• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندوز او بلخ کې دوه کوډګر نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، چې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې په کندوز او بلخ ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دی. طالبانو ویلي، چې دغه دوه کسان د اسلامي قانون خلاف کړنو او د خلکو د تېر اېستلو په تړاو نیول شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کندوز کې یې هغه کس نیولی، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د غیر شرعي اعمالو په ترسره کولو له خلکو پيسې اخیستې. طالبانو زیاته کړې، چې له نیول شوي کس څخه یې د جادو اړوند ځينې وسایل هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې یې یو بل کس هم د ورته چارې د ترسره کولو په تړاو نیولی دی.

امربالمعروف وزارت دا هم ویلي، چې له لومړنیو څېړونو وروسته به د دوی دوسیې قضايي ادارو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پنجشېر کې تر ۴ زره زیات قیراط زمرد پر څه باندې درې میلیونه افغانیو وپلورل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰

طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ۴ زره او ۴۰۵ قیراطه زمرد پر ۳ میلیونه ۱۵۳ زره ۹۱ افغانیو پلورلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه زمرد یې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) ویلي، چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې پلاوي، سیمه ييزو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په حضور کې تر سره شوې ده. طالبانو تر دې مخکې هم په پنجشېر کې د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي.

طالبانو له کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره مهم ګام یاد کړی دی.

پر طالبانو نیوکه ده، چې د کاني سیمو اوسېدونکو ته د ژوند د هېڅ راز امکاناتو له برابرولو پرته د کانونو ټول عواید مخامخ خپلې خزانې ته لېږدوي. د طالبانو د همدې چارې له امله همدا څو ورځې مخکې په تخار او بدخشان کې خلکو اعتراض کړی و، خو دغه اعتراض هم د طالبانو له لوري وځپل شو.

طالبانو د لغمان په ځنګلونو کې د چاپيریالي نظم د ساتلو لپاره ۱۱ بیزوګان او ۲ مرغان خوشې کړل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د چاپیریال ساتنې اداره وایي، چې د لغمان د میل درې په طبیعي ځنګلونو کې یې د چاپيریالي نظم د تقویې او طبیعت ساتلو په موخه ۱۱ بیزوګان او ۲ سپين غاړې مرغان خوشې کړې دي. دغې ادارې ویلي، دغه چاره یې له کابل ژوبڼ سره په همغږۍ کړې ده.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا هڅه یې د طبیعي ځنګلونو د ایکو سیستمونو د تقویې او طبیعت د ښکلا په موخه کړې ده.

دغې ادارې زياته کړې: «موږ دا کار د طبیعي ځنګلونو د ایکو سیستمونو د تقويې، د طبیعت د تعادل ساتلو، د ځنګلي حشراتو او افاتو د کنټرول او غذایي ځنځیر د تقویې په موخه کړی دی».

طالبانو د خپل مشر هبت‌الله د یوه فرمان له‌مخې، په ټول هېواد کې د حیواناتو او مرغانو پر ښکار بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی، چې له سرغړونکو سره به جدي چلند کېږي.

عبدالحکیم شرعي: د ځمکو د غصب مخنیوی په جدیت او شفافیت روان دی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې له طالب مسوولینو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې د کابل په کچه د ځمکو د استرداد بهیر په بشپړ جدیت، شفافیت او د شرعي قانون په چوکاټ کې مخ ته روان دی. نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدامات د عامه شتمنۍ د ساتنې په موخه کوي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عبدالحکیم شرعي په دې ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د قاطع اقداماتو په اړه خبرې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب په مخنیوي سره باید د خلکو مشروع حقونه خوندي شي.

په دې ناسته کې د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي امین‌الله عبید ویلي، چې واک ته د دوی له رسېدو را وروسته په مرکز کې زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه شوې او دا مهال یې د دولتي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ادارې ته په واک کې ورکړې دي.

یو شمېر هېوادوال وايي، که طالبان له شخصي سلیقو او عقدو پرته دغه چاره ترسره کوي دا به هم د خلکو او هم به د هېواد په ګټه وي؛ خو وېره دا ده، چې همدا اوس طالب چارواکو هم د ځمکو غصب ته ملا تړلې او پر غصب شویو ځمکو د دیني مدرسو تر څنګ سترې ودانۍ او سوداګریز مارکیټونه جوړوي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت: د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژه د مطالعې کار پیل شوی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې اړوند ستونزې حل شوې او دمګړۍ د یادې پروژې د امکان سنجولو کار دوام لري.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د چین ـ قرغیزستان ـ ازبکستان د ریل پټلۍ د ټرانزیټ ظرفیت پیاوړتیا په موخه هڅې دوام لري. د دوی په خبره د سیمې د ټرانسپورټي شبکې په پراخولو سره، ازبکستان هڅه کوي چې په سیمه کې د یو مهم لوژستیکي او ټرانسپورټي مرکز په توګه نور هم خپل ځای ټینک کړي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې له قرغزستان او ازربایجان سره په ګډه یې د سرحدي ټرانسپورټ لپاره برېښنايي اجازې سیستم وړاندې کړی او په ټول هېواد کې ۲۴ د ټرانسپورټ او لوژستیک مرکزونه د نړیوالو وچو بندرونو په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته په کابل کې ترسره شوه او په یاده ناسته کې د حکومتونو ترمنځ هوکړه وشوه، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د امکان سنجوني د مطالعې لپاره بنسټ کېښودل شي.

