• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ نږدې ۳۰۰کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ۲۸۱ کډوالې کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو ولایتونو ته هم لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۲۰ یې د ورېښمو پله له لارې، ۱۱ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې، ۹۴ د بهرامچې له لارې، ۴۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۱۰۷ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت خورا کړکېچن شوی دی. په ایران او پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې د جبري اېستنې لړۍ هم چټکه شوې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ورته مهال د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه استول شوي لیک کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو په اړه اندېښنه څرګندې کړې ده. دغه سازمان وايي، پاکستان دې د افغان کډوالو د ځوورولو لړۍ ودروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د خصوصي ښوونیزو مرکزونو فیسونه به تنظیم او خدمتونه به یې معیاري شي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې طالبانو له شپږمو ټولګیو پر لوړو نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي؛ د یادې ډلې د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د طالبانو د پوهنې وزارت هغه طرحه منلې، چې له مخې به یې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو فیسونه تنظیم او خدمتونه یې معیاري شي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د تنظیم، د هغوی د عوایدو د زیاتوالي او د خدماتو د معیاري کېدو طرحه تر هر اړخیز بحث وروسته د منلو وړ وبلل شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې طرحې له پلي کېدو سره به د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمات معیاري شي، د زده‌کوونکو لپاره به مناسب فیسونه وټاکل شي او د هغوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.

د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو له امله د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې افغان نجونو اوس ښوونیزو مرکزونو ته مخه کړې؛ خو ځینې یې د خراب اقتصادي وضعیت له امله دغه لګښت نه‌شي پرې کولی. دغه ښوونیز مرکزونه هم وخت ناوخت د طالبانو له‌خوا په بېلابېلو پلمو تړل کېږي.

د اېټالیا په همکارۍ؛ ملګري ملتونه افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا پروګرام پیلوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د اېټالیا په همکارۍ د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د زیان منوونکو مېرمنو او ځوانانو لپاره د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا پروګرام دویم پړاو تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اېټالیا حکومت د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا پروګرام دویم پړاو تصویب کړ؛ ترڅو په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د یادې پروژې د لومړي پړاو په لړ کې ترلاسه شويو پایلو ته وده ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې پروژې د لومړي پړاو په ترڅ کې د هرات او ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د ۹۳ کلیو ۱۵۱۴ زیانمنونکو پخوانیو کوکنارو کروندګرو کورنیو ته چې د ۵۳ سلنه کورنیو مسوولیت د ښځو په غاړه دی؛ د دوامداره او قانوني عاید زمینه برابره شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادې پروژې موخه دا وه چې د کوکنارو کر ته د زیانمنونکو پخوانیو کوکنارو کروندګرو بېرته ستنېدو مخه ونیسي او د ټولنو اقتصادي ثبات او مقاومت پیاوړی کړي. د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر د معلوماتو له مخې؛ د یادې پروژې دویم پړاو به هغه بدیل کرنیز فعالیتونه پراخ کړي، چې مخکې یې اغېز ښودلی دی.

دغه اداره وایي، په دې لړ کې په هرات کې د زعفرانو کر او په ننګرهار کې د ګلابو کر د کوکنارو پر ځای د لوړ ارزښت لرونکو بدیلو کروندو په توګه پراخېږي. خبرپاڼه زیاتوي، چې هرات او ننګرهار لا هم د بدیل معیشت پروګرام د ګډ عملي پلان له مخې لومړیتوب لرونکي ولایتونه دي.

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د دغه نوي پړاو سره به د بدیل معیشت فرصتونه پیاوړي شي، ۶۷۹۷ ښځو او ځوانانو اقتصادي انعطاف به لوړ شي او په افغانستان کې به د نشه‌يي توکو د کر پر وړاندې د ملي او نړۍوالو هڅو ملاتړ وشي.

طالبانو په کونړ کې درې کسان په دُرو وهلي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کونړ ولایت کې یې درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو ته د درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

نصیر احمد اندېشه: طالبان د ولس استازي نه، بلکې «د فرهنګ قاتلان» دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، افغانستان د طالبانو تر واک لاندې یوازې له سیاسي او بشري ناورینونو سره نه؛ بلکې له یوې ژورې هویتي او وجودي کړکېچ سره هم مخ دی. هغه ټینګار کړی، چې طالبان د ولس استازي نه؛ بلکې «د فرهنګ قاتلان» دي.

اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، «یو ملت د نېزې په زور نه؛ بلکې د هغو معناوو او مفاهیمو له لارې جوړېږي او بقا مومي، چې خلک یې د بې‌عدالتۍ، ظلم او تبعیض پر وړاندې سر نه ټیټوي.» د هغه په وینا؛ د طالبانو تاریخي بهیر په هېواد او سیمه کې پای ته رسېدلی او د یادې ډلې مشران په دې حقیقت ښه پوهېږي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د دولت ـ ملت هویت د سیاست پر ځای پر ګډ فرهنګ ولاړ و؛ داسې فرهنګ چې مېلمه‌پالنه، شعر، موسیقي، کیسه‌وینه، د ښکلا درناوی، د نوروز نمانځنه، د جوماتونو او کلاوو معمارۍ او له اسلامه انساني او معتدل تفسیر په‌کې مرکزي ځای لاره.

اندېشه خبرداری ورکړی: «کله چې موسیقي منع شي، شعر سانسور شي، ښځې حذف شي، ژبې محدودې شي او تاریخ تحریف شي؛ ملت د ړنګېدو پر لور ځي». هغه همداراز ویلي، د طالبانو ایډیالوژي د افغانستان کثرت نه مني او هڅه کوي چې د افغانستان قومي، ژبني او جنسیتي تنوع د یوه سخت، یو اړخیز او تحمیلي هویت سره بدل کړي.

د هغه په وینا؛ د طالبانو واکمني یوازې سیاسي او ټولنیز شاتګ نه؛ بلکې «د فرهنګي رېښو پرې کېدل» دي او دغه ډله د دولت ـ ملت روح له دننه له‌منځه یوړه. اندېشه د هغو روڼ‌اندو، خبریالانو پر رول هم سخته نیوکه کړې، چې د طالبانو تر څنګ ولاړ دي.

هغه ویلي، دغه فرصت‌طلبه هم‌لاري «تر طالبانو هم ډېر ګناهګار دي» او ملت به یې «نه هېر کړي او نه وبښي». هغه په پای کې ټینګار کړی، چې د افغانستان بقا د ټولو خلکو له‌خوا او په ټولو جبهو کې پر مقاومت ولاړه ده؛ «تر څو د ملت روح وژغورل شي او د افغانستان د دولت بقا په نړۍواله ټولنه کې تضمین شي».

سږکال له بلخ نه دوه ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې سږکال د کورني تولید د ملاتړ او د مالدارۍ سکتور د پراختیا په موخه په بلخ ولایت کې تولید شوي له دوه ټنو ډېر طبیعي شات د مچیو پالونکو او په دغه سکتور کې د فعالو ټولنو په همکارۍ بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شات ترکیې، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو ته صادر شوي دي. د شاتو مچیو یوشمېر پالونکي او کاروباریان باور لري، چې د کیفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال تر ۳زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی و، اوس‌مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي.

د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې پلي کړې دي. دغه سازمان هیله‌مندي ښودلې، چې په راتلونکو کلونو کې به دغه صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.