو لغو شویو ویزو کې ډېری یې هغه سوداګر او سیلانیان دي چې له قانوني مودې ډېر په امریکا کې پاتې شوي وو.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ټولو شاوخوا ۵۵ میلیونه بهرنيو وګړو چې د امریکا معتبرې ویزې هم لري، له سره ارزونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د یوه افغان له لوري پر امریکايي سرتېرو له ډزو وروسته امریکا ته په تمه د تلوونکو افغانانو چارې هم ټکنۍ شوې دي او د کډوالۍ ځينې پروسس چارې په ټپه ودرېدې او همداراز هلته ځينې افغانان هم د اېستنې له ګواښ سره مخ دي.

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو په یوه ورځ کې ۱۴۹۹ افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې نن له بېلابېلو لارو ۲۸۱ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۱۴۹۹ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي. د کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۱۷۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۳۵۴ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۳ تنه کېږي، د هلمند د بهرامچې له لارې ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۴ تنه کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۰تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه کېږي او ۵۱۰ نور مساپر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له کابل څخه ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۱ تنه کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ په سر کې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه استول شوي لیک کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او همداراز یې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ځوورولو لړۍ نوره ودروي.

جرمني وايي چې ډېر ژر به له پاکستان څخه ۴۰۰ افغان کډوال انتقال کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال به له نامعلوم حالت څخه وژغورل شي او جرمني ته به ولېږدول شي. د جرمني حکومت مخکې ژمنه کړې وه، چې د دې افغان کډوالو د ډېری برخې د لېږد پروسه به د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه هم ۳۲ افغان کډوال په یوه ځانګړې الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.

د «ولت» ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، چې ۴۱۰ کسان جرمني ته د لېږد په تمه دي او د هغوی دوسیې د پاکستان د وتلو د وروستي پړاو د ارزولو په حال کې دي.

دغه کسان د ۳۶۰ هغو زیان‌منونکو کسانو له ډلې دي، چې خبریالان او د بشري حقونو فعالین دي او همدارنګه ۵۰ تنه هغه پخواني سیمه‌ییز کارکوونکي دي چې په افغانستان کې یې په جرمني پورې اړوندو ادارو سره کار کړی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې له هغو کسانو سره به مالي مرسته وشي چې یا بیا افغانستان ستنېدو ته چمتو وي او یا غواړي کوم بل هېواد ته ولاړ شي.

د جرمني حکومت تر دې وړاندې د هغو ۶۰۰ افغان کډوالو غوښتنه رد کړې وه چې د جرمني د منلو د ژمنې په لیست کې پاکستان ته تللي وو.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره په ایران کې د روان وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ویلي، چې اسحاق ډار او سیدعباس عراقچي په ټلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې نږدې اړیکې به ساتي.

د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملک‌شاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو اوو ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي.

د خامنه‌یي له‌خوا د لاریون‌کوونکو د ځپلو د ګواښ سربېره نن شپه هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه دوام لري او د ایران پر ضد شعارونه ورکوي.

امریکا هم ایران ته ګواښ کړی، چې که د لاریون کوونکو پروړاندې مرګونی غبرګون وښيي، دوی به مداخله وکړي.

په کونړ او سمنګان کې پر نږدې ۱۶۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په کونړ او سمنګان ولایتونو کې پر ۱۵۹۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې. په دې مرستو کې د ژمي ګرمې بېلابېلې جامې شاملې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ټولنې له لوري د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې له ۹۴۰او د سمنګان په مرکز ایبک کې له ۶۵۰زلزله‌ځپلو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په موخه د بېلابېلو ژمنیو جامو مرسته وشوه.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ جامې ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې همدا څو میاشتې مخکې په کونړ او سمنګان ولایتونو کې زورورو زلزلو له مرګ‌ژوبلې سربېره یو زیات شمېر کورنۍ بې‌کوره کړل او په دې سړه هوا کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه کورنۍ له سرپناه سربېره د خوراکي توکو غوښتنه لري، ځکه په یادو زلزلو کې یې ټوله غله دانه هم تر خاورو لاندې شوې او ځینې یې دمګړی سهار او بېګاه ته حک حیران دي.