د یادې درې اړخیزې هوکړې پر بنسټ وړاندیز شوې پټلۍ ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده او تمه کېږي چې د ازبکستان د ترمز څخه د افغانستان له مزارشریف او لوګر څخه له تېریدو وروسته د خرلاڅې له لارې پاکستان ته داخله شي.

ازبکستاني چارواکي وايي چې که یاده پروژه عملي شي له کاله به تر ۲۰ میلیونه ټنو پورې د ټرانزیټ ظرفیت لوړ او د ټرانسپورټ لګښتونه او د ټرانزیټ لاره به راکمه شي.

سرچینې: ملاهبت الله د برېښنا پخوانی رییس عبدالباري عمر د فساد له امله ګوښه کړی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا پخوانی رییس عبدالباري عمر د اداري او مالي فساد له امله له خپلې دندې ګوښه شوی. د فساد په وروستۍ قضیه کې هغه د کابل په سروبي کې د څه باندې ۲۲ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژې له شرکت څخه ۴۰۰ زره ډالره رشوت اخیستی.

د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو باخبره سرچینو او د فابریکو مالکانو نن سې شنبه، د د مرغومي ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر د اداري او مالي فساد په اړه معلومات د طالبانو د مشر ملا هبت الله دفتر ته رسېدلي دي.

سرچینو وویل چې د فساد په وروستۍ قضیه کې دکابل په سروبي کې د څه باندې ۲۲ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژې شرکت څخه د طالبانو د افغانستان د برېښنا پخواني رییس عبدالباري عمر ۴۰۰ زره ډالره رشوت اخیستی دی.

دا پروژه څو ورځې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کابل او ننګرهار په ګډون د صنعتي فابریکو یو شمیر مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عبدالباري په راتګ سره پر دوی برېښنا قطع شوه او نوموړي د برېښنا د بیرته وصل کېدو په بدل کې د بډو غوښته کوله.

د روان کال د چنګاښ پر ۹مه په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو فابریکو ته ویلي و، چې فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا نه شي ورکولای او ۱۱ ساعتونو ته یې را کمه کړې وه.

د اوسپنې د ویلې کولو یوې بلې فابریکې وویل، چې دا کار هم د فساد په موخه کېږي څو د فابریکو مسوولین مجبور شي چې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ته بډې ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینو کارمندانو د روان کال په وري میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دغه شرکت رییس د دوی له تنخوا ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي. دوی زیاته کړې وه، چې یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي، چې دا د ملاهبت الله د فرمان خلاف کار دی.

د دې مکتوب په ځواب کې د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر د دفتر رییس ژمنه کړې چې دا فرمان به عملي کېږي.

خو د برېښنا شرکت برحاله کارمندان نیوکه کوي، چې د طالبانو د مشر فرمانونه په کابل کې نه منل کېږي.

د طالبانو برېښنا شرکت رییس په دې هم تورن دی چې د خپلوانو ترڅنګ یې خپل نژدې ملګري د پخواني حکومت د مسلکی مامورینو پرځای ټاکلی دي.

افغانستان انټرنشنل د هغو لېستونو کاپي هم ترلاسه کړې، چې د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس عبدالباري عمر پکې د دې ادارې په بېلابیلو پوسټونو کې شاوخوا ۴۰ نژدې خپلوان ګومارلي دي.

په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له درېیم بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګومارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله د شرکت دغه پخوانی رییس هم د همدې سیمې دی.

د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت وویل، چې د دې لېستونو له خپرېدو سره د عمر په اړه په کابل کې د طالبانو تر منځه بحثونه راپارېدلي دي.

د سرچینې په وینا، « د برېښنا شرکت کې د ګومارنو د لېستونو د خپرېدو له امله عبدالباري عمر له استحباراتو غوښتنه کړې وه چې د دې اداري د کاروونکو ټول موبایلونه او اداري کمپیوټرونه وکتل شي څو معلومه شي چې څوک دغه سندونه له دې ادارې بهر کوي».

افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بېلابېل د فساد سندونه خپاره کړي دي.

یو له دغو راپونو د برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست هم دی.

په دغه راپور کې راغلي و چې کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.

د افغانستان انټرنشنل د بل راپور له مخې چې د اسنادو له مخې جوړ شوی و، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف ګومارنې کړې دي.

نن د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان د برېښنا ریاست وویل، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم له مخې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د عبدالباري عمر پر ځای عبدالحق همکار د نوي عمومي رییس په توګه په دنده کار پیل کړی.

عبدالباري عمر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ټاکل شوی دی.

نیوکې دا دي، چې طالبان خپل فاسد چارواکي د محاکمې پرځای په بله دنده ګوماري څو دا ډله له ولسي نیوکو خوندي شي.