د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت: د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژه د مطالعې کار پیل شوی

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې اړوند ستونزې حل شوې او دمګړۍ د یادې پروژې د امکان سنجولو کار دوام لري.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې اړوند ستونزې حل شوې او دمګړۍ د یادې پروژې د امکان سنجولو کار دوام لري.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د چین ـ قرغیزستان ـ ازبکستان د ریل پټلۍ د ټرانزیټ ظرفیت پیاوړتیا په موخه هڅې دوام لري. د دوی په خبره د سیمې د ټرانسپورټي شبکې په پراخولو سره، ازبکستان هڅه کوي چې په سیمه کې د یو مهم لوژستیکي او ټرانسپورټي مرکز په توګه نور هم خپل ځای ټینک کړي.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې له قرغزستان او ازربایجان سره په ګډه یې د سرحدي ټرانسپورټ لپاره برېښنايي اجازې سیستم وړاندې کړی او په ټول هېواد کې ۲۴ د ټرانسپورټ او لوژستیک مرکزونه د نړیوالو وچو بندرونو په توګه ټاکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته په کابل کې ترسره شوه او په یاده ناسته کې د حکومتونو ترمنځ هوکړه وشوه، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د امکان سنجوني د مطالعې لپاره بنسټ کېښودل شي.
د یادې درې اړخیزې هوکړې پر بنسټ وړاندیز شوې پټلۍ ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده او تمه کېږي چې د ازبکستان د ترمز څخه د افغانستان له مزارشریف او لوګر څخه له تېریدو وروسته د خرلاڅې له لارې پاکستان ته داخله شي.
ازبکستاني چارواکي وايي چې که یاده پروژه عملي شي له کاله به تر ۲۰ میلیونه ټنو پورې د ټرانزیټ ظرفیت لوړ او د ټرانسپورټ لګښتونه او د ټرانزیټ لاره به راکمه شي.


د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا پخوانی رییس عبدالباري عمر د اداري او مالي فساد له امله له خپلې دندې ګوښه شوی. د فساد په وروستۍ قضیه کې هغه د کابل په سروبي کې د څه باندې ۲۲ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژې له شرکت څخه ۴۰۰ زره ډالره رشوت اخیستی.
د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو باخبره سرچینو او د فابریکو مالکانو نن سې شنبه، د د مرغومي ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر د اداري او مالي فساد په اړه معلومات د طالبانو د مشر ملا هبت الله دفتر ته رسېدلي دي.
سرچینو وویل چې د فساد په وروستۍ قضیه کې دکابل په سروبي کې د څه باندې ۲۲ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژې شرکت څخه د طالبانو د افغانستان د برېښنا پخواني رییس عبدالباري عمر ۴۰۰ زره ډالره رشوت اخیستی دی.
دا پروژه څو ورځې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل او ننګرهار په ګډون د صنعتي فابریکو یو شمیر مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عبدالباري په راتګ سره پر دوی برېښنا قطع شوه او نوموړي د برېښنا د بیرته وصل کېدو په بدل کې د بډو غوښته کوله.
د روان کال د چنګاښ پر ۹مه په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو فابریکو ته ویلي و، چې فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا نه شي ورکولای او ۱۱ ساعتونو ته یې را کمه کړې وه.
د اوسپنې د ویلې کولو یوې بلې فابریکې وویل، چې دا کار هم د فساد په موخه کېږي څو د فابریکو مسوولین مجبور شي چې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ته بډې ورکړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینو کارمندانو د روان کال په وري میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دغه شرکت رییس د دوی له تنخوا ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي. دوی زیاته کړې وه، چې یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي، چې دا د ملاهبت الله د فرمان خلاف کار دی.
د دې مکتوب په ځواب کې د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر د دفتر رییس ژمنه کړې چې دا فرمان به عملي کېږي.
خو د برېښنا شرکت برحاله کارمندان نیوکه کوي، چې د طالبانو د مشر فرمانونه په کابل کې نه منل کېږي.
د طالبانو برېښنا شرکت رییس په دې هم تورن دی چې د خپلوانو ترڅنګ یې خپل نژدې ملګري د پخواني حکومت د مسلکی مامورینو پرځای ټاکلی دي.
افغانستان انټرنشنل د هغو لېستونو کاپي هم ترلاسه کړې، چې د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس عبدالباري عمر پکې د دې ادارې په بېلابیلو پوسټونو کې شاوخوا ۴۰ نژدې خپلوان ګومارلي دي.
په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له درېیم بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګومارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله د شرکت دغه پخوانی رییس هم د همدې سیمې دی.
د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت وویل، چې د دې لېستونو له خپرېدو سره د عمر په اړه په کابل کې د طالبانو تر منځه بحثونه راپارېدلي دي.
د سرچینې په وینا، « د برېښنا شرکت کې د ګومارنو د لېستونو د خپرېدو له امله عبدالباري عمر له استحباراتو غوښتنه کړې وه چې د دې اداري د کاروونکو ټول موبایلونه او اداري کمپیوټرونه وکتل شي څو معلومه شي چې څوک دغه سندونه له دې ادارې بهر کوي».
افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بېلابېل د فساد سندونه خپاره کړي دي.
یو له دغو راپونو د برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست هم دی.
په دغه راپور کې راغلي و چې کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.
د افغانستان انټرنشنل د بل راپور له مخې چې د اسنادو له مخې جوړ شوی و، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف ګومارنې کړې دي.
نن د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان د برېښنا ریاست وویل، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم له مخې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د عبدالباري عمر پر ځای عبدالحق همکار د نوي عمومي رییس په توګه په دنده کار پیل کړی.
عبدالباري عمر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ټاکل شوی دی.
نیوکې دا دي، چې طالبان خپل فاسد چارواکي د محاکمې پرځای په بله دنده ګوماري څو دا ډله له ولسي نیوکو خوندي شي.

