• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران‌ انټرنشنل د مدیرانو شورا: د ۱۲ زره ایراني وګړو ډله‌ییزه وژنه به غلې پاتې نه شي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۰

ایران د سازمان‌ شوې چوپتیا په حالت کې دی. د دې چوپتیا موخه یوازې «امنیتي کنترول» نه دی، بلکې حقیقت پټول هم دي. پراخ انټرنېټي بندیز، د رسنیو بې مخینې بندول او د خبریالانو او شاهدانو ځورونه ټول یوه معنا لري: د یو ستر او تاریخي جنايت د ثبت، څارنې او تعقیب مخنیوی.

ایران انټرنشنل په تېرو ورځو کې، د ځینو پراخ خو ټکان ورکوونکو راپورونو ترلاسه کولو وروسته، خپلې ټولې هڅې د مسلکي رښتیا ازموینې لپاره کړې چې د وروستیو مظاهرو پر مهال د خلکو سخت ځپل او بې‌رحمانه وژنېکره و ارزوي. په داسې هېواد کې چې حکومت قصداً د معلوماتو لاسرسي لارې تړلې دي، دا ارزونه یوه ستونزمنه او وخت‌نیوونکې پروسه ده، په ځانګړي توګه چې د قربانیانو د شمیر د ناسم اعلان له لارې کیدای شي حقیقت تحریف شي او د دې فاجعې کچه پټه پاتې شي.

له یکشنبې راهیسې د شواهدو او روایتونو پوښښ دومره زیات شوی چې د وضعیت یونسبتاً روښانه انځور وړاندې کولای شي.

د ایران انټرنشنل د مدیرانو شورا په تیرو دوو ورځو کې د لاندې سرچینو له لارې ټول معلومات څو پړاويزه او کره مسلکي ارزولي دي:

  • د ملي امنیت عالي شورا یوه نږدې سرچینه،
  • د ولسمشرۍ دفتر دوه سرچینې،
  • په مشهد، کرمانشاه او اصفهان ښارونو کې د سپاه پاسداران د څو سرچینو روایتونه،
  • د عینی شاهدانو او د وژل شویو کسانو د کورنیو روایتونه،
  • میداني راپورونه، د درملنې مرکزونو اړوند معلومات،
  • او هغه معلومات چې ډاکټرانو او نرسانو په مختلفو ښارونو کې وړاندې کړي دي.

د دې ارزونو له مجموعې څرګندیږي چې:

  • په معاصر تاریخ کې د ایران تر ټولو ستره وژنه په دوو پرله‌پسې شپو، پنجشنبې او جمعې، د مرغومي پر۱۸ او ۱۹مه لږ تر لږه ۱۲ زره کسان دي.
  • دا وژنه د جغرافیایي پراختیا، د خشونت شدت او د وژل شویو کسانو په شمېر کې په لنډ وخت کې بې‌ساری ده.
  • د ایران انټرنشنل د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس، دغه اتباع په عمده توګه د سپاه پاسداران او بسیج ځواکونو په لاس وژل شوي دي.
  • دغه وژنې په بشپړه توګه سازمان شوې وې او د «بې‌برنامې او پراخو جګړو» پایله نه وه.
  • د ملي امنیت عالي شورا او د ولسمشرۍ دفتر له راپورونو څرګندیږي چې دا وژنه د علی خامنهيي په مستقیم امرشوې، د درې قواوو د مشرانوپه خبر او تایید او د ملي امنیت عالي شورا له خوا د مستقیمې ډزو امر صادر شوی دی.
  • ډیری وژل شوي ځوانان له۳۰ کالونو کم عمر لري.

د وژل شویو کسانو شمیر:
د شته معلوماتو پر اساس، او د ملي امنیت عالي شورا او ولسمشرۍ دفتر د باور وړ سرچینو د معلوماتو سره سم، د لومړني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۲ زره کسان په دې پراخې وژنې کې وژل شوي دي. د اړیکو د بندیز او مستقیم لاسرسي نشتوالي په شرایطو کې، د وروستۍ شمیرې ترلاسه کول کره مستندکولو ته اړتیا لري. تیرې تجربې ښيي چې د امنیتي ارګانونو له خوا د وژل شویو کسانو د دقیقو ارقامو ثبت او اعلان تل پټ ساتل شوی.

ایران انټرنشنل ژمنه کوي چې دا شمېر د خپلو مخاطبینو له لارې، د اسنادو راټولولو، روایتونو تطبیق او پرله‌پسې رښتیا ازموینې له لارې دقیق کړي، څو هیڅ نوم پټ نه شي او د هیڅ قرباني کورنۍ چوپه پاتې نه شي.

د اړیکو او رسنیو وضعیت:
په هېواد کې رسنۍ بندې شوې دي. سلګونه ملي او محلي ورځپاڼې د ایران د مطبوعاتو په تاریخ کې بې‌ساری پېښه تجربه کوي او له پنجشنبې راهیسې یې خپرونې درولې دي. نن ورځ، پرته له صدا او سیما، یوازې څو ویب‌سایټونه فعال دي، چې هغوی هم د امنیتي ارګانونو تر مستقیم کنترول لاندې کار کوي. دا وضعیت د «بحران کنترول» نښه نه ده، بلکې د حکومت د حقیقت د پټولو ویرې څرګندونه ده.

د اسنادو د سپارلو غوښتنه:
ایران‌ انټرنشنل له ټولو هېوادوالو، په کور دننه او بهر، غواړي چې د وژل شویو کسانو هر ډول سند، ویدیو، عکس، روایت، د درملنې مرکزونو، د نښتو ځایونه، د پېښو وخت او ځایاو نور جزئیات چې د رښتیاازموینې وړ وي، را واستوي. د سرچینو امنیت او د معلوماتو محرمتوب زموږ لومړیتوب دی.

د نړیوالې مستندونې ژمنه:
ایران انټرنشنل د معلوماتو له دقیقې رښتیا ازموینې وروسته، خپلې پایلې خپروي او ټولو اړوندو نړیوالو سازمانونو ته یې وړاندې کوي.

جمهوري اسلامي نه شي کولای چې له نړۍ سره د ایرانیانو د اړیکو پرې کولو له لارې دا جنايت پټ کړي. حقایق به ثبت شي؛ د وژل شویو نومونه به خوندي وساتل شياو دا وژنې په چوپتیا کې نه دفن کېږي.

دا تلپاتې نومونه نه یوازې د داغدارو کورنیو لپاره ، بلکې د ایرانیانو په ملي انقلاب پورې هم اړه لري.

د ایران انټرنشنل د مدیرانو شورا

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

امریکا په یوه کال کې د بهرنیانو څه باندې ۱۰۰ زره ویزې لغو کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنیو وګړو څه باندې ۱۰۰زره ویزې لغو کړې دي. دغه شمېر دوه کاله وړاندې د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستي کال پر تله له دوه برابره هم ډېر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کې شاوخوا ۸ زره د زده‌کوونکو او ۲۵۰۰ ځانګړې مسلکي ویزې هم شاملې دي او د دغو کسانو ویزې ځکه لغو شوي چې جرمي مخینه یې درلوده. دغه وزارت ویلي: «موږ به د دغو مجرم کسانو اېستلو ته دوام ورکړو، څو امریکا خوندي وساتو».

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره سم، د بهرنیو وګړو د ویزو د جدي ارزونې او همداراز د ناقانونه او مجرم کډوالو د اېستنې امر وکړ او په دې سره دغه شمېر د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت په وروستي کال (۲۰۲۴) کې یوازې ۴۰ زره ویزې لغوه شوې وې.

د فاکس‌نیوز د راپور له‌مخې، په دغو لغو شویو ویزو کې ډېری یې هغه سوداګر او سیلانیان دي چې له قانوني مودې ډېر په امریکا کې پاتې شوي وو.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ټولو شاوخوا ۵۵ میلیونه بهرنيو وګړو چې د امریکا معتبرې ویزې هم لري، له سره ارزونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د یوه افغان له لوري پر امریکايي سرتېرو له ډزو وروسته امریکا ته په تمه د تلوونکو افغانانو چارې هم ټکنۍ شوې دي او د کډوالۍ ځينې پروسس چارې په ټپه ودرېدې او همداراز هلته ځينې افغانان هم د اېستنې له ګواښ سره مخ دي.

جرمني وايي چې ډېر ژر به له پاکستان څخه ۴۰۰ افغان کډوال انتقال کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال به له نامعلوم حالت څخه وژغورل شي او جرمني ته به ولېږدول شي. د جرمني حکومت مخکې ژمنه کړې وه، چې د دې افغان کډوالو د ډېری برخې د لېږد پروسه به د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه هم ۳۲ افغان کډوال په یوه ځانګړې الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.

د «ولت» ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، چې ۴۱۰ کسان جرمني ته د لېږد په تمه دي او د هغوی دوسیې د پاکستان د وتلو د وروستي پړاو د ارزولو په حال کې دي.

دغه کسان د ۳۶۰ هغو زیان‌منونکو کسانو له ډلې دي، چې خبریالان او د بشري حقونو فعالین دي او همدارنګه ۵۰ تنه هغه پخواني سیمه‌ییز کارکوونکي دي چې په افغانستان کې یې په جرمني پورې اړوندو ادارو سره کار کړی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې له هغو کسانو سره به مالي مرسته وشي چې یا بیا افغانستان ستنېدو ته چمتو وي او یا غواړي کوم بل هېواد ته ولاړ شي.

