د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو باخبره سرچینو او د فابریکو مالکانو نن سې شنبه، د د مرغومي ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر د اداري او مالي فساد په اړه معلومات د طالبانو د مشر ملا هبت الله دفتر ته رسېدلي دي.
سرچینو وویل چې د فساد په وروستۍ قضیه کې دکابل په سروبي کې د څه باندې ۲۲ میګاواټه لمرېزې برېښنا پروژې شرکت څخه د طالبانو د افغانستان د برېښنا پخواني رییس عبدالباري عمر ۴۰۰ زره ډالره رشوت اخیستی دی.
دا پروژه څو ورځې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل او ننګرهار په ګډون د صنعتي فابریکو یو شمیر مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عبدالباري په راتګ سره پر دوی برېښنا قطع شوه او نوموړي د برېښنا د بیرته وصل کېدو په بدل کې د بډو غوښته کوله.
د روان کال د چنګاښ پر ۹مه په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو فابریکو ته ویلي و، چې فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا نه شي ورکولای او ۱۱ ساعتونو ته یې را کمه کړې وه.
د اوسپنې د ویلې کولو یوې بلې فابریکې وویل، چې دا کار هم د فساد په موخه کېږي څو د فابریکو مسوولین مجبور شي چې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ته بډې ورکړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینو کارمندانو د روان کال په وري میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دغه شرکت رییس د دوی له تنخوا ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي. دوی زیاته کړې وه، چې یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي، چې دا د ملاهبت الله د فرمان خلاف کار دی.
د دې مکتوب په ځواب کې د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر د دفتر رییس ژمنه کړې چې دا فرمان به عملي کېږي.
خو د برېښنا شرکت برحاله کارمندان نیوکه کوي، چې د طالبانو د مشر فرمانونه په کابل کې نه منل کېږي.
د طالبانو برېښنا شرکت رییس په دې هم تورن دی چې د خپلوانو ترڅنګ یې خپل نژدې ملګري د پخواني حکومت د مسلکی مامورینو پرځای ټاکلی دي.
افغانستان انټرنشنل د هغو لېستونو کاپي هم ترلاسه کړې، چې د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس عبدالباري عمر پکې د دې ادارې په بېلابیلو پوسټونو کې شاوخوا ۴۰ نژدې خپلوان ګومارلي دي.
په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له درېیم بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګومارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله د شرکت دغه پخوانی رییس هم د همدې سیمې دی.
د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت وویل، چې د دې لېستونو له خپرېدو سره د عمر په اړه په کابل کې د طالبانو تر منځه بحثونه راپارېدلي دي.
د سرچینې په وینا، « د برېښنا شرکت کې د ګومارنو د لېستونو د خپرېدو له امله عبدالباري عمر له استحباراتو غوښتنه کړې وه چې د دې اداري د کاروونکو ټول موبایلونه او اداري کمپیوټرونه وکتل شي څو معلومه شي چې څوک دغه سندونه له دې ادارې بهر کوي».
افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بېلابېل د فساد سندونه خپاره کړي دي.
یو له دغو راپونو د برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست هم دی.
په دغه راپور کې راغلي و چې کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.
د افغانستان انټرنشنل د بل راپور له مخې چې د اسنادو له مخې جوړ شوی و، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف ګومارنې کړې دي.
نن د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان د برېښنا ریاست وویل، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم له مخې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د عبدالباري عمر پر ځای عبدالحق همکار د نوي عمومي رییس په توګه په دنده کار پیل کړی.
عبدالباري عمر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ټاکل شوی دی.
نیوکې دا دي، چې طالبان خپل فاسد چارواکي د محاکمې پرځای په بله دنده ګوماري څو دا ډله له ولسي نیوکو خوندي شي.