په افغانستان کې د یوناما سرپرستې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په ناسته کې کابل ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې د سفر خبر ور کړی. متقي په دې ناسته کې ویلي چې دوی د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې «قناعت بښونکی» پرمختګ کړی، خو نور لوري په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن سې شنیه، د مرغومي پر ۲۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د سرپرستې او سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون سره ولیدل.
د وزارت په وینا، په لیدنه کې افغانستان ته، په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې میرمن روزمیري ډیکارلو پر سفر ، د دوحې پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور د حمايې د کاري ډلو پر پرمختګونو او راتلونکو ناستو خبرې وشوې.
امیرخان متقي یادونه کړې، چې د طالبانو له خوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بښونکی پرمختګ شوی خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو د حل په تړاو قناعت بښونکې لاسته راوړنې ولري.
متقي ویلي، چې نو اړینه ده چې اړوند لوري هم کوټلي ګامونه واخلي څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.
د یوناما سرپرستې جورجیټ د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې میرمن روزمیري ډیکارلو د سفر یادونه کړې او په دې برخه کې یې د طالبانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
جورجیټ همداراز د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکینيو ناستو پایلې مثبتې بللې او یادونه یې کړې چې په دې برخه کې به لا نوره توجه وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د مرغومي ۲۳مه ویلي و، چې امیر خان متقي په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرو کې ویلي و: «بشري موضوعات باید له سیاست سره ونه تړل شي، خو بدبختانه چې په عمل کې دا کار کیږي.»
دا څرکندونې په داسې حال کې کېږي،چې په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو کې کارمندانې دفترونو او کار ځایونو ته له تلو څخه منعه کړې دي.

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست په ډنډ ولسوالۍ کې د رېګ تفریحي سیمې ته د ولسي خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی. دوی زیاتوي، طالبانو د رېګو په مېله کې د «غیر اخلاقي کړنو» او جنايي پېښو د مخنیوي په پلمه دا پرېکړه کړې ده.
د کندهار ځینو اوسیدونکو نن سې شنبه، د مرغومي پر ۲۳مه وویل له کندهار او شاوخوا ولایتونو څخه ګڼ شمېر عام خلک ددغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ اړوند رېګ سیمې ته د مېلو لپاره ورتلل خو اوس دغه بندیز د دوی ټولنیز ژوند نور هم محدود کړي.
د کندهار رېګو سیمه ته خلک د موټرو ځغلولو ترڅنګ د خپلمنځي مېلو لپاره تلل.
رېګ چې ابراهیم خلیفه بابا زیارت ته څېرمه او له استوګنیزو سیمو لرې پروت دی، د ژمي په ورځو کې د مېلو او تفریح ځای و.
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د طالبانو دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې له دې وروسته نه شي کولی چې رېګ سیمې ته هم پر چکر لاړ شي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي و، چې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ څلور کاله وروسته څرګنده شوې چې یادې ډلې په دې موده کې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول اېستلې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، چې د افغانستان روغتیايي سکتور د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم روغتیا او د بېړنیو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي برخو کې مرستې ته اړتیاوې لري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت لوړولو په تړاو جوړه شوې نړیواله ناسته کې ګډون وکړ.
دغه ناسته د روغتیايي شریکانو، نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې د پلاوي د ګډون اساسي موخه د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو بهیر د لومړیتوبونو، روغتیا ملي پالیسۍ او د افغانستان روغتیايي سیستم د اړتیاوو سره سم منظمول او همغږي کول و، څو مرستې اغېزناکې، شفافې او دوامدارې شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال له نړیوالو مرستندویانو وغوښتل، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره خپله مالي او تخنیکي همکاري نوره هم پراخه کړي.
طالبان د افغانستان روغتیا سکتور په اړه په داسې حال کې اندېښنې څرګندوي، چې دې ډلې په هېواد کې د ښځینه نرسانو او ډاکترانو د کار او ټولنیزې او تدریسي برخې محدودې کړې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي نقطو کې د افغان سوداګرو بندپاتې توکو ته یې د صادورونکو د غوښتنې پر اساس د پاکستان له هر بندر څخه د بیا صادرولو اجازه ورکړې ده.
د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ د یو ځانګړی معافیت تر تصویب وروسته شوې ده. ددې معافیت موخه د بند پاتې ټرانزیټي مالونو د تصفیې او د هغوی د لېږد بهیر اسانه کول ښودل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دریو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.