د جرمني حکومت تر دې وړاندې د هغو ۶۰۰ افغان کډوالو غوښتنه رد کړې وه چې د جرمني د منلو د ژمنې په لیست کې پاکستان ته تللي وو.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره په ایران کې د روان وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ویلي، چې اسحاق ډار او سیدعباس عراقچي په ټلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې نږدې اړیکې به ساتي.

د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملک‌شاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو اوو ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي.

د خامنه‌یي له‌خوا د لاریون‌کوونکو د ځپلو د ګواښ سربېره نن شپه هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه دوام لري او د ایران پر ضد شعارونه ورکوي.

امریکا هم ایران ته ګواښ کړی، چې که د لاریون کوونکو پروړاندې مرګونی غبرګون وښيي، دوی به مداخله وکړي.

د مالدووا ولسمشره: که ټولپوښتنه وشي له رومانیا سره یو کېدو ته رایه ور کوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو ویلي، چې که له رومانیا سره د یو کېدو په اړه ټولپوښتنه وشي، نو دا به یې په ګټه رایه وکاروي. نوموړې ویلي، چې دا کار د روسیې د فشارونو پر وړاندې د مالدووا نازکه ډیموکراسي خوندي کولای شي.

ساندو، چې د اروپايي اتحادیې پلوی واکمن ګوند یې تېر سپټمبر یو ځل بیا په واک کې اخېستی، تل روسیه تورنوي چې د مالدووا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

مالدووا د پخواني شوروي اتحاد یو هېواد دی چې شاوخوا دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، اکثریت یې د رومانیايي ژبې ویونکي دي او یو روسي ژبی اقلیت هم لري.

نوموړې د بریتانیا یوه پاډکسټ کې په مرکه کې ویلي، چې « که ټولپوښتنه وشي، زه به له رومانیا سره د یووالي په ملاتړ رایه ورکړم».

هغې زیاته کړه، « نړۍ ته وګورئ، د مالدووا په څېر د یوه کوچني هېواد لپاره ورځ تر بلې دا ستونزمنه کېږي چې د یوه ډیموکراتیک او خپلواک دولت په توګه پاتې شي او د روسیې پر وړاندې مقاومت وکړي».

ساندو ومنله چې ډېری مالدووايان د هغې له دریځ سره موافق نه دي او ویې ویل چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب یو «لا واقعي هدف» دی.

د مالدووا حکومت غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي، خو د دې موخې لپاره به له سختو اصلاحاتو سره مخ شي، په داسې حال کې چې روسیه یې مخالفت کوي. د یادونې وړ ده چې د مالدووا روس‌پلوه سوسیالیستي ګوند تر ۲۰۲۰ کاله پورې واکمن و.

مالدووا، چې له اوکراین سره هم ګډه پوله لري، د لومړۍ نړیوالې جګړې ترمنځ دوره کې د رومانیا برخه وه، خو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد له خوا ونېول شو او په ۱۹۹۱ کال کې یې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه.

اروپايي کمېشنر: د پوځ له لارې د ګرینلنډ نیول به د ناټو د پای په معنا وي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د دفاع او فضا په برخه کې د اروپايي اتحادیې کمېشنر اندریوس کوبیلیوس ویلي، چې که متحده ایالات ګرینلنډ د پوځ له لارې ونیسي، دا به د ناټو د پای معنا ولري. هغه زیاته کړه چې که ډنمارک وغواړي اروپايي اتحادیه د ګرینلنډ په امنیت کې مرسته کولای شي.

کوبیلیوس د دوشنبې په ورځ په سویډن کې د یوې امنیتي غونډې پر مهال رویټرز ته وویل، چې د ډنمارک د صدراعظمې له دې دریځ سره موافق دی چې دا ډول اقدام به نه یوازې ناټو ته، بلکې د خلکو ترمنځ او د اروپا-امریکا اړیکو ته هم بدې پایلې ولري.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات باید د ګرینلنډ مالکیت ولري، څو روسیه او چین د دغه ستراتیژیک او له کاني سرچینو بډایه قطبي ټاپو له نیولو منع شي.

ټرمپ ټینګار کړی چې یوازې پوځي حضور بسنه نه کوي او د زور کارولو احتمال یې هم نه دی رد کړی.

ډنمارک او ګرینلنډ، چې دواړه د ناټو غړي دي، ویلي ګرینلنډ د پلور لپاره نه دی.

ټاکل شوې چې ډنمارک او امریکا روانه اونۍ د ګرینلنډ پر موضوع خبرې وکړي.

کوبیلیوس وویل، که ډنمارک له پوځي تېري سره مخ شي، د اروپايي اتحادیې د تړون د ۴۲.۷ مادې له مخې نور غړي هېوادونه مکلف دي چې له ډنمارک سره متقابله پوځي مرسته وکړي. هغه دا هم وویل چې دا به تر ډېره د ډنمارک په دریځ او غبرګون پورې تړلې